کور / تازه خبرونه / پاکستان د استاد رباني د قتل څېړونکو ته اجازه نه ورکوي

پاکستان د استاد رباني د قتل څېړونکو ته اجازه نه ورکوي

په کابل کي د پاکستان سفارت د سولي د عالي شورا د رئيس برهان الدين رباني د قتل د څېړني کمېسون ته اجازه نه ده ورکړې چي پاکستان ته ولاړ سي.
دغه کمېسون چي د ولسمشر کرزي له خوا د استاد رباني د وژني په باب د تحقيقاتو دپاره جوړ سوى، پلان يې درلود چي پاکستان ته ولاړ سي او هلته دغه پېښه وڅېړي، خو د دې کمېسون يو غړى وايي د پاکستان سفارت د ويزې له ورکړي انکار کړى دئ.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وويل پاکستان بايد د استاد رباني د قتل په څېړلو کي مرسته ورسره وکړي، کنې دوى به ملګرو ملتونو ته عرض وکړي.
د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي د استاد رباني په قتل کي د پاکستان استخبارات لاس لري، خو پاکستان د ملي امنيت ادعا رد کړې ده.