انقلابي وضعه¹: هغه حالت ته ویل کیږي چه درې لاندې علایم (نښې) و لري:
۱ـ په هیواد کې عمومي بحران چه هم استثمار کوونکي آو هم استثمار کیدونکي دواړه په بر کې و نیسي. دا په دې معنی ده چه نه تنها استثمار کیدونکي ( محکوم طبقات آو اقشار) و نه غواړي په پخوانۍ طریقه (شیوه) ژوند و کړي، بلکه استثمار کوونکي (حاکمه آو ظالمه طبقات آو اقشار) هم و نه شي کولی په پخوانۍ شیوه حکومت و کړي.
۲- د زحمتکشانو د فقر آو نیاز لا زیات شدت.
۳- د زحمتکشو کتلو د فعالیت ډیر تشدید په داسې شکل چه هم د عمومی بحران آو هم خپله د حاکمه هیئت د اقداماتو په نتیجه کې له پخوا نه زیات مستقلې تاریخي مبارزې ته جلب شي.
په انقلابي وضعه کې نه تنها ملت نه غواړي په پخوانۍ طریقه ژوند و کړي، بلکه دولت هم نه شي کولی په پخوانۍ شیوه حکومت و کړي.
د بدلون د تحقق د پاره غیر له عینی شرایطو د ذهنی شرایطو یا په بل عبارت د یوه متشکل انقلابي سازمان موجودیت چه و کولی شي انقلاب رهبري آو په ثمر ئې ورسوي هم ضروري دی.
انقلاب: انقلاب یوه عربي کلمه ده چه لغوي معنی ئې نسکورول یا چپه کول ده، اګر که په مودرنو
ده. Revolutio عربي ژبو کې انقلاب ته «الثوره» ویل کیږي چه لاتیني ریښه ئې
انقلاب هغه ناګهاني بدلون ته ویل کیږي چه په یوه ټولنیز، نهادي آو سیاسي مستقر نظام کې معمولاً د متشکله آو د موجوده نظام له حافظه نیرو ګانو نه د برتره نیروګانو تر تأثیر لاندې، نه د افرادو د بدلون آو د نویو افرادو د ځای په ځای کولو په هدف بلکه د یوه نوي نظام د ایجادولو په هدف په لاره اچول کیږي.
په چپو سیاسی ادبیاتو کې انقلاب د یوه زاړه، نامطلوبه آو وراسته شوی نظام را چپه کولو آو د یوه نوي، مترقي آو مطلوب ټولنیز نظام په واسطه د هغه خای په ځای کولو ته ویل کیږي.
څرنګه چه وویل شول د انقلاب یا ټولنیز بدلون د تحقق لپاره په ټولنه کې هم د عیني آو هم د ذهني شرایطوموجودیت ته ضرورت شته.
په ټولنه کې بدلون یا انقلاب په دوه رنګه تر سره کیدلی شي: الف – قهر آمیزه؛ ب – سوله ایز
۱- یو مطلب باید په نظر کې و نیسو چه دا اصطلاحات لکه( انقلاب، انقلابی وضعه، انقلابی خاصیت……..) په هیڅ صورت سره چپی آو مارکسیستي ادبیات آو مفاهیم نه دي بلکه عام مفاهیم دي چه په ټولو ژبو کې استعمالیږي. مثلاً د انګلستان کارګري انقلاب په کال ۱۶۴۰ کې آو د فرانسې لوی انقلاب په ۱۷۸۹-۱۷۹۹کلونو کې تر سره شوي چه دواړه د کارل مارکس د مشهور اثر کابیټال د لیکنې له تاریخ ۱۸۶۷ نه مخکې دي.
اوس به راشو په مشخص شکل د افغانستان اوسنۍ وضعې ته:
په اوسني افغانستان کې دولتي حاکمیت آو سیاسی قدرت په حقیقت کې د اسلامي تنظیمونو آو مخصوصاً د اسلامي جمعیت آو شمال ټلپالې په واک کې دی چه د هغوی مجریان په رنګ رنګ تعصباتو، فساد، پیسو ټولولو آو خود خواهۍ کې غرق دي. دوی امریکائیانو سره د افغانستان آو مخصوصاً د کابل په نیولو کې مرسته و کړه آو په امریکائي ټانکونو سپاره کابل آو نورو ښارونو ته ننوتل، چه د هغو د اعتماد وړ دي.
څرنګه چه مخکې وویل شول په ننني افغانستان کې د انقلابي وضعې عیني شرائط تر زیاتې اندازې حکمفرما دي، صرف هلته متأسفانه ذهني شرائط یعني یو متشکله آو واحد سیاسي سازمان چه وکولی شي بدلون رهبري آو په ثمر ئې ورسوي وجود نه لري.
I
ولې په افغانستان کې استثمارګر آو حاکم قشر نه شي کولی په پخوانۍ شیوه حکومت آو استثمار و کړي؟
دا اوسنی حاکمه استثمار کوونکی ټیم چه شمیر ئې له ۵۰۰۰- ۱۰۰۰۰ نه زیاتیږي آو معمولاً د اسلامي تنظیمونو مشران آو قوماندانان آو په دباندنیو استخباراتو پورې تړلي ځنې افراد آو دلالان پکې شامل دي چه یو کم شمیر ئې له غربي هیوادونو نه تللي دي چه په اصطلاح دوی هم له غلو سره د جوال خوله نیسي چه د هیواد ثروت آو شته مني او همدا رنګه په درې ګونواجرائیه، قضائیه آو مقننه قواوو کې ټول لوړ دولتي آو غیر دولتي پوستونه هم د دوی په لاس کې دي.
د دې فاسد، حاکم آو استثمارګر قشر د ثروتمند کیدلو لارې دا دي:
۱ – د ځمکو مافیا:
په هغه لمړۍ مرحله کې چه په اصطلاح «تنظیمونو» ته په افغانستان کې سیاسي قدرت لاس ته ورغی دولتي ځمکې د دوی په ذریعه غصب شوې، غیر له هغه نه دا افراد اوس هم له خپل ټولنیز آو دولتي موقف نه استفاده کوي آو په هر ولایت کې ئې دولتي ځمکې غصب کړي چه یا ئې کلنی حاصل په خپله اخلي آو یا دا چه دوی همدا دولتي ځمکې چه د ټول ملت ملکیت دي په خلکو خرڅوي آو پیسې ئې په جیبونو کې اچوي، مثالونه:
الف – د خلکو د افواهاتو له مخې د جمهور رئیس مرستیال «مارشال صاحب» فهیم د کابل په کاریز میر آو نورو سیمو کې ډیره زیاته دولتي ځمکه خپله کړې چه امکان لري اوس به ئې رسمي سند آو قباله هم اخستي وي، چه د دې ځمکو یوه برخه د رهایشی نمرو په توګه خرڅوي آو په متباقي برخه کې ئې یا حیوانات روزي آو یا د کرنیزو ځمکو کار ځنې اخلي چه د هغوی حیواني آو کرنیز محصولات دواړه خرڅوي آو پیسې ئې به خپل جیب کې اچوي.
ب – د اسلامي اتحاد تنظیم مشر رسول سیاف له کمپنۍ نه پورته آو د ده یوه قوماندان ملا عزت د قرغې د بند شاوخوا آو په پغمان کې ډیرې دولتي ځمکې غصب، نمره بندي آو په خلکو ئې خرڅوي.
دوی په واقعیت کې په دولت کې نور دولتونه جوړ کړي په دې مفهوم چه په خپله په دولتي ځمکو کې ښارونه آو پروژې ایجادوي، انجنیران، مهندسان آو مامورین ور ته استخداموي، ځمکې نمره بندي کوي، خرڅوي ئې، پیسې ئې په هیواد کې د ننه آو له هیواد نه بهر په خپلو بانکي حسابونو انتقالوي مګر هیڅ څوک هم هيڅ نه شي ور ته ویلی.
دا وضعه د هیواد په ټولو ولایاتو کې جریان لري. د افغانستان دولتي تلویزیون د کرنې آو اوبو لګولو د وزارت په حواله څوواره اعلان و کړ چه په هیواد کې څلور ملیونه جریبه دولتي ځمکه زورواکو نیولې ده.
۲ – د مخدره موادو مافیا:
په اغلب ګمان په دې پروسه کې له دې مافیا سره دولتي ملکي آو نظامي لوړ پولي مامورین آو بهرنیان هم لاس لري چه په هیواد کې د مخدره موادو کره تشویقوي.
دا یوه ډیره خطر ناکه پروسه ده چه متأسفانه د هیواد یو زیات شمیر بیوزله آو بې سواده خلک چه په ژوند کې هیڅ هم نه لري آو ټول امیدونه ئې له لاسه ور کړي دي، مخدره موادو ته مخه راوړي چه په ټول هیواد کې په سلګونو زره افغانان په مخدره موادو معتاد شوي چه صحت ئې خرابه، د کار توان ئې له لاسه ور کړی چه په خپلو کورنیو آو ټولنه باندې یو ستر خطرناکه بار دی آو شمیر ئې ورخ په ورځ زیاتیږي.
په یوه ټولنه کې د مخدره موادو ترویج آو تشویق د دښمن د رواني جنګ یوه ستره برخه آو ډیر ښه متود بلل کیږي.
۳ – هغه مالي کمکونه چه د نورو هیوادونو آو نړیواله مؤسساتو له خوا افغانستان ته د ودې آو آبادۍ د پاره ور کول کیږي د بهرنیانو په همکارۍ د همدې دولتي مافیا په جیبونو کې لویږي. د امریکې متحده ایالاتو اعلان و کړ چه په دې څو کلونو کې ئې په ملیاردونو ډالره مالي مرسته افغانستان ته ورکړې مګر د هیواد په اقتصاد آو د خلکو د ژوند په ښه والي کې ئې نتیجه صفر ده.
۴ – کله چه په کال ۱۹۹۲ کې ځنې اسلامي تنظیمونه کابل ته ننوتل اکثرو ئې دولتي ملکیتونه، بانکونه، موزیمونه آو حتی سلاح چور آو په بهرنیو هیوادونو کې و پلورل. جنرال سید عبدالقدوس سید د (جنګهای کابل) د کتاب لیکونکي په یوه مقاله کې د ( موزیم ها ګنجی که مجاهدین نصیب شدند) په نامه چه یو کال مخکې د پیام وطن آو اکثره نورو سایټو له طریقه خپره شوه خبر ور کړ چه کله چه د اسلامي جمعیت د نظار د شورا کسان کابل ته ننوتل دوی په ډیره بیړه ځانونه د کابل تاریخي موزیم ته ورسول آو ۷۲۰۰۰ دو اویا زره تاریخي اثره ئې له دې موزیم نه غلا کړل.
کله چه طالبانو په کال ۱۹۹۷ کې کابل و نیو بیا هم د همدې تنظیمونو افرادو له کلبل نه د تیښتې پر مهال بانکونه، وسلې آو نورې ملي شتمنۍ له ځانه سره پنجشیر آو شمال ته و تښتولې چه تر اوسه پورې لادرکه دي.
۵ – د بډو اخستل:
په لوړه سویه آو لوی مقدار بډې معمولاً د لوړپولو دولتي مامورینو لکه وزیرانو آو معادل ئې هغه هم معمولاً له بهرنیو آو کله له کورنیو لویو کمپنیو نه د سترو قراردادونو لکه د معادنو د ایستلو، لویو ساختمانونو آو لارو د جوړولو، صادراتي، وارداتي آو نورو د تړلو په مهال اخستل کیږي.
په ټیټه کچه بډې معمولاً د نورو دولتي مامورینو له خوا د عوامو خلکو د کارونو د اجرا په وخت کې له دوی نه اخستل کیږي. معمولاً د قضا د څانګې مامورین، د ښاروالیو مامورین، د پولیسو آو ترافیکو ځنې افسران، د ګمرکاتو مامورین آو داسې نور، خلک د هغوی د کار د اجرا په وخت کې زوروي، کارونه ئې ځنډوي آو هغوی مجبوروي چه دې دولتي مامورینو ته د خپلو روا کارونو د اجرا د پاره چه هیڅ رنګه قانوني ممانعت هم نه لري بډې ور کړي. زه به تاسو ته یو ژوندی آو سترګو لیدلی حال بیان کړم چه سږ کال په کابل کې په ما تیر شو: (په همدې ۲۰۱۱ کال کې ما غوښته په کابل کې د یوه آپارتمان قباله واخلم، محکمې ته مې مراجعه و کړه، هغوې یوه فورمه راکړه چه باید د هغه ګذر د وکیل له خوا تصدیق شوې وی چه زه هلته آپارتمان لرم، د ګذر وکیل مو د تلفون له طریقه پیدا کړ، هغه و ویل «از طریق فلان رهنمای معاملات پیش بیائید» هماغه د معاملاتو رهنما مو پیدا کړ آو تماس مو ور سره و نیو هغه را ته وویل چه «وکیل صاحب ګذر پنجشیری است و در مقابل تصدیق هر فورمه ۳۰۰ دالر می ګیرد، فورمه و ۳۰۰ دالر تان را بمن تسلیم نمائید، فردا بیائید بګیرید.»)
ما چه دا حال و لید د بډو ورکول ډیر مشکله را ته و بریښیده ځکه په ټول عمر کې مې نه بډې اخستې وې آو نه مې ور کړې وې، له موضوع نه مې صرف نظر وکړ آو بیرته راغلم. اوس نو تاسې فکر و کړۍ چه یو د ګذر وکیل له مراجعینو نه ۳۰۰ دالره اخلي، تر هغو چه دا قباله پای ته رسیږي آو اخستل کیږي په څومره پیسو باید سړی محاسبه و کړي؟
II
د حاکمه طبقې د ستم په نتیجه کې د محکومو طبقاتو د ورځ په ورځ فقر، محرومیت آو نارضایتۍ زیاتیدل.
دا پروسه په افغانستان کې په اوسنيو شرایطو کې په څه شکل عملي شوې آو عملي کیږي:
۱ – د دوامداره جنګ په نتیجه کې په هیواد کې د امنیت آو سولې نشتوالی. عوام خلک د دې ډیر زیات دوامداره جنګ په نتیجه کې ډیر متضرره شول، د کورنیو غړي ئې له لاسه ور کړل، کروندې، ویالې، نهرونه، کاریزونه، ښوونځي، جوماتونه آو باغونه ئې وران شول. دا اوس هم هره ورځ مخصوصاً د هیواد په سهیلی آو ختیځو ولایتونو کې په لسګونو او حتی سلګونو کسان د نرو، ښځو آو کوچنیانو په شمول د دباندنیو د هوایی بمبارد، نظامی عملیاتو آو بمي چاودنو په نتیجه کې مري، د هیڅ چا ژوند، مال آو ناموس خوندي نه دي چه خلک له دې وضعې نه ډیر زیات په عذاب آو د یوه ستر بدلون (انقلاب) په امید کې دي چه دوی له دې بدبختۍ آو فلاکت نه و ژغوري.
۲ – عوام خلک د دولتي مامورینو د برخورد له شیوې نه ډیر په تکلیف دی، دوی له خلکو سره په برخورد کې له غرور آو بدې وضعې نه کار اخلي، د هغوی روا، حق آو قانوني کارونه په مختلفو بهانو ځنډوي، آزار ور کوي آو بډې ځنې غواړي.
۳ – د ربانی ترور آو د هغه په ارتباط شخصاً د حامد کرزي آو دولت موضع ګیری له یوې خوا خلکو ته ډیر زیات اسرار افشا آو حامد کرزی ئې د موجوده دولتي مشرتابه په شمول د خلکو په نظر کې لا هم منفور کړل:
– حامد کرزی په ډیره بیړه د ملګرو ملتونو سفر قطع آو د جمعیت تنظیم د مشر تابه د خوشحالولو په موخه کابل ته راغی، ده باید هلته د افغانستان د وضعې په ارتباط یوه بیانیه ورکړې وی، مګر نه ده په عمل کې و ښوده چه ده ته د هیواد آو خلکو د منافعو په پرتله د جمعیت تنظیم منافع ډیر زیات ارزښت لري.
– هغه حرکات چه ده د ربانی د ترور په خاطر و کول( له نیویارکه په ډیره عجله را ستنیدل، درې ورځې ملی عزا اعلانول، د جنازې د لمانځه په ورځ د یوه پولیس یا عسکر وظیفه اجرا کول آو په صفوفو آوقطارونو کې د خلکو تنظیمول، د وزیر اکبر خان په تپه کې د مړي د خښولو اجازه، دولتی ارګانونو ته د دولت په مصرف د ربانی د قبر د جوړولو هدایت آو داسې نور) یو ځل بیا هم ثابته کړه چه دی پخپله آو موجوده دولت کاملاً او ۱۰۰٪ د جمعیت د تنظیم په منګولو کې دي.
۴– څرنګه چه ما مخکې یو ژوندی سرګذشت ذکر کړ لکه په پاکستان کې، په افغانستان کې هم رشوت د ټولنې د کلتور آو فرهنګ یوه برخه ګرځیدلې آو دولتي مامورین له عوامو خلکو نه په ډیره سپین سترګۍ آو بدون له کومه ډاره هغه هم اکثراً په امریکائي ډالرو رشوت اخلي.
۵– کورني جنګ آو مرګ ژوبلې ډیر زیات دوام و کړ، خلک دولت متهموي چه د جنګ د ختمولوآو له وسله وال اپوزیسیون سره د ملي سولې آو پخلاینې د پاره هیڅ کوم مؤثر اقدام نه کوي آو له عوامو خلکو سره دا فکر پیدا شوی چه دولتي لوړ پولي مامورین آو د ولسي جرګې ځنې وکیلان چه اکثره ئې د اسلامي تنظیمونو قوماندانان دي آو د جنګ له طریقه ئې په ملیونونو ډالر پیدا کړي د جنګ په ادامه کې خپل منافع ویني چه دوی په هیڅ وجهه نه غواړی په هیواد کې جنګ ختم شي.
۶– په اقتصادی زیربنائي عرصه آو د خلکو د ژوند د بهبود دپاره د نړیوالو ډیرو زیاتو مالي کمکونو د راتوئیدو سره سره هم دولت د خلکو د ژوند د ښیګڼې د پاره هیڅ کوم مؤثر اقدام نه ده کړی آو دخلکو د ژوند شرائط مخصوصاً په لیرې پرتو سیمو کې ورځ په ورځ په خرابیدو دي. مثلاً په داسې حال کې چه افغانستان په خپله د برښنا د بندونو د جوړولو آو د برښنا د تولید ډیر زیات امکانات لري، مګر برښنا د منځنۍ ایشیا له هیوادونو نه را واردوي آو یا مثلاً د کرنې آو مالدارۍ د حالت د بهبود دپاره چه د افغانستان د خلکو د ملی عاید ډیره ستره برخه تشکیلوي هم هیڅ کوم مؤثر اقدام نه ده شوی، نه کوم آبګردانه بند جوړ شوی، نه کومه دښته خړوبه شوې آو نه د کرنې په میکانیزه آوصنعتي کولو کې کوم اقدام شوی، صرف د کوکنارو کرې ډیره وده کړې.
۷– خلک دولت متهموي چه د افغانستان په د ننیو چارو کې د ګاونډیو هیوادونو مخصوصاً پاکستان د لاس وهنو په مقابل کې هیڅ رنګه متقابله اقدام نه کوي. څو موده مخکې آو په همدې وروستیو کې د پاکستان پوځ د افغانستان په سرحدي ولایتونو باندې د توپچی آو توغندیو ډیر زیات انداختونه و کړل چه یو زیات شمیر خلک ئې مړه آونور ئې جبري مهاجرت ته مجبور کړل. د پاکستان استخبارات آی. اس. آی له همغه اوله د افغانستان په کورنیو چارو کې ډیره زیاته لاسوهنه کوي، هغوی افغان کډوال مخصوصاً د دوی اطفال مجبوروي چه په دینی مدرسو کې شامل آو هلته بیا د تروریستی اعمالو آو خان مرګه بریدونو درسونه ورکوي، د جنت په وعدو ئې تیر باسي آو افغانستان ته ئې د خلکو د وژنې، د ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو، سړکونو آو نورو عام المنفعه مؤسساتو د تخریب د پاره را آستوي.
۸– افغان اولس له دې اوسني پارالمان مخصوصاً ولسي جرګې سره هم په ډیر لوی جنجال سره اخته ده. وکیلان چه اکثره ئې د تنظیمونو قوماندانان آو مشران دي آو هر یوه د خپل وکالت د اخستلو د پاره ډیرې زیاتې پیسې لګولي، اوس کوشش کوي چه دا پیسې بیر ته په لاس را وړي، دې هدف ته درسیدو دپاره دوی اکثراً د استیضاح په بهانه په وزیرانو فشار اچوي، حتی هغوی تهدیدوی چه له څوکۍ به ئې لیرې کړي آو بډې ځنې اخلي، له خپلو مؤکلینو نه د هغوی د کارونو د اجرا په بدل کې هم له هغوی نه پیسې اخلی، دوی په وار وار په پارالمان کې منګولې سره و لګولې آو افغان اولس ئې د نړیوالو په سترګو کې ډیر بې عزته آو بې آبرو کړ.
پارالمان چه په اصل کې مقننه قوه ده ، مګر اکثراً وکیلان د اجرائیه آو قضائیه قوو په کارونو کې مداخله کوي. دوی کوشش کوي چه د دې دواړو قوو وظایف لکه د د دولتی چارواکو د مقررۍ، تغیر آو تبدیل آو د قضائی حکمونو د صدور مسائل په خپله اجرا کړي. چه د دې نورو قوو په کارونو کې د وکیلانو د ا مداخله د مقننه قوې آو دوو نورو قوو تر منځ د دایمي اصطکاک آو تصادم موجب ګرځیدلې ده.
زه فکر کوم چه د داسې یوه ملت د پاره چه د جنګ په حالت کې وي، وږی، بیکاره، بې سواده آوبې کوره وي آو د دمکراسۍ په واقعي مفهوم هم لا پوه نه شي د پارالمان موجودیت په هیڅ شکل د دموکراسۍ ممثل نه شي کیدلی، غیر له دې چه د یوې ډلې ماجاجویانو د پاره په سیاسی واکمنۍ کې د شرکت، لوړو دالري معاشونو آو سوء استفادې زمینه مساعده کړي.
۹– پاکستاني واکمنان د فشار د وسیلې په حیث افغاني صادراتی آو وارداتي ټوکي قصداً په خپلو بنادرو کې را ایساروی تر څو اکثره مخصوصاً تازه آو وچې میوې خرابه شي چه دا عمل حتی د دیورند د موافقه لیک خلاف هم دی اما متأسفانه افغان چارواکو د خپل موقف د له لاسه ورکولو له ډاره هیڅ کوم مؤثر آو متقابل اقدام نه ده کړی آو نه شي ئې کولی چه دې موضوع دولت د خلکو په نظر کې ډیر بې اعتباره کړی دی.
۱۰– له ټولو ډیره بده خبره داچه هم بهرني آو هم افغان چارواکي تل د رسانو له طریقه دا وایي چه تر څو پاکستان د افغانستان د سولې په راتګ کې کمک و نه کړي په افغانستان کې سوله نه شي راتلی.
زه نه پوهیږم آیا تر اوسه پورې هم افغان واکمنان آو بهرنیان د افغانستان په هکله د پاکستان له نیتونو آو پلانونو نه دي خبر؟ آیا ممکنه ده آو آیا دا به په سیاست کې ډیره ساده لوحي نه وي چه له دا سې یوه ستر دښمن نه لکه پاکستان دا امید و لرو چه په هند يا افغانستان کې دې سوله را ولي؟
د افغانستان جنګ د پاکستان د پاره د عوامو په اصطلاح ستر آب حیات آو ګاو شیري ده ، د افغانستان د جنګ په حساب پاکستان خپل استراتیژیک آوسیاسی متزلزله موقف په سیمه آو نړۍ کې ډیر مستحکم، له امریکې آو نورو هیوادونو نه ئې په ملیونونو ډالره کمک تر لاسه ، په افغانستان ئې دومره فشار راووړ آو راوړي ئې چه په لنډ مهاله کې ئې ځان د دیورند آو پښتونستان له جنجالونو نه هم بیغمه کړی آو د پښتونستان آو بلوچستان په سیمو کې ئې هم خپل بشپړ کنترول تأمین آو پوځی ګارنیزیونونه آوهډې ئې ځای په ځای کړې، نو څرنګه چه د افغانستان جنګ پاکستان ته دومره چانسونه آو خوشبختي ګانې ور په نصیب کړې آیا هغه به و غواړي چه دا جنګ په افغانستان کې ختم شي؟ نه هیڅ کله هم نه.
له بلې خوا ښایی په یوه بل واقعیت هم ځان ښه پوه کړو آو هغه دا چه پاکستان کوم تاریخي واقعیت نه دی، د هغه خلاق(انګلیس) هغه د خپلو لنډ مهاله آو اوږد مهاله اهدافو د پاره جوړ کړ چه د هغه د موجودیت آو بقا رمز صرف په دې کې دی چه د خپل خلاق دا اهداف تر سره آو نړیوالو، ګاونډیانو آو مخصوصاً هغو دوو ګاونډیانو ته چه د هغو له وجوده دی را جوړ شوی دی( افغانستان آو هندوستان) ته په دوامداره شکل پروبلمونه آو جنجالونه خلق کړي آو که داسې و نه کړي خو دی په خپله مري.
III
په افغانستان کې په اوسنیو شرائطو کې یو سیاسي سوله ایز بدلون څرنګه منځ ته راتلی شي؟
څرنګه چه مخکې مو وویل چه په یوه ټولنه کې د یوه انقلابي بدلون یا انقلاب لپاره له انقلابي وضعې یا عینی شرائطو نه پرته د ذهنی شرائطو یعنی یوه متشکل مترقي سازمان موجودیت چه و کولی شي د خلکو تودې انقلاب ته آماده، انقلاب رهبري آو په ثمر ئې ورسوي هم ضروري دی چه متأسفانه اوس په هیواد کې داسې یو واحد، متشکل او مترقي سازمان وجود نه لري، که وجود لري هم نو په ټوټو او جزائرو ویشل شوي دی آو که دوی غواړي په هیواد کې یو تاریخي، وطنپرستانه آو ضروري رسالت تر سره کړي ښایی سره یو شي.
که د افغانستان د سیاسي سازمانونو تیرې ته نظر واچوو زه فکر کوم چه اسلامي احزابو په افغانستان آو د نړۍ په اکثره هیوادونوکې ډیره بده نتیجه ورکړه، سیاسی قدرت ته له رسیدو وروسته د دې ګوندونو مشران آو لوړپولي قوماندانان تنها د پیسو په ټولولو، کورونو په اخستلو، دولتی ځمکو په غصبولو آو په خپل منځ کې په جنګونو آو ښارونو آو کلیو په ورانولو مصروف شول چه خلک له دوی نه ډیر زیات ناراضه شول آو ډیره بده خاطره ترې نه لري. په چپو ګوندونو کې د ماؤئستي ډلو حساب هم ښه نه ده معلوم چه آیا دوی یو واحد آو متشکله سازمان لري آو که د پخوا په شان په څو ډلو ویشل شوي دي.
د ګوندونو له تیرو کړنو، تجربو آو د دوی له ټولنیز ترکیب نه د افغانانو انګیرنه دا ده چه تنها د وطن ګوند چه په تاریخي مشخصو شرائطو کې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند پر بنسټ جوړ آو په ډیرو سختو تاریخی شیبو کې ئې د خپل رهبر شهید ډاکتر نجیب الله تر رهبرۍ لاندې د ملی پخلاینې، سولې آو د افغانستان د پرمختګ چیغه پورته کړه چه د افغانانو آو نړیوالو له خوا ئې ډیر ښه هرکلی و شو. اما متأسفانه د روغې جوړې آو ملي پخلاینې دا وطنپرستانه پلان د وطن آو خلکو د دښمنانو د توطئو په نتیجه کې شنډ آو د دښمنو هیوادونو په استخباراتي کړیو کې د یوه طرح شوې کودتا په نتیجه کې د وطن ګوند حاکمیت ته خاتمه ور کړه شوه چه د ګوند مشر بندي آو بالآخره په شهادت ورسید آو د ګوند اکثره غړي له هیواد نه اجباري مهاجرت ته مجبور آو د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې تیت شول چه ګوند هم خپل وحدت آو مرکزیت له لاسه ورکړ.
اګر که ګوندي ملګري آرام کښی نه ناستل آو هر چیرې چه وه بیا ئې ملګري سره را ټول آو خپل سازمانونه ئې ایجاد کړل، مګر متأسفانه تر اوسه لا په همغه پخواني چوکاټ کې د ګوند په رغولو نه دي بریالي شوي.
په هیواد کې د ننه هم ملګرو ډیر تلاش و کړ آو په اکثره ولایاتو کې ئې ګوندي ملګري بیر ته تنظیم کړل.
د ما وړاندیز د وطن ګوند ټولو غړو آو افغانانو ته چه زړه ئې په وطن آو خلکو خوږیږي دا ده چه په وطن کې د جنګ آو وروروژنې، چور آو چپاول، فساد، خیانت، رشوت آو قاچاق ، د بیت المال، عامه شته منیو، ملی موزیمونو آو تاریخی آثارو د غلا کولو د ختمولو ، د ګاونډیو مخصوصاً پاکستان د بیشرمانه لاسوهنو د مخنیوی، د بهرنیو ځواکونو د وتلو د زمینې د مساعدولو آو د هیواد د حیثیت، آبرو، پرمختګ آو ترقۍ د پاره دې ژر تر ژره سره یو آو متحد شي، يوه واحده رهبري دې ایجاد آو په افغانستان کې دې د بدلون د پاره پیشدار آو مخکښ و ګرخي.
په هیواد کې یو سوله ایز بدلون په څو شکله عملي کیدی شي:
الف – کله چه ګوند بیرته سره یو شي آو د یوه ستر سیاسی قدرت په توګه په ټولنه کې ځان تثبیت کړي، نړیواله ټولنه آو هغه هیوادونه چه په اصطلاح اوس ئې د افغانستان د مسائلو سر رشته په لاس کې ده آو دلته نظامي حضور لري آو پیسې مصرفوي آو له ډیره وخته د دې موجوده دولت چه د دولتي ماشین اکثره چلوونکی ئې د اسلامي تنظیمونو مخصوصاً شمال ټلپالې غړي دي ډیر په تکلیف دي آو د دوی الترناتیف لټوي. نو په دغه حالت کې به دوی خپله د وطن واحد، یو پارچه آو قوی ګوند ته مراجعه و کړي آو د واک د اخستلو غوښتنه به ځنې و کړي.
ب – د انتخاباتو له طریقه: کله چه د وطن ګوند بیر ته سره یو ټوټه آو خپل فعالیت ئې اعاده کړ، افغان اولس چه له اوسني دولت نه په اصطلاح تر سپږمو راغلي آو یو عاجل او فوري بدلون ته سترګې په لاره دي د دې ګوند پلوي به وکوي، د ګوند غړي هم باید په متقابل شکل په تودو کې تنویري آو توضیحی وسیع کار و کړي آو د موجوده دولت ضعیفې نقطې ور په ګوتو کړي.
اګر که په دا اوسنیو شرائطو کې په افغانستان کې چه خلک ئې ډیر فقیر آو یوه ګوله ډوډۍ ته حیران دي غیر له اسلامي تنظیمونو نه نور احزاب په انتخاباتو کې دومره چانس نه لري، دې تنظیمونو چه د عامه آو شخصي شتمنیو د چور آو چپاول له لارې ئې ډیرې پیسې پیدا کړي دي آو غربي هیوادونه ئې هم ملا تړ کوي، مګر په هر شکل چه وي په خلکو کې هدفمند توضیحي کار خپلې نتیجې ور کوي.
ج – لکه په عربي هیوادونو مخصوصاً تونس آو مصر کې د سوله ایزو لاریونونو آو تظاهراتو له طریقه.
افغانستان هم یو اسلامي ټولنه ده آو له عربي اسلامي نړۍ سره ډیرې مشترکې وجهې لري. د دې عربي هیوادونو خلک هم له خپلو دولتونو سره ډیر په عذاب وه، د دوی ملي شته مني ئې غلا کولې، په فساد، رشوت آو سوء استفاده کې غرق وه آو د خپلو هیوادونو د آبادۍ آو د خلکو د ژوند د ښه والي د پاره ئې هیڅ کار هم نه کاوه آو په کلونو کلونو ئې په سیاسی قدرت باندې خیټې اچولې وې.
د دې له پاره چه دا رنګ لاریونونه سازماندهي آو نتیجه ور کړي بیا هم د یوه مترقي سازمان یا سازمانونو موجودیت ته ضرورت شته چه هم خپله خلک لاریونو ته آماده کړي آو هم د مسلحو قواوو(اردو، امنیت آو پولیسو) له افسرانو سره پوره توضیحي کار و کړي چه په لاریون کوونکو ډزې و نه کړي آو که د خلکو صفوفو ته نه ور ګډیږي، اقلاً بی طرفه پاتې شي.
د عربي هیوادونو په پرتله باید په افغانستان کې درې نور فکتورونه چه ډیر مهم دي په نظر کې و نیول آو محاسبه شي:
- – د جنګ حالت،
- – د مسلح اپوزیسیون موجودیت،
- – د دباندنیو قوتونو موجودیت.
د سیاسي واک تر لاسه کولو وروسته به نوې واکمني کوم عاجل وظائف و لري:
– په هیواد کې د اوږده کورني جنګ خاتمه، ملی پخلاینه آو ملی وحدت.
– د یوې مودې د پاره د اضطرار حالت اعلانول، د پارالمان آو اوسني اساسی قانون فوری لغوه کول آو د یوې لویې جرګې په ترځ کې (چه په هیڅ صورت لکه تیره لویه جرګه د تنظیمونو آو قوماندانانو لویه جرګه نه وي) د یوه نوي اساسی قانون تدوینول.
– د یوه نوی سیاسی- ټولنیز نظام جوړول (چه په هیڅ صورت قومی- تنظیمی بڼه و نه لري) بلکه د وخت آو زمان له غوښتنو سره برابر ملی – دموکراتیکه بڼه و لري چه په رښتیا سره هم د خلکو نماینده آو د هغو په خدمت کې وي.
– کار د کار اهل ته سپارل. په مهمو عُهدو باندې د نالایقه، بې کفایته، فاسده آو غیر مسلکي افرادو تقرر د دښمن د استخباراتي جنګ یوه ډیره مهمه برخه ده.
(له کوم انګلیس نه چا پوښتنه کړې وه چه په استعماري سیاست کې د تاسو د دې لویې بریا رمز څه شی دی؟. ده په جواب کې ور ته ویلي وه چه د «ډیوایډ انډ رول یعنی تفرقه واچوه آو حکومت و کړه» پالیسی چه دوه برخې لري: یوه برخه ئې د قدرت د مُدعیانو، اقوامو، مذاهبو آو ژبو تر منخ اختالافاتو ته لمن وهل آو دوهمه برخه ئې په مهمو پُستونو باندې د نالایقه، غیر مسلکي آو مفسده افرادو تقرر).
– د افغانستان د حرب له دکتورین سره برابر د یوې مودرنه آو پیاوړې اردو جوړول چه په مودرنو آو پرمختللیو وسلو سمبال آو د افسرانو کادر ئې مسلکی آو لوړ تحصیلات و لري. د اردو له څنګه د بیداره، پاک آو مودرنه پولیسو آو ملي امنیت لرل هم د یوه ملت آو دولت د ملي شتون تضمین کوونکي دي. (دا درې واړه ارګانه هم باید د تنظیمونو آو تنظیمي غیر مسلکي آو بی نظمه افسرانو له وجود نه پاک شي).
افغانستان په خپله باید د نظامي صنایعو آو د وسلو د تولید آو نظامي کارخانو خاوند شي. هیڅ کله جنګ په پردیو مرمیو آو وسلو نه شي ګټل کیدلی.
– په اقتصادي برخه کې د ملي اقتصاد د بنسټ (زیر بنا) جوړول چه دا ستره وظیفه باید دا لاندې وظائف اجرا کړي:
الف – په اقتصادي آو ټولنیزو ټولو عرصو کې د خپلو ملي کادرونو روزل، د ټولو نرو آو ښځو د پاره د ښوونې آو روزنې د شرائطو برابرول آو د خلکو با سواده کول. دا هدف په ټول هیواد کې (نه تنها په کابل کې) د ښوونځیو، مسلکي تعلیمي مؤسسو، آو پوهنتونونو په جوړولو سره تر سره کیدی شي.
ب – د فقر آو غُربت له بینه وړل آو ټولو خلکو ته د کار، مصروفیت آو عاید زمینه برابرول. ( هیواد باید د وخت په تیریدو سره له اقتصادی آو مالی نظره کاملاً په خان متکي شي ( ما دا واقعیت په وار وار سره په ډاګه کړې ده چه هغه هیوادونه چه له اقتصادي نظره په ځان متکي نه وی آو یا اقلاً یو قوی ملی اقتصاد و نه لري په هیڅ صورت له سیاسی استقلال آو آزادۍ نه نه شي بهره مندکیدلی) .
پ – د کرنې، اوبو آو مالدارۍ په برخه کې چه عجالتاً د هیواد د اقتصاد اساسی سکتور جوړوي، باید په ټول هیواد کې د آبګردانه بندونو، نهرونو آو ویالو په جوړولو سره د اوبو پروبلم آو معضله حل شي.
شاړې ځمکې آو دښتې باید خړوبه شي، زراعت په تدریج سره میکانیزه شي ځکه اوس د غویي وخت تیر آو نه په عنعنوي زراعت سره حاصلات زیاتیدلی شي. د اصلاح شویو تخمونو،د حیواناتو د اصلاح شویو نسلونو آو واکسین ترویج آو د زراعتي آو حیواني محصولاتو د پاره په هیواد کې د ننه آو له هغه نه بهر د بازارونو پیدا کول.
ت – د ترانسپورت آو حمل آونقل په برخه کې، د موجوده سړکونو پراخول آو پخول، په ټول هیواد کې د اوسپنې د پتلۍ آو په لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې ترانسپورت جوړول آو د هیواد په اکثره ښارونو کې د هوایی ډګرونو جوړول.
ج- په هره قریه آو کلي کې د هر افغان کور باید بدون له استثنا نه بریښنا و لري. په هیواد کې د ملي بریښنا د تولید ظرفیت ډیر زیات دی چه د بندونو په جوړولو آو د بریښنا د مزو په غزولو سره به نه تنها کورونه په بریښنا روښانه شي بلکه د صنایعوآو تولیدی مؤسساتو د پاره به هم بس شي. مونږ باید جداً له توریدي بریښنا نه ډډه و کړو، هغه بریښنا چه سوچ ئې د بل په لاس کې وي زمونږ کور نه شي روښانه کولی.
چ – د ملی اقتصاد د پیاوړی کیدلو آو تنها د یوه مصرفوونکي آو واردوونکي ملت له حالت نه د وتلو له پاره د سپکو آو درندو صنایعو آو وسلو کارخانې آو فابریکې جوړول.
ح – د معادنو را ایستل.
د دې ټولو پور تنیو پلانونو آو پروژو د تطبیق د پاره پیسې په کار دي، افغانستان اصلاً یو فقیر هیواد نه دی بلکه یو غنی هیواد دی آو ډیری زیاتې طبعی زیرمې، امکانات آو معادن لري چه د هغو په را ایستلوآو له هغو نه په استفادې سره به دولت آو خلک ډیر شته من شي. د اکثره هیوادونو طبعي زیرمې مخ به خلاصیدو اما د افغانستان اکثره طبعی زیرمې لا تر اوسه په خپل حال پاته دي.
د پیسو یوه بله ډیره لویه منبع: متأسفانه د افغانستان د اوږده کورني جنګ په ترځ کې داسې شرائط منځ ته راغلل چه معمولاً مرکزي دولتونه ضعیف، مرکزیت آو حتی دولتی حاکمیت په اکثره مناطقو کې کاملاً له بینه ولاړ چه د سوء استفاده ګرو آو فاسده افرادو د سوء استفادې د پاره ئې ډیره ښه زمینه مساعده کړه آو یا دا چه حتی مرکزی دولتونه آو لوړ دولتي پُستونه د ډیرو فاسده آو سوء استفاده ګرو افرادو لاس ته ورغلل (مثلاً د برهان ا لدین ربانی یا حامد کرزی د واکمنیو وختونه) چه دې افرادو د دولتي آو شخصی شته منیو آو ملکیتونو د غصبولو، خرڅولو، رشوت، قاچاق آو چور آو چپاول له طریقه (حتی ځنې افواهات یا شواهد موجود دي چه ځنو تنظیمي ګروپونو دې د دولتی قدرت تر لاسه کولو وروسته د ملی اردو سلاح هم په ګاونډیو دښمنو هیوادو پلورلې وي) ډیرې زیاتې پیسې پیدا کړې چه د دې ټولو پیسو مجموعه امکان لري ملیاردونو ډالرو ته ورسي آو اکثره ئې د دباندنیو هیوادونو په بانکونو کې سپما شوې وي.
د دې پیسو د بیر ته را مستردولو آو د دولت د ملی بودجې د پیاوړي کولو په موخه باید په بهر آو د ننه په افغانستان کې د ټولو هغو افغانانو آو د دوی د اولادونو په نامه دارایی آو ملکیتونه تثبیت آو کنترول شی چه د ظاهر شاه له وخته لا تر اوسه ئې په داسې مقامونو وظیفه اجرا کړې وي چه د سوء استفادې امکانات ئې در لودل او همدا رنګه د هغو تنظیمي رهبرانو آو قوماندانانو دارایی چه هغوی د چور آو چپاول آو غلا امکانات در لودل.
آو د هر هغه چا شته منۍ آو نغدې پیسې چه د ده له عاید سره سر نه خوري معلومه ده چه دا ثروت آو پیسې دوې له غیر قانونی لارې پیدا کړي دي، بناءً د دوی پیسې آو ملکیتونه باید ظبط آو پوښتنه ترې نه و شي.