کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکړکيچ اصلي لامل

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکړکيچ اصلي لامل

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکړکيچ اصلي لامل


له ١٩٤٧ ميلادي کال راهيسي چېهنداوپاکستان په دووهيوادووويشل شواودديورندمنحوسه کرښه دافغانستان اوپاکستانترمنځ دبرطانيې دبهرنيوچارو وزير( ديورند) په ناقص حکميت اوقضاوت سره راکښل شوه،دسرحدي سيمواوقبايلي علاقوپه شمول دافغانستان زياته برخه دانګريزي ښکيلاک په تيرهچاړه قطع اولراوبرپښتانه چې په دين ، ژبه ، فرهنګ، دوداودستورکې سره هوبهو، کټ مټشريک وو، بيل کړي شول. اودغه تحميلي کرښه داميرعبدالرحمن خان پاچادواکمنۍ پرمهالپرافغانانووتپل شوه چې له هماغه وخته تراوسه پوري دافغانستان اوپاکستان ترمنځداختلافونواوکړکيچونواصلي لامل همدغه دديورندتحميلي کرښه بلل کيږي . په ١٩١٩ کالکې داداري اصلاحاتوپه ترڅ کې هندوستان ته په کورنيوچاروکې سيمه ييزواک ورکړشوي ؤ ،مګردصوبه سرحدپښتانه له دي امتيازڅخه محروم اوبي برخي پاتي شول . هغوي له دي څخهچې خپل ګورنرولري اوله نوروهغوښيګڼوڅخه چې دهندپه نوروسيموکې ترسيمه ييزي ولسواکۍلاندي ورکول کيدل ، بي برخې پريښودل شوي وو. په دې ايالت کې دقانون اسامبله جوړول،ګوندي فعاليت ، اوياټاکنې مناسب نه بلل کيده . داتوپيري چلندپه پښتنوبدلګيدهاودبريتانياپرضدئې داولس احساسات لانورهم پسې راپارولي وو. په دې برسيره د ١٩١٩ عکال داسامبلي قانون دنافذيدو پرضد دخوراسخت غبرګون په پايله کې ، دخدائېخدمتګارتحريک چې يواصلاحي غورځنګ ؤ. ورو وروسياسي بڼه خپله کړه اودبرتانياپهوړاندې ئې دکمپاينونوبيرغ پورته کړ. ددې کمپاينونوپه پاي کې دخلافت اوهجرتتحريکونه وزيږيدل .


په دې ډول په پښتونخواکې صوبهسرحددهغوتوپيري کړنوپرضد، چې ددې اولس پرخلاف جاري و. عملي پاڅون ياقيام روان ؤ.ددې پرله پسي هلوځلوپه نتيجه کې بيادامقاومت په لويه کچه منظم اومنسجم شو. په ١٩٢٩کال کې بيادخدائې خدمتګارتحريک باني اومشر، مرحوم خان عبدالغفارخان د( افغان جرګه) په نامه يوسازمان جوړکړچې  دهندوستانلپاره خپلواکي، دهندومسلمان يووالي اودپښتنو اجتماعي اصلاح ئې غوره موخې وې .مګردهغي ترمشرۍ لاندي بيادخدائې خدمتګارپه نامه يوبل سازمان جوړشو. داتحريکدپښتونخوادګڼ شميررضاکارو کارکوونکوڅخه جوړؤ چې خپلې جامي به ئې دپخوخښتوپه خاوره، ځيګري سره  رنګ سره رنګولې اودسو ر کميسوياسر خپوشوپه نامه هم ياديدل .دخيبرڅښتنان دکتاب ليکونکي ليکي چې دهنددمسلم ليکګوندمشر( محمدعلي جناح اونورو مسلمانانوملګرويې دسورکميسوسره دمقابلي لپاره پهشمالي صوبه سرحدکې دکانګريس ګوندپرضدنوي مسلم ليګ جوړاوشنې جامي ئې ورواغوستې . پهدې توګه داسياسې لوبه عملاً په مذهبي سياست بدله شوه . دخدائې خدمتګار دتحريک ترټولوغورههدف داؤ چې دپښتنوله منځه دوروسته پاتي والي جرړي وباسي اوپه دې اولس کې پوهنهاوعلم عام کړي ددي غورځنګ مشراولارښودمرحوم خان عبدالغفارخان که څه هم دپوهې اوعلمخاوندؤاوکولاي شول چې ځواکمنومقاماتوته ځان نږدي کړي خوپه برتانوي پوځ ياملکياداره کې دکارکولوڅخه انکاروکړ. اوپرځاي ئې خپل ځان دخپل قام پوهې اوپوهنې ته وقفکړ، ځکه چې دي په دې خبره پوه ؤ چې په هندکې قدرت به ، چې بيله شکه دخپلواکۍ پهلور روان ؤ دهغه چاسره وي چې پوهه ولري مخکې له دي چې خپل تحريک ته سازماني بڼهورکړي، ارواښادخان عپدالغفارخان دښتونخواپه کليواوبانډوکې دښوونځيوپه جوړولوپيلکړي ؤاوپه دې لړکې ئې لومړي ښوونځي په خپل کلي کي، اتمانزوکې جوړکړ. پهپرنګيانودده فعاليتونه ښه نه لګيدل اوله همدې امله په ١٩٢٠ کال کې دلومړي ځل لپاره، بندي شوخومبارزي ئې دوام وکړ. په ١٩٣٠ کال کې دکانګرس ترمشري لاندي يوکميسيون تهدنده وسپارل شوه چې په شمال صوبه سدحدکې دپرنګي له خواپه جاري شوي ظالمانه ( سرحديجنائې قانون )  باندي څيړنه وکړي. مګردبرطانويحکومت له خواکميسيون ته اجازه ورنه کړي شوه چې دې صوبې ته ورشي دوي په سيمه کېنارامي اوکړکيچ راپورته شوچې په پاي کې ئې خان عبدالغفارخان اودده خدائېخدمتګاراونژدي ملګري بياجيل ته واستول شول اوشپږکاله بنديان وو. دپرنګيانوددې عملپرخلاف داولس له خوا اعتصابونه ډيرژرقبايلي سيموته خپاره اوپيښورديوې اونۍ لپارهدحکومتي اداري له کنترول څخه وتلي ؤ . هماغه ؤچې دحکومت له خواپه صوبه سرحدکېدمارشل لا له لګولووروسته که څه هم چې په پيښورکې دپرنګي واک ، چې خوراکاواکه شويؤ، بيرته په پښوودريد. خوپه سيمه کې دپرنګيانو پرضداعتصابونه اوناارامۍ پاي ته ونهرسيدل نوځکه انګريزان اړشول چې له يوې خواپه ١٩٣٧ کال کې دمسلم ليک يومشر سيد عبدالقيومخان دصوبي دلومړي  وزيرپه توګه وټاکي اولهبله پلوه داولس په راپاريدلواحساساتوباندي داوبوتويولولپاره هغوي اړووچې پهصوبه کېد ( تقنيني اسامبلي ) اويوې نماينده ادارې جوړولوته غاړه کيږدي. په پاي کې په دي صوبه کې يوه پنځوس کسيزه اسامبله پيلشوه .


 دې اسامبلي دغړيتوب لپاره دکانديدد عمر اواستوګني په شرايطوسربيره دټاکنولپاره دمالياتوورکول، دځمکولرل ، تعليم اوپه وسلهوالوځواکونوکې خدمت ضرور اواړين ؤ. بايدوويل شي چې په ټاکنوياانتخاباتوکې يوازېنارينه ووبرخه درلوده اوپه ١٩٣٧ کال کې دهغونارينه ووټول شميرهم چې دپورتنيوشرايطو اومشخصاتوپراساس درايوورکولو وړبللي شول ممکن دڅلويښت _ پنځوس فيصده پوري ؤ. يونارويژي ليکوال ليکي : په دي توګه دپرنګيانولخواداټول تظاهردهغه دپاره جوړشويوچې برطانوي پلوه خانانو، نوابانو، خان بهادرانولپاره زمينه برابره شي . د١٩٣٦ کالدديسامبرپه مياشت کې دسرحددتقنيني اسامبلي لپاره په ټاکنوکې يوسل اوپنځه ديرش تنهکانديدشوي ؤ. ارواښادخان عبدالولي خان دخپل کتاب ( پاچاخان اوخدائې خدمتګاري ) پهلومړي ټوک کې ليکي چې په هندکې دکانګرس پرضدانګريزانوته څلورقوتونه ښکاريدل چې کهدامنظم شي نوشايدچې 


دکانګرس مخه ونيسي :


١ – دپرنګي دلاس جوړحاکمان، راجګاناونوابان ؤ.


٢ – مسلمانان دي هغوي هم غيرمنظم دي ،يوسياسي جماعت اوتنظيم نه لري .


دټولونه لويه اکثريتي صوبه چې په سلوکېپنځه نوي آبادي لري هغه خوکانګرس سره تړلي ؤ.


مطلب داچې مسلمانان هم يوموټي اويوقوت نهدي چې دکانګرس مقابلي ته ودرول شي پردي حقيقت سربيره چې ددي انتخاباتوپه موکهدخدائې خدمتګارتحريک مشرخان عبدالغفارخان کله چې په هندباندي دري نيمي پيړياوږداستعماري تسلط دهندي ولسونودهلوځلوپه پايله کې پاي ته ورسيداود١٩٤٧ کال دجونپه دريمه نيټه دهنددويش اعلان وشوخودهراستعماري ځواک داخصلت دي چې دخپل تګ په وختکې شاته ځينې داسې جنجالي مسئالي پريږدي چې بياپه هغوکسانوکې دنفوذله لاريدحالاتوبهيرتل په خپله ګټه رهبري کړي نوبرطانوي ښکيلاک دافغانستان اودنوي جوړشويپاکستان ترمنځ هم په لوي لاس اوعمدي توګه يوه سياسي ستونزه شاته پريښوده داستونزهدديورندپه کرښه اودهغې ختيځ ته دپرتوافغانانواو او لسونو دبرخليک موضوع ده .


کله چې دهندوروستني وايسراي ( لارډ مونډباټن ) د ( شمال لويديځ صوبه سرحد) اولس ته دهندوستان ياپاکستان سره يوځاي کيدوپهاړه دټول پوښتني بلنه ورکړه نودپښتنو مشرانو او دافغانستان حکومت په هغه بانديانتقاد وکړاووي غوښتل چې په ريفرندم کې دي دې اولس ته داحق هم ورکړشي چې که غواړيځان ته دريم ګړي هيواد( پښتونستان ) جوړکړي نوله هماغه نيټي راهيسي له برطانوي ښکيلاک څخه شاته راپاتي د ( ديورند لاين) په اړه کشاله دافغانستان اوپاکستان ترمنځ لاينحله پاتي ده .


داکشاله ددواړونږدي ګاونډيوهيوادونوترمنځ داوږدوشخړوعامل اواساساً دافغانستان دتباهۍ سبب اولامل ګرځيدلي ده .