کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې ( 8مه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې ( 8مه برخه)

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولئ


( مذهبي او ټولنيز غبرګونونه )


لومړى څپركى:


ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)


ژباړه: جاويد واك



د افغان _ انګرېز لومړۍ جګړه(1838 _ 1842م )


پاتې برخه:


كه څه هم انګرېزانو د هماغه كال په سپتمبر مياشت كې د غچ اخيستو په موخه پر كابل ښار پوځي بريدونه وكړل او د دې حملو په ترڅ كې يې د كابل د ښار يوه څنډه وسوځوله، خو په افغانستان كې يې د خپلو ځواكونو شتون ته كومه ځانګړې دايمي حل لاره پيدا نكړه. هماغه وو، چې په بيړه له افغانستانه ووتل او هندوستان ته لاړل.


له هغه وروسته انګرېزانو هڅه كوله، چې افغان چارواكو ته د سولې له لارې را وړاندې شي. په دې وخت كې نو انګليسي پاليسي جوړونكي دې پايلې ته رسيدلي وو، چې په افغاني چارو كې نه لاسوهنه او بې طرفي د دوى په ګټه ده.


له انګرېزانو سره د سولې د موافقې په ترڅ كې امير دوست محمد خان، چې په ۱۸۳۴ زېږديز كال كې يې قدرت تر لاسه كړى وو، بېرته د باچاهۍ پر تخت كېناست.


په (۱۸۴۲_۱۸۶۷م ) كلونو كې د امير دوست محمد خان دوباره واك ته رسېدل، تر ډېره د هغه د ځوى سردار محمد اكبر خان، چې له انګرېزانو سره د جهاد په وجه يې ډېر شهرت تر لاسه كړى وو، تر اغېزې لاندې وو.


امير دوست محمد خان د سدوزيانو خانداني سلطنت تاسيس كړ، چې دغه سلطنت بيا د ۱۹۷۳ م كال تر جمهوري دولته دوام وكړ.


دوست محمد خان د (شاه) د كليمې پر ځاى د (امير) كليمه ځانته غوره كړه. دغه لقب د مير واعظ كابلي د ځوى مير معصوم لخوا هغه ته وړاندې شوې وه، چې امير دوست محمد خان هم ومنله.       ۶۶


همدا راز امير دوست محمد خان ته د مير واعظ كابلي لخوا د امير المومنين لقب هم په دې خاطر وركړل شو، چې هغه له هندي رنجت سنګ سره جهاد او مقاومت كړى وو. رنجت سنګ به ډېرى وخت په افغاني خاوره بريدونه كول، چې د امير دوست محمد خان لخوا يې مقابله كېده.            ۶۷


د امير دوست محمد خان له مهمو كارونو څخه د يو واحد هيواد جوړول وو. هغه د قدرت د استحكام په موخه له خپلو ټولو ورونو، چې هر يو يې د قدرت په لټه كې وو او همدا راز له انګرېزانو سره په متوازنه توګه اړيكې وساتلې. د همدغو محتاطانه اړيكو له امله امير څو ځله په هيواد كې د ديني او مذهبي كړيو له سختو مخالفتونو سره مخ شو.


همدا راز ديني علماوو په ۱۸۵۷ او ۱۸۵۸م كلونو كې په ښكاره ډول د هغه په وړاندې راپورته شول. دا هغه و خت وو، چې امير دوست محمد خان د ځينو مجبوريتونو له امله له انګرېزانو سره ځيني تعهدات وكړل، چې د همدې تعهداتو له امله پېښور او د افغانستان ځيني جنوبي سيمې برېتانوي هند پورې وتړل شوې.        ۶۸


امير دوست محمد خان د مذهبي او ديني ډلو د پر لپسې غوښتنو له امله په ۱۸۵۸م كال كې د پېښور د بېرته نيولو او په هندوستان كې د مسلمانانو د حقونو د خوندي كېدو په موخه عملا مقاومت وكړ.  ۶۹


د امير دوست محمد خان د دورې له دومره كړكېچونو سره، بيا هم امير وتوانېد،چې د شرعي اوديني شريعت په ملاتړ كې خپل كورنۍ حيثيت د يو با ديانته او پرهېزګاره مسلمان په توګه وساتي.



د هند او افغانستان په پولو كې د مبارزينو را پيدا كېدل:


د انګرېزانو لخوا د پېښور د اشغال او په ۱۸۵۸م كال كې د مسلمانانو ماتې خوړل، د دې سبب شول، چې يوه بله انګرېز ضد ډله د افغانستان او هند تر منځ په قبايلي پښتنو كې را منځته شي.


د دغه جنبش مشري د سوات لوى ملا ښاغلي ملا عبدالغفور، چې په اخند زاده صاحب مشهور وو پر غاړه لرله.


دغه كس د قادريه طريقې د يو شيخ په توګه، چې روحاني مقام يې د پيرۍ او مريدۍ له مخې په اتم پړاو كې شيخ عبدالقادر ګيلاني ته رسېده، په ۱۸۷۸م له نړۍ څخه سترګې پټې كړې.


اخندزاده صيب په قبايلي پښتنو كې د پراخ نفوذ خاوند وو.هغه په لږه موده كې دقبايلي سيمو ټولې ډلې سره منسجمې كړې او د يوې جنډې تر سيورې لاندې يې له انګرېزانو سره مقابلې ته ودرولې.   ۷۰


اخندزاده صيب د غازيانو په مټ،چې ډېرى يې خپل پيروان وو،په دې بريالى شو، چې د انګرېزانو پر وړاندې له پېښور څخه د غزا او جهاد يو ګرم ميدان جوړ كړي.


خپله انګريزانو هغه د يو قدرتمند ديني عالم او مبارز په توګه توصيف كړى. انګليسانو ويلي، چې هغه به شپه او ورځ د دوى پر ضد د دسيسو په جوړولو بوخت وو.   ۷۱


په ۱۸۶۳ م كال كې مبارزشخصيت ملا اخند زاده د امبيلا په جګړه كې د هندي مسلمانانو په ملاتړ غږ پورته كړ او له هندي مسلمانو ډلو سره يې، چې د انګرېزانو لخوا د شر پسندو ټاپه پرې لګول شوې وه، مرسته وكړه.  ۷۲


په دې توګه قبايلي سياست، چې له انګرېزانو سره د مخالفتونو په يو ستر اړخ بدل شوى وو، د قبايلي پښتنو په يو ستر ځواك هم بدل شو. د ډېورنډ د كرښې دواړې خواوې پښتانه قومونه يې د دوى د دښمن (انګرېز) پر ضد په يوه غږ كړل.


په راتلونكو څپركيو كې به ولولئ، چې د همدغو قبايلي انګرېز ضد سياستونوله امله په لسګونه كاله د افغانستان او برېتانيا اړيكې اغېزمنې وې.


ملا نجم الدين(د هډې ملا)، ملا محمود اخند زاده، ملا ولي محمد(سپرى ملا)، پلم ملا، ملا صاحب زاده موسهي، ملا حمزالله، سيد اكبر اكاخېل، او ملا عبدالوهاب مانكى د ملا عبدالغفور(ملا اخند زاده) له مشهورو شاګردانو او لارويانو څخه وو، چې ټولو د خپلو ټينګو تعهداتو له امله د انګرېزانو پر ضد خپلو جګړو او جهاد ته دوام وركړ.



لمنليكونه


۶۶- ديني علماوو استدلال كاوه، چې يوازې اميرالمومنين كولاى شي، د جهاد اعلان وكړي. پرته د امير له اعلان څخه اسلامي جنګيالي نشي كوى د شهادت لوړه مرتبه ترلاسه كړي. له همدې امله مير واعظ د كابل په عيد ګاه جومات كې د يو لړ مراسمو په ترڅ كې رسما د امارت تاج د امير دوست محمد خان په سر كېښود او هغه ته يې د اميرالمومنين خطاب وكړ. (موهن لال، د افغانستان امير دوست محمد خان، دويم ټوك، ۱۶۸- ۱۶۹ ؛ فيض محمد كاتب، سراج التواريخ، لومړۍ ټوك، ۱۲۷.) او په دې ډول د سلطنت لېږد د سدوزيو له كورنۍ څخه د محمدزيو كورنۍ ته رسمي بڼه خپله كړه.


۶۷- فيض محمد كاتب، سراج التواريخ؛ رښتيا، افغانستان په نولسمه پېړۍ كې، ۶۳.


68 _ Gregorian, The Emergence of Modern Afghanistan, 83.



۶۹_ دا چې دوست محمد خان له انګرېزانو څخه د پنجاب او نورو سيمو په ترلاسه كولو كې له دغه فرصته ګټه پورته نكړه، نو په اړه يې امير عبدالرحمن خان تاسف كړى.(مير منشي، د امير عبدالرحمن ژوند، لومړى ټوك۶۹- ۷۰.)


۷۰- د ملا اخند زاده د لړۍ له يو وروستني شيخ سيد عبدالقيوم مشهور په پاچاه صاحب سره د مولف مركه، پېښور، ۱۹۹۴ سپتمبر مياشت.


71 _ Raverty, Notes on Afghanistan and Baluchistan , 251, f.n.


72- Mac Mahon and Ramsy, 22.