اى موءمنانو! الله (ج) په قرآنكريم كې مومنانو ته له يو لوى مصيبت څخه خبر ور كړى او هغوى يې لدى مصيبت څخه ويرولي الله (ج) مو منان له خپل دردنا ك عذاب څخه ويروي ، له هغه اورنه يي خلا صون ته هڅوى چې هغه ددنيا داور په شان ندى چې په لرګيو بليږي او په اوبو مري بلكه هغه يو دا سې اوردى چې د سون مواد يي خلك او بتا ن دي، هغه داسې اور ندى چې څوك پرى وسوځي نو په مرګ به ترې خلا ص شي بلكه هغه داسې اور دى چې كله د انسان پو ستكى وسو ځوي نو دوباره را تا زه كيږي او هغه با ر با ر سو ځوي په دغسي حا لت كي انسا ن د مرګ آرزو كوي خو دوى ته مرګ هم نه راځي .
پدې اور با ندي چې كومي ملايكي مقررې دي هغوى ددي اور له تا زه سا تلو نه هيڅكله هم نه غا فليږي او هغوي داسي
سخت ګيرې دي چې په هيچا يي هم رحم او شفقت نه را ځي ، ددوزخيا نو چيغې او فر يا دونه د هغوى زړونه نشي نر مولى .
الله تعا لى ( ج ) دوى ددوزخيا نو د تعذيب او شكنجې لپا ره ټا كلي او دوى د الله د امر څخه دسترګو درپ په اندازه هم مخا لفت نكوي . خو الله ( ج ) لدى اور څخه د خلا صون لا ره هم ښيي او هغه لار له ګنا ه څخه په رښتيا سره تو به او پښيما نتيا او په آينده كي د ګنا ه نه كولو كلكه اراده ده .
الله ( ج ) په قرآن عظيم الشا ن كې فرما يي:
اى موء منا نو ! خپل ځان او خپله كورنى ددوزخ له هغه اوره وسا تى چې دا سې ملا يكى پرى مقررې دي چې ډيرې قهر جنې او سخت ګيرى دي دوى د الله ( ج ) نا فرما ني نكوي او څه چې الله ورته امر كوي هغه پر ځا ى كوي. ( د تحريم سو رت ۶ آيت )
اى موءمنانو! د پورتني آيت د حكم په اسا س مو نږ او تا سې هر يو د خپل ځان اولاد _ ښځې او ټولو هغو كسانو څخه چې زمونږ او تا سې سره يو ځا ى په كور كي او سي مسؤ ل يو مو نږ مكلف يو چې دا ټول د الله ( ج ) او رسول الله ( ص ) اطا عت ته وهڅوو او له ګنا ه يي منع كړو .
رسو ل الله (ص) فرما يي : خپلو اولا دونو ته په اوه كلنى كې په لما نځه امر وكړى او په لس كلنى كي يي كه لمو نځ نه كا وه ووهئ .
همدارنګه فرما يي: با خبر اوسى ! چې هر يو ستا سې څخه د ځان او لا س لاندى كسانو په هكله پو ښتنه كيږي . اى مسلمانانو! را ځى ددغه مسو ليت د پر ځاى كولو لپا ره له يو بل سره مرسته وكړو خپل او لا دونه نيك كا رونو ته و هڅوو او له بديو او ګناه څخه يې منع كړو خپل اولا دونه له بدو او نا اهلو ملګرو څخه بيل كړو ، خپل كورونه د فسا د له هرډول آلا تو لكه موسيقي ، ناروا فلمونو، منحرفو كتا بونو، اخبارونو او مجلو څخه پا ك كړو.
اى د الله ( ج ) بندګانو ! هغه څوك به څنګه ځان له دوزخه وژغوري چې لمونځ نه كوي، هغه لمو نځ چې د اسلام ستن (پا يه) ده ، او له دې ستنې پرته يې دين نشي تكيه كيدى ، هغه لمو نځ چې د مسلمان او كا فر تر مينځ فر ق ده.
هغه څوك به څنګه ځا ن له اوره وژغوري چې جو مات ته نه ځي ، هغه څوك به څنګه ځان له اوره وژغوري چې په ډير جرنت سره ګناه كوي او خپلى ګنا ه ته په كم نظر ګوري اوګناه هم نه ورته ښكاري . . اى مسلمانانو! هغه څوك به څنګه له اوره خلا ص شي چې د خپلو اولا دونو په اړه دمسؤليت احساس نكوي ،دهغوى د روزي لپاره يې شپه او ورځ په ځان يوه كړي وي په ساعتو ، ساعتو ځان ستړى كوي تر څو داولاد جسمي تغذيه وكړي ، نورو ملكونو ته ورپسې وځي دپرديو احتياج تيروي خو داولاد د معنـــــــــــــــــوي او روحــــــي تغذيي لپاره هيڅ وخت نلري ، دوى دا هير كړي چې كه داولاد د روزي ګتلو مسؤليت دوي ته ور له غاړې ده لدې ډير زيات دهغوي د اسلامي تربيي او روزنې فريضه ورله غاړې ده .
اى مؤمنانو! هغه ورځ درپه ياد كړئ چې دالله ( ج) په وړاندې به ولاړ ياست او داولادونو دكړنو په هكله به ځواب وايئ. مونږ وينو داسې پلرونه چې خپله دجماعت دلمانځه ډير پابند وي خو او لا ديي په لهوولعب او فسا د اخته وي او په شپه او ورځ كې حتى يو وخت هم جما عت ته نه راځي، اولادونه مو شپه او ورځ كې په با زارونو او بې ځا يه ځا يونو كې ګرځي خو مونږ پري سترګي پټوو په يا د ولرى چې د مور او پلار ستر ګى پټول او په چُپه خوله د اولا دونو نا روا عملونو ته كتل د اصلا ح او خلاصون لار نده او دا كا ر هغوى نور هم ګناه ته تشويقوي.
اى مسلمانانو! په خپلو سترګو ګورو چې اولادونه مو ورځ په ورځ له دين څخه لرې كيږي اود رسول الله ( ص ) دپيروي پر ځاى دنورو تقليد كوي ، ږيرې په بې باكي سره وهي ، په سندرو او سازونو معتاد شوي ، خوبياهم مونږ دهغوى دهرې ګناه په وړاندې چپ يو دا چپتيا به تر كومه وي او آيا دا چپتيا به مو د الله (ج) له دردناك عذابه وژغورلى شي
داولادونو په هكله د ميندو مسو ليت له پلرونوهم زيا ت دى او هغوى به هم د خداى په وړاندى داولا دونو جواب وايي .
اى ميندو! د كورونو په دا خل كې خپل او لا دونه كنترول كړئ خصو صا د خپلو لوڼو د ښې اوسا لمي تر بيي لپا ره ځا نونه ستړې كړئ هغوى ديني زدكړې او لما نځه ته و هڅوى ،شرعي لباس اوپردې ته يې وهڅوى. بې ضرورته ، بې له شرعي محرمه او سينګار كړي يې له كور څخه وتلو ته مه پريږدى هغوى په اسلامي اخلاقو ښكلې كړى موسيقي ،ناروا فلمونه او دفساد هرډول آلات پرې بند كړئ دښځو پورې تړلي شرعي مسايل ورزده كړئ او له ځوانى وروسته يې داسې چاته په نكاح وركړئچي دښو اخلاقو اواسلامي تربيي خاوند وي ځكه همدا ښځه او خاوند دراتلونكې ټولنې او راتلونكي نسل اساس اوبنياد ايښودونكي دي .