کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپاکستان ظالمانه جگړه اود جهادی ډارن رژیم پـټــــه خوله

دپاکستان ظالمانه جگړه اود جهادی ډارن رژیم پـټــــه خوله

دا دوهم وار دی چه د پاکستان ظالمو او نامردو قصابانو  زموږ د وران او جگړه څپلی هیواد پر ضد ظالمانه جګړه شروع کړیده او غټه بدبختی داده چه د جهاد ټیکه داران او په اصطلاح د نړی د نجات فرشتی  په ډیر خواږه او درانه خوب ویده دی او حتی ددی توان ، طاقت او وس هم نلری چه د ظالمو پنجابیانو پر ضد د نجات غږ پورته کړی. هغه پداسی حال کی چه ټوله نړی یعنی د دموکراسی ټول ټیکه داران  هم په همدی وران ، ویجاړ او جګړه ځپلی هیواد کی د نجات او د تروریزم سره د جګړی په نام را ټول شویدی .


ډیره دلچسپه موضوع  خو لا داده چه دا د لوی خدای فضل  او کرم دی چه هم د جهاد ټیکه داران  او هم د دموکراسی ټیکه داران پدی  غم څپلی هیواد کی د تروریزم سره  د جګړی او د افغانستان د نجات لپاره سره را ټول شوی دیِ؛ د  وطن د مظلوم ولس به څه حال وای که پدی جګړه څپلی هیواد کی نه د جهاد ټیکه داران وای او نه هم د نجات او دموکراسی ټیکه داران؟!


زموږ د ګران افغانستان  ژوندی تاریخ ددی شاهد دی چه هغه  :


درین  مورد محترم سیستانی در صفحه 161 کتاب  پر محتوای کودتای ثور و پیامدهای ان مینگارند که:


با  خروج قوای شوروی از کشور دولت نجیب الله می بایستی از حاکمیت رژیم انقلابی مستقلانه دفاع نماید. بنابرین دولت به تحکیم  شهر ها پرداخت و کمربندهای دفاعی  مستحکمی در اطراف شهرها ایجاد  کرد. …. 20 روز پس از خـــــــــــــــــروج  قشون سرخ شوروی ، دقیقاً بتاریخ 7 ماچ شهر جلال آباد مورد هجوم شدید  مجاهــــــــــــــد ین مسلح قرار گرفت(18) و  بنا بر راپور خاص وزارت  امنیت دولتی بر روایت جلال بایانی  52  هزارمجاهد مسلح که از طرف فرقه های 11 و 18 نظامی پاکستان حمایت  و اکمال میگردید بشمول عدهء اعراب سودانی-الجزایری و مصری و  ملیشای پاکستانی واقع شد….جنگ بیش  از دو ماه درین شهر دوام یافت. اما  شدت جنگ بعد از یکماه کاهش یافت و در ماه دوم نیروهای دولتی بر مجاهدین غلبه حاصل کردند و مجاهدین مجبور به عقب نشینی تا مواضع قبل از جنگ شدند.


عدم موفقیت مجاهدین درفتح جلال آباد ،نیرومندی  دولت و اردوی افغانستان را در میان مردم برجستــــــــــــــــــــــــــه ساخت.و حل نظامی را نفی کرد.”


محترم سیستانی در صفحه 147 کتاب مقدمه بر کودتای ثور و پیامد های آن مینویسند که:
“بخش دفاعی وزارت امنیت دولتی در عهد نجیب الله سهم عمده در دفاع از شهر جلال آباد و سایر شهر ها گرفت و حتی مایه تشویش بزرگ برای پاکستان شده بود”.


لیکن هغه  متل دی چه وایی څاه کندونکی بلاخره په څاه کی لویږی؛ همدی جهادی ټیکه دارانو چه کله د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د کمونیزم له ټیکه دار ببرک کارمل سره د ملل متحد د سولی د پلان پر ضد له حیرتان څخه ناولی کودتا شروع کړه او کله چه کابل ته راورسیده دی ستمی کودتا ته یی د اسلامی انقلاب  لقب ورکړ او د هغه نتیجه دا وه چه دشمن ماتوونکی اردویی د غنیمت پشان د تنظیمو تر منځ داسی تقسیم کړه لکه هغه چه د جنرال حسین خان او یا هم د ډګروال دوست محمد خان شخصی ملکیت وی او هغه چا چه د سولی د انسانی پلان ، د ملی اردو ، ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا په ورانی کی تر نورو ټولو ډیره ونډه واخسته هغه ته یی له ناولی مرګه وروسته د ملی خاین په ځای د ملی قهرمان او هغه بل ته یی د سولی سره د خیانت په عوض د سولی د شهید لقبونه ورکړل، دی ته وایی د شهیدانو او جهادیانو د ارمانونو انقلاب؟!


لیکن اوس  چه نه وطن سرو کمونیستانو اشغال  کړیدی ، نه سرو خلقیانو او نه هم تورو پرچمیانو او هرڅه خاص جهادی دی یعنی هم رییس جمهور ، هم اول معاون هم اخیری معاون او هم اخیری جنرال او ټول اردو او پولیس او هم امنیت ، خو د څو  پای لوڅو طالبانو او څو زرو تور لینګیو پنجابی استادانو په مقابل کی د هغه وطن د ساتنی توان او طاقت ورسره نسته چه ټوله غربی نړی ( ۵۰) هیوادونه هم د تروریزم سره د جګړی سره د مقابلی لپاره او د افغانستان د نجات لپاره راغلی دی ؛او تر ټولو خو لا دا دلچسپه ده چه د جهانی  تروریزم مرکز یعنی مبارک پاکستان هم د تروریزم سره په جګړه کی ملګری هیواد دی او تر افغانستان د پاکستان د ډالرو برخه ډیره زیاته ده ، خو د وینو برخه ټوله د افغانانو ده.


ډیره دلچسپه خبره د ناټو د ډارنو ده چه هغوی دعوا کوله چه دوی د افغانستان د  آزادی او نجات لپاره راغلی دی ،  خو په عمل کی ثابته شوه چه دوی  خپل خاص اهداف لرل او لری  یی داځکه چه:


دوی به ویل  چه موږ د القاعده او طالب د له منځه وړلو لپاره راغلی یو او د  جهان لپاره نظم او امنیت راولو  ، مګر اوس د تیښتی د لیاری  د پیدا کولو په چرت کی دی.


که د ناټو ډارن رشتیا پخپله وعده ولاړ وی نو نن خو د نړی حیوانات هم پدی خبر  دی چه د القاعده او طالب جان او نړی د ټولو تروریستانو د پټیدو  ،تعلیم او وسلوال کولو جهانی مرکز پاکستان  دی اوهمدا طالب او القاعده د پاکستان  له سرحده چه تر کابل پوری رارسیږی  نو داټول د نجات قوتونه څنګه پدی  نه پوهیږی چه تروریستان له اسلام  آباد نه حرکت کوی او سالم او سلامت  تر کابل جانه رارسیږی،پداسی حال کی چه د دوی زیاتی الوتکی کشفی دی او د نیم متر په انداز هم د  جنس تشخیص کولای شی چه دا به څشی  وی، نو بسته اکمالاتی کاروانونه چه سالم تر هری نقطی پوری رسیږی او ناټو نه پوهیږی دانو بیا جلا سوال دی؟


لیکن د  پاکستان د مستقیم تعرض څخه خو ټوله نړی خبره ده او کشفی طیارو ته هم حاجت نسته نو بیا دوی څنګه د پنجاب  د تعرض سره مقابله نه کوی؟  ځکه  چه د افغانستان اوسنی اداره  یوه ګوډاګی اداره ده او د ملی  حاکمیت خاونده نده نو ناټو ددی مکلفیت لری چه د هغه هیواد د حاکمیت ساتنه وکړی چه دوی اشغال کړیدی.


که  چیری جهادی رهبران واقعاء جهاد، وطن  او د ناموس د  ساتلو او د لاسه وتلی خاوری د تر لاسه کولونیت او اراده لری نو همدا موکه باید له لاسه ور نکړی ځکه له یوی خوا ټولی نړی ته د پاکستان تیری د لمر په شان روښانه ده او له بلی خوا ناټو هم اوس له پاکستان سره تر پزی رسیدلی ده او یوه بهانه ورته غواړی نو لازمه وه چه د کابل غیرتی جهادیانو د ملل متحد د امنیت شورا ته د پاکستان له خاوری د تعرض سره د بالمثل مقابلی غوشتنه کړی وای ځکه د کابل رژیم یو تحت الحمایه رژیم دی او د جهاد له برکته د ځان د ساتنی توان ، طاقت او برکت یی په پاکستان کی ورڅخه پاته شوی دی او دوی دلته یوازی د چور او چپاول دپاره راغلی دی ، نه د وطن د ناموس د ساتنی لپاره، نو باید هغه چا چه دا خاوره اشغال ده هغه اشغالګر هرومرو باید دا خاوره وساتی اویا هم له جهادی غلو سره ووزی .