کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى: د سولي په باب به لويه جرګه پرېکړه وکړي

ولسمشر کرزى: د سولي په باب به لويه جرګه پرېکړه وکړي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي برايي په يوه تلويزوني وينا کي وويل چي له طالبانو سره د سولي په باب به لويه جرګه پرېکړه وکړي.
ولسمشر کرزي د ملت استازي به په لويه جرګه کي راغونډ سي او دا پرېکړه به وکړي چي له چا سره په کومو شرايطو سوله وسي.
ولسمشر کرزي دغه تصميم وروسته له هغه ونيوئ چي دوې اونۍ دمخه د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو.
ولسمشر کرزي هغه مهال ويلي وو چي د استاد رباني په مړينه به د سولي له خبرو لاس وانخلي، خو تېره اونۍ يې خپل دريځ بدل کړ او ويې ويل چي له طالبانو سره به د سولي خبري وځنډول سي او د هغوى پر ځاى به له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکړي.
ټاکل سوې ده چي په راتلونکو دوو مياشتو کي لويه جرګه راوبلل سي.