تیره اونۍ د افغانستان د سولې د لوړې جرګې مشر او دافغانستان د اسلامي جمعیت سرلاری برهان الدین رباني، په هغه څه کې چې د چارواکو له خوا یو ځانمرګی ترهګریز برید وبلل شو، ووژل شو. د برهان الدین ربانی د مړینې پړه لا چا په غاړه نه ده اخیستې. د طالبانو خوځښت چې په تیرو لسو کلونو کې یې نږدې د ټولو ناپوځي وژنو پړه بې له سته په غاړه اخیستې ده، هم د برهان الدین رباني د وژنې غمازي نه ده منلې.
تر اوسه پورې د نوموړي د وژنې په تور بیلابیلو اړخونو ته د تور ګوتې نیول شوې دي. ډیرې خلک د ده وژنه د طالبانو کار بولي ، او نور بیا د پاکستان څارګرې ډلې په دې وژنه ملامت بولي. ځینې یې په هیواد د ننه د کومې دسیسې پایله بولي او ځینې د شمالي ټلوالې دنننۍ تربګنۍ د دې وژني آري لامل بولي.
خو څومره چې په دې وژنه باندې شپې تیریږي د دې پوښتنې ارزښت کمیږی چې نوموړی چا وژلی دی، بلکې کومه پوښتنه چې ځواب ته لا ډیره اړتیا ښکاروي هغه دا ده چې د سپین ږیري برهان الدین په مړینه کې چا ډیره ګټه وکړه ؟
د دې پوښتنی د ځوابولو اسانه لار به دا وي چې لومړی دا وګورو چې په دې وژنه کې غټ سیاسي تاوان چا ته واوښت؟
په افغانستان کې کوم سیاسي اړخ چې د ربانې د وژنې له تپه ډیر سیاسی زیان پورته کړ هغه د حامد کرزي سیاسي پنډغالی دی. ویل کېدلی شي چې حامد کرزي د خپلې روغې جوړې د سیاست د ملا تیر له لاسه ورکړ. ولسمشر په برهان الدین رباني کې ډیره سیاسي پانګه اچولې وه، او په تیرو څو کلونو کې یې رباني د خپلو سیاسی لوبو د یو لوبغاړي په توګه ښه ولوباوه. ځیني به په دې اند وي چې برهان الدین ربانې د کرزي دسیال لوري سیاسي رهبر واو د کرزي سړی یې بلل ناسمه ده ، خو رښتیا دا دي ، که چیرته څوک د برهان الدین رباني پنځه دیرش کلنې مخینې ته وګوري، نوموړی هیڅکله د یو خپلواک او ټینګ سیاسي اند څښتن نه دی پاتې شوی. که ډیر وړاندې لاړ نه شو، نوموړي له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۱ کال پورې په عملي توګه د شورای نظار د وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود سیاسي یرغمل و. د ده د دې پیر ټولې پریکړې د یو ځانګړي سیاسی فکر د لارویانو له خوا کېدلې او د ده له آدرس نه په خلکو تپل کيدلې. برهان الدین رباني چې په خبرو کې پوست خو په فکر کې وروست سړی و، و نه شو کولی دا ډله چې له ده نه یې ناوړه استفاده کوله ، وننګوي.
له ۲۰۰۱ نه په راوروسته کلونو کې چې احمد شاه مسعود نور ژوندی نه و، حامد کرزي وشول کولی چې د وخت له تیریدو سره برهان الدین رباني له خپل سیال پنډ غالي نه ځان ته راواړوي. کله چې کرزي برهان الدین رباني د سولې د لوړې جرګې مشر وګماره ډیر خلک ایښ شول، او دا یې د سولې بهیر سره ټوکه وبلله. خو وخت وښودله چې کرزي په دې انتخاب کې لویه ګټه دا وکړه چې د دولت د سولې دکړنلارې منتقدین یې، چې د رباني پخواني لارویان ول، پڅ کړل. رباني هم د ژوند تر اخرې شېبې د کرزي کړنلارې سره ولاړ پاتې شو او د خپل ژوند په اخره شپه یې د حامد کرزي په نیمه خوله وینا خپل باندنی سفر پرېښود، او د خپلو وژونکو ګوتو ته یې ځان کابل ته ورساوه.
اوس چې رباني له ډګر نه وویستل شو د سولې د کړنلارې د منتفدینو دا منطق لا پیاوړی شو چې طالبان د روغې جوړې خلک نه دي. د رباني مړینې سره د حامد کرزي د حکومت بنسټیزه کړنلاره چې پر بنسټ یې ده خپل دویم ټاکنیز کمپاین چلولی و، مرګونی ګوزار وخواړه . په ځای به وي چې وویل شي په دې سیاسي وژنه کې تر ټولو غټ سیاسي زیان حامد کرزي ته ورسید . بل زیان به یې کرزي ته دا وي چې د سپین ږیري برهان الدین ځای به کوم ځوان او له انرژي ډک جمعیتی و نیسي، او نننی شیندلی ګوند به د حکومت په یو پیاوړي اپوزېسیون کې منظم کړي.
د طالبانو غورځنګ هم د رباني مړینه کې ډیره ګټه و نه کړه . که کومه سمبولي ګټه یې کړي وي هغه ډیره وړه ده او دوخت تیریدو سره هیریږی. ناسمه به نه وي چې وویل شي چې طالبانو د رباني په مړینه کې تاوان کړی دی. طالبانو د سولې د جرګې نه ډیرې ستراتیژیکې ګټی پورته کړې دي. نړیوالې ټولنې چې د دې جرګې له لارې په ملیونونو ډالره لګولي دي، یوه برخه یې د طالبانو تر جیبونو هم رسیدلې ده، چې د جرګې له ړنګیدو نه وروسته به دا آمیانۍ هم وتړل شي.
د دې تر څنګه که څه هم طالبان د سولې نه کولو په دریځ کې په ښکاره سرتمبه ښکاري ، خو په رښتیا طالبان د سولې جرګې ته د یوې لارې په توګه هیله من ول. ډیر طالبان د دې جرګې له لارې د امتیازونو په تر لاسه کولو سره له زړو لیکو بېل شوي دي. د طالبانو مشرتابه د پوځي تنګسیا په مهال کې له دې جرګې نه د یو تکتیکي مانور لپاره کار اخیستلی شو، او په ځینو سیمو کې دا کار اخیستل شوی هم دی. د رباني وژنې طالبانو ته له ګټې نه تاوان ډېر رسولی دی.
د پاکستان دولت او څارګرې ادارې، چې کلونه د افغانستان د سیاستوالو په وژلو کې یې خپل ستراتیژیک ژوروالی لیدلی دی، هم د برهان الدین رباني په مړینه د ځان په ګټه ډېر کوچ نه دي ایستلي. البته دا په دې مانا هم نه ده چې پاکستان به د برهان الدین په مړینه کې لاس ونه لري. کېدای شي دا وژنه د پاکستاني څارګرو په زیار شوي وي، خو که ژور ورته وکتل شي پاکستان له دې وژنې نه ډېره ګټه نه ده پورته کړې.
که چا د برهان الدین رباني د تېرو څو کلونو بوختیاوې له نږدې څارلې وي پوهېږي چې رباني شخصاً څومره پاکستان ته نږدې شوی و. اسلام اباد ته د خپل تېر سفر په ترڅ کې برهان الدین رباني پاکستاني رسنیو سره یو لړ مرکې وکړې، او بیا بیا یې د دې ناباورۍ د لرې کولو هڅه وکړه چې دی او ګوند یې پاکستان ته نېک نیت نه لري. نوموړي یو ځل بیا پاکستان خپل دویم کور وباله. د پاکستان حکومت هم د متقابلې نېک نیتۍ له مخې په پېښور کې د برهان الدین رباني سرکاري شوي جایدادونه بېرته ورپرېښودل.
د پاکستان د جنګ اردو ژبې ورځپاڼې خبریال او شنونکی سلیم ساپي په همدې ورځپاڼه کې د خپلې تېرې اونۍ په کالم کې ولیکل چې رباني د ده په لاس د پاکستان لوړپوړو چارواکو ته د دوستۍ او سپین زړه پیغامونه استولي ول. سلیم ساپی چې د پاکستان سټبلشمنت ته ډېر نږدې سړی بلل کېږي، دا هم لیکلي دي چې رباني نو زیاتي د پاکستان یو دوست سړی و.
که هر څه ول، رباني نو نور پاکستان ته یو ګواښ نه و، بلکې شمالي ټلوالې ته د وررسېدو، او ورسره د نږدې باتې کېدو او د خپلو اوږد مهالو کړنلارو د پلې کولو ښه اورسۍ وه. د دې اورسۍ له لاسه ورکول د پاکستان لپاره په هېڅ ډول ګټوره نه وه. د برهان الدین رباني او پاکستان تر منځ همدا وروستۍ ښې اړیکې به وي چې د اسلامي جمعیت او رباني تر ټولو وفادار او په خبره پوه شخصیتونه، لکه عطا محمد نور، په پاکستان باندې د رباني د وژنې د تور لګولو نه ډډه کړې ده.
د افغانستان د روان کړکېچ یواځینی اړخ چې له دې وژنې نه یې تر اوسه پورې سیاسي ګټه پورته کړې ده، او نږدې راتلونکې کې به ترې لا ډېره سیاسي ګټه پورته کړي هغه د افغانستان حکومت سیاسي سیالان، د تغیر او امېد ټلواله، او د شمالي ټلوالې بیا راپورته شوي غړي دي. د تېرې اونۍ پېښو وښودله چې یادو شوو څېرو د برهان الدین رباني مړینې نه تر دې کچې پورې د سیاسي ګټې پورته کولو هڅه وکړه چې ځینو دا کار د رباني مړي او د ده غمجنې کورنۍ ته سپکاوی وباله. کتونکو په یاد کړه چې د تغیر او امېد ډلګۍ وتلې څېرې چې د رباني په مړینه یې تر ټولو ډېر ویر وکاوه، د رباني د ژوند په وروستیو کې یې نوموړی په دې ملامتاوه چې د کرزي په ګوتو لوبول کېږي او د کرزي د سولې ناکامه پالیسي چلوي. خو اوس نوموړې ډله هغه ټولې ګیلې هېروي او د رباني په مر ګ د غمجنو وګړو له احساساتو نه د ځان په ګټه کار اخلي.
بله دا چې د رباني په وژنې د دې ډلې د سولې د نه منلو چغو لا پسې زور واخیست. په دې ډله کې ځینې داسې کسان هم شته چې د برهان الدین وژنې ته د ځان لپاره په اسلامي جمعیت کې مشرتابه ته د رسېدو د فرصت په سترګه ګوري.
لنډه دا چې که برهان الدین رباني هر چا وژلی وي، مړینې یې ځینو ته تصادفي ګټې او نورو ته تصادفي تاوانونه ورسول. خو هغه څوک چې ترې په فعاله توګه ګټه پورته کوي، پرې تر هر چا لږ د داسې کولو شک کېده.