کور / هراړخیز / مافیا او د هغې په هکله د روبرتو ساویانو لیکني

مافیا او د هغې په هکله د روبرتو ساویانو لیکني

روبېرتو ساویانو ایټالوی  لیکوال او ژورنالیست دی چې د ۱۹۷۹ کال د سپتمبر په ۲۲ د ایټالیا په ناپلیس  کې زېږېدلی دی. د روبېرتو ساویانو پلار کاتولیک عیسوی وو پداسي حال کې چې مور یې بیا یهوده وه.  ساویانو د ناپولي د فېدرېسېو له پوهنتون نه د فلسفې په برخه کې فارغ شوی دی او په ایټالیا کې د (اېل اېسپرېسو) او (لا ریپوبلیکا) او ګڼشمېر نورو مجلو سره همکاري لري.
ساویانو په ۲۰۰۶ کال کې د کامورا په هکله خپل فلم شوي لیکلي اثر(ګومورا) دشهرت لوړو ته ورساوه. دی په خپلو لیکنو، مقالو، تلویزیوني خپرونو او کتابونو کې د لیکنې له یو نیمه داستاني او نیمه مستند سبک نه په کار اخیستنې سره د ناپولیتاني مافیایي سازمان کامورا د فعالیت ساحې او کاروباري اړیکو نه پرده پورته کوي. ساویانو د خپل فعالیت په تړاو څو څو ځلي د ناپولیتاني مافیوزو د لیډرانو له خوا په مرګ ګواښل شوی دی. په دې لړ کې یو له هغو ډلګیو نه چې د جنایي پولیسو محقیقینو یې نوم په خپلو څېړنو کې راوسپاړه د کاسالېسي د قوم مافیایي ډلګی ده. محقیقین په دې باور وو چې (کامورا) د (کاسالېسي) قوم مشر (جېوسېپي سیتولا) ګمارلی وو  ترڅو (روبېرتو ساویانو) د کامورا په هکله د لیکلې کتاب په تړاو ووژني. د ۲۰۰۸ کال په مني کې د (کاسالاسي) د قوم د مشر، ترورځي (کارمینه شیاوونه) چې د پولیسو مخبر وودا خبره افشا کړه چې  د قوم ډلګۍ یې د ساویانو د له منځه وړلو پلان لري. دوی غوښتل چې هغه د روم او ناپولي تر منځ په غزیدلي لو لار کې د بمي چاودنې پر مټ ووژني. د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر د ده د ساتنې لپاره پولیسي ساتندویان ګمارلي او د ایټالیې نامتو لیکوال او فیلسوف (وومبېرتو ېکو) بیا د ده باجرئته او مېړنې چلند ته په پام سره ده ته د ملي اتل په سترګه ګوري. د مافیايي ډلګیو لخوا د روبېرتو ساویانو د وژلو د پلان له رابربنډېدو سره جوخت روبېرتو ساویانو له یو قید او محکوم ژوند نه د راوتلو او د خپل نورمال ژوند د بیا بسېا کولو په نېت له ایټالیي نه د وتلو د نېت د درلودو اعلان وکړ.
د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې د نوبل د جائېزې شپږو ګټونکو هر یو ترکي لیکوال (اورهان پاموک)، ایټالوي ننداره لیکونکی (داریو فو)، ایټالوی عصب پېژانده او تلپاتي سناتوره (ریتا لېوي مونتالچیني)، د جنوبي افریقې د اپارتایئد ضد غورځنګ یو لیډر او د سولې فعال دېسموند توتو، جرمنی شاعر، ننداره لیکوال، هنرمند او مجسمه تراشه (ګیونتېر ګراس) او د پخواني شوروي اتحاد مشر میځایئل ګرباچوف په ګډه سره په (لا ریپوبلیکا) کې یوه مقاله خپره کړه په کومه کې چې یې د روبېرتو ساویانو د ملاتړ تر څنګ د (کامورا) د مافیایي سازمان په هکله ویلي وو چې دا نه یوازي امنیت او عامه نظم لپاره ستره ننګونه ده بلکه د ولسواکی په مقابل کې هم یو ستر خنډ دی. د دوی په اند ایټالوي دولت مکلف دی چې د روبېرتو ساویانو د ژوند ساتنه وکړي او هم له هغه سره د یو نورمال ژوند په بسېا کولو کې مرسته وکړي.


د ۲۰۰۹ کال د دیسمبر په لسمه روبېرتو ساویانو پداسې حال کې چې د نوبل جایئزې ګټونکی (داریو فو) هم حاضر وو، د (برېرا) د ښکلو هنرونو د اکادمۍ د افتخاري غړي لقب خپل کړ او هم یې په هنر او ارتباطات ښودنه کې د دوهمې درجې اکادیمیک دیپلوم، چې د مافوق لسان له درجې سره سمون لري، ترلاسه کړ. ده بیا  خپلي دا جایئزې په میلان کې مېشتو سویلي ایټالویانو ته بېلي کړې. د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې ده د ایټالوي تلویزیوني چېنل (رای ۳) د (ویېني وییا کون مي) یا راځه چې له ما سره ځو، د څلوراونیزې خپرونې کوربه توب له (فابېو فازېو) سره په ګډه په غاړه واخیست چې زښته زیات لیدونکي او منتقدین یې ورخپل کړل. روبرتو ساویانو په دې وروستیو کې د (قانوني پېر) په نوم په یو فلم کې هم مرکزي رول تر سره کړی دی. دا فلم د ناپلیس ښار په ۲۰۲۰ کال کې انځوروی. د فلم مرکزي کرکتر(نیکولینو امور) ډېر ناببره د دې ښار د ښاروال په حیث ټاکل کېږي او د مشخصو پالېسیو د پلي کولو له لیاري د یوې ایډیالې ټولنې په جوړولو بریالی کېږي.
روبرتو ساویانو ته د ۲۰۰۹ کال د هانس شول او صوفییا شول د (خور او ورورشول) جایزه د المان په مونېخ کې ورکړای شوه. نوموړي د (شول)دا د لس زره یورو  جائیزه د خپل وروستي رومان (له مرګ سره مخاخکېدا) په ستاینه کې او خپلو موخو ته د ژمنتیا په ویاړ تر لاسه کړه. د دې جائیزې د ورکړې د ډلګی غړو د ده په رومان کې د یوې بېلې شاعرانه ژبې کارونه او د ده دا مېړانه چې هر هغه څه ته چې بل هیڅڅوک ورته په ایټالیا کې د ګوتنیونې جرئت نه لري خو دی یې رازونه سپړي، په خورا درنو ټکو وستایئله.
البته د (خور او ورور شول) جائیزه لسیزي کېږي چې د یوې المانۍ خورصوفیا شول او د هغې د ورور هانس شول په یاد کې اهدا کیږي. دې خور او ورور د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې کله چې د (سپینو زهرو) د ډلګی  غړي وو، د مرګ د خطر په منلو سره په مونیخ کې د وخت د تروریستي رژیم په مقابل کې مبارزه وکړه. د (خور او ورور شول) جائیزه هر کال هغه لیکوال ته چې په یو ډول نه یو ډول یې په خپلو لیکونو کې له مېړانې کار اخیستي وې او په دې توګه یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وي، ډالۍ کېږي. کریستا وولف، یورګن هابرماس، لیېا روش، نېکولا کیلیک او ارنو ګروین د  دې جائیزې له مخکینیو ګټونکو نه دي.
د ساویانو لیکني ترخي خو ریښتیني  او همزمانه د ښکلا په ګڼشمېر ظریفو مرغلرو سینګار شوي دي. دلته د ده ځني غوره لیکني تاسو ته هم درپېژنم.
 ګومورا (د اردن سیند ته څېرمه پروت ښار وو چې ویل کېږي د  دې ښار د و ګړو د نه جبرانېدونکو ګناهونو له وجې له الهئ غضب سره مخامخ شوی وو).
ګومورا د ساویانو هغه ناندریز کتاب دی چې د ډېرو په اند د ناپلیس د مافیا ستنې یې په لړزه راوستي او د کامورا په هکله او د کامورا پر ضد یې د عام ولس شعور راژوندی کړ. عام وګړي او په تېره بیا ځوانه طبقه د مافیا غړیتوب ته د یو خېالي، فلمي حالت په سترګه ګوري. دوی ته دا هر څه ډېر ساده او په ورته وخت کې مردانه برېښي. د ډېریو ګمان دا وي چې د  مافیا غړیتوب د شهرت، شتمنتوب او هوساینې لوړو ته رسېدا او د عام وګړي په سترګو کې  د مافیوزو د وېري او احترام  د زیاتېدا معنئ لري. دا ځوانان معمولا د امریکایي او هندي فلمونو تر اغېز لاندي دې سازمانونو ته مخه کوي او اصلا یې د خپل دې انتخاب په پایلو سر نه وي خلاص. د وسلې ګرځولو ته د نارینتوب او کاکه ګۍ د یو اساسي اصل په سترګه کتل کېږي او ځان او بل له خطرو سره مخامخ کول ورته کاکه ګي برېښي. ساویانو د خپلو افشاګریو پر مټ دې خېالي تصورونو ته د خپل ژوند پر بیه د پای ټکی ایښی دی.
نآپولي ـ ناپلېس( نوی ښار) زمونږ کابل ته په ورته والي د ایټالیې او اروپا یو له سابقه دار ترینه ښارونو څخه دی او زمونږ نوي ښار ته په ورته والي د مجرمینو د ماڼیو او بنګلو د خپل انداز یو بېل نندارتون دی. خپله ناپلېس د ایټالیا یو له تت مېشتوترینو ښارونو نه ګڼل کېږي چې په هرو ۱۱۷ مترمربع کې یو میلیون وګړي سره تخته کړای شوي دي. دا ولایت په ټوله کې دری میلیونه وګړي لري پداسي حال کې چې په ګاونډ کې پروت ولایت یې (کاسېرتا) یو میلیون وګړي لري چې ټولټال څلور میلیونه وګړي شي، لکه کابل. دا ښار له کابل سره په ورته والي کې ډېري شریکي پېژند نښي لري: د ناقانونه آباده شویو ودانیو مرکز، د تنګو او مار ته ورته پېچلو کولمه ایي کوڅو مرکز، د ناقانونه جرمي او غیر جرمي کاروبارونو ځاله، د دومره بېوزلو د خټینو کورونو په مینځ کې د زورواکو د مجلله ماڼیو شتون او له هر څه نه زیات ګام په ګام آبادی او آبادی او خلک او خلک؟ لکه کابل او ناپلېس چي د کوم اوښ کولمه وي: چې څومره ورغورځوي پکې څای شي، خو له دومره توپير سره چې دا د اوښ کولمه نه ډکیده لري، نه تشیده لري او نه هم زیانمنېدا؟ یا دا ده چې زیانمنېدا به لري خو دا ولسونه یې پروا نه ساتي. چې د نوک ځای وي نو ولي به د سوک ځای نه وي.  د اوزګارتېا رسمي ثبت شوي کچه(۲۰۰۶) ۳۰ سلمه، په ټوله ایټالیا کې ۱۰ سلمه.
د روبرتو ساویانو کتاب د همدې منطقې په هکله دی. د کتاب لیکوال، لوستونکي ته هغه ځایونه ورپېژني چې ډېر کمشمېر یې اصلا له شتون نه باخبره وو، له داسي کاروبارونو سره مو آشنا کوي چې اصلا به د چا باور نه راته چې یاره دا به هم شوني وي، داسي اقتصادي سیسټمونه راپېژني چې د خپلې خودسرۍ د مشخصې له برکته هیڅ ډول پولي نه پېژني او تل په هر ډول بحراني حالاتو او په هر ډول بازار کې په ګټه کې وې،بایله نه شته بورد دی بورد. مرګ نه لري، پای نه لري او غیر د لاانتها له کلمې نه بله هره کلمه کوچنۍ بلکه ذره بیني ورته ښکاري. د عام او جرمي ژوند تر منځ شته پرده یې ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د نه لیدو تر بریده شفافه ده او دا د نن ورځې خبر هم نه ده، اوږدې مودې کېږي چې همدا حال دی.
د ناپولي په منطقه کې د سازمان شوي جرم د ریښو نښي په ۱۵ پېړی کې موندلای شو، او د کامورا غړي بیا د ګواښلو یا بلک مېل کولو، لوټ، غلا، دوکې، شوکې، قاچاق، هدفمنده وژنو، جعلکاری، قمار، بدلمنی او بډو ډېر لرغونی دود  او غښتلی بکګرونډ لری. د هغه پیسو شمېر چې د دې مجرمینو زېرمو ته لار مومي د ریاضي له نابغه وو لار ورکوي او په کومه ظریفه طریقه چې بیا دا مرداري پیسې بېرته دولتي اقتصاد کې پېچکاري کېږي د عام وګړي عقل ته د نه منلو وړ خبر ده. د وسلو د قاچاق، د مخدره توکو د پېر اوپلور، د فاضله توکو د غیر قانوني خښولو، او د هر ډول غیر قانوني کمیشن کاریو دا مرداري پیسې بیا وروسته په بهر کې د ملکیتونواو یا هم د ناثبت شویو تجارتي توکو په پېر او یا د عیاشۍ او راحتطلبۍ په وسایلو د مصرفیدا په بڼه سپینېږي.
د دې کتاب لیکوال روبرتو ساویانو د رابربنډ شویو توکو لومړی لاس مواد په لاس کې لري. دی په یاده منطقه کې زېږېدلی او رالوی شوی دی، دی د دې بېلابېلو سیسټمونو  دننه او دباندي خپل خپلوان او ملګري لري او دخپل تنکي عمر ډېر کلونه یې د دغو ستونزو په څېړنه کار کړی دی او د کامورا د څار د پروګرام (اوسرواتوریو سولا کامورا) د پروژې فعال غړی وو. د ده د ناندریزو څېرو د شخصي ګالري نوم لړ بیا د بوډۍ ټال ته په ورته والي رنګین او د همدو څېرو ښه بېلوونکي وسېله ده، داسې چې لوستونکی کله هم د یو شخص د مستعار نوم د تکرار په صورت کې د هغه په پېژندلو کې پاتي نه راځي. دلته د  مافیا د کسانو له نوم سره د هغوی د ځپلمنځي کارونې لقبونو یادونه د کتاب افغان لوستونکی ته اتومات د خپل ټاټوبي د بد معاشره کسانو د نومونو پر ځای د هغو لپاره د ټاکل شوو منفي القابو کارونه ورپه یادوي، لکه احمد ګوشبریده، رفیع ای آدمخور، عبدل پکول، فهیم چپات، سراج راکتي او داسي نور.
د ۲۰۰۵ کال په پیل کې د ناپلیس شمال ته د (سیکوندلېانو) او (سکامپېا) په ښارګوټو کې د جرمې بانډونو تر منځ یوه ډېره غیر معمولي خونې جګړه ونښته چي پاتي ټول ولایت ته وغزېده. پدې خپلمنځي جګړو کې د بېساري وحشت نه کار اخیستنه او همدا ډول د وژنو شمېر د دې سبب وګرځېد چې د ایټالوي او نړیوالو رسنیو پام دې هغو منطقو ته ورواړي چې کمشمېر کسانو یې مخکي نوم اورېدلی وو او ډېریو خو اصلا د داسي ځایونو د شتون تصور نشوای کولای. دولت د ګڼشمېر پولیسو ګمارلو ته اړووت  او دا منطقې د پولیسو او ژورنالیستانو هډې وګرځېدي. ساویانو د دې هر څه په مرکز کې موجود وو او د دې ټولو پېښو د بکګرونډ په هکله او دا چې ژورنالیستانو بیا له دې پېښو سره څومره بېمسولیته چلند درلود، ځپل لوستونکي ته تر بل هر چا دقیق  انځور ورښيي .
دی په خپل (ویسپا) سکوټر سپور مونږ له ځان سره د پولیسو او بانډیتانو لخوا  د ښار محاصره شوو ناحیو ته  بیایي او په پټه مو د بانډیتانو د لیډرانو سوځولو ماڼیو ته د شا له لارې ورننباسي. دی مونږ د موډ د نړی له غیر رسمي فابریکو سره آشنا کوي، په کومو کې چې د نړیوال موډ د نړی ګرانترینه لوکستوکي له محتاجه کاریګرو نه د کار د ارزانه قوې په حیث د ناوړې ګټې پورته کونې له لاري، په ټيټه بیه تولیدېږي. ساویانو خپل لوستونکی له ځان سره هغو محکمو ته دننه کوي په کومو کې چې د جرمي ډلو استازي ډله ډله په سلګونو کلونو زندان محکومېږي، دی مونږ له ځان سره سکاتلند ته د همدي جرمي ډلګیو له پانګونو سره د آشنا کولو لپاره بیایي چې هلته یې د تجارت حساسي ساحي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي او دی مونږ له ځان سره د یوې تنکۍ بیګناه ماشومې جنازې ته بیایي او په منطقه کې له مسلط قانون سره مو اشنا کوي.
دا یو څرګند حقیقت دی چې ایټالیا د اروپا یو له فاسدترینو مملکتونو څخه دی او دا هم روښانه ده چې په دې مملکت کې جرمې بانډونه څنګه په خلاص لاس هر څه په خپله خوښه پر مخ بیایي او په ټوله کې په ټولنه کې څومره ژور نفوذ لري. په ایټالیا کې د جرمي شبکو او له سیاسي کړیو، کلیسا، پوځ، څارګرې ادارې، صنعت او له تجارت  سره د هغوی د رابطو په هکله زښته زیات رابربنډ شوي معلومات شته دي. د دومره زیاتو معلوماتو د شتون  معنئ دا نه ده چې رښتېا هم دومره ډېر جرمونه پېښېږي چې رسنۍ یې باید په هکله راپور ورکړي بلکه دا چې پدي ټولنه کې د داسي باشعوره کسانو کمی نشته چې ولس د دې ناخوالو له ژورو نه خبروي. د دومره پراخ انځور شتون په اصل کې د ژمنو پولیسو، (کارابینېېري)اربکیو، څېړونکو، د اپوزیسیون د سیاستمدارانو او د پلټونکوو ژورنالیستانو او لیکوالو د نه ستړي کېدونکو هڅو پایلي دي. رښتېا ده چې ایټالیا یو له هغه مملکتونو نه ده چې فساد پکې پښې غزولي او د پټ بازار او د جرمي سازمانونو  غښتلی پوځي ځواک یې یو وېروونکی حقیقت دی، خو دا هم رښتېا ده چې دا یو له هغو مملکتونو نه هم ده چې د دې ناخوالو په هکله یې وګړي د بل هر مملکت په پرتله زیات خبر دي او دا هغه وطن هم دی په کوم کې چې افشاګریوي نتیجه ورکوي او پایلي یې دومره غښتلي هم وې چې د بشپړ سیاسي سیستم پښې په لړزه راولي. ډېر پکي سر وخوري او بېساري زیاتي شتمنۍ هم پکې ضبط شي. په نورو اروپایي مملکتونو کې د ورته کچې د افشاګریونو نه شتون د دې معنئ نه لري چي هلته جرم تر ایټالیا کم دی، بلکه دا چې د دا ډول پلټونکې ژورنالیزم دود پکې په ورته کچه غښتلی نه دی.
هره ورځ کانتینرباري بېړی له چین نه له چینایي وړیا توکو سره د نړی په لور ورځوځي او بېرته په واپسۍ کې له ځان سره په چین کې د غیر قانوني خښولو لپاره ډول ډول فاضله مواد، ارتول شوي کمپیوټرونه، په ټنونو نامعلومه مایعات او هر ډول پاتي شوني وړي. د فاضله موادو همدا غیر قانوني کاروبار معمولا د کامورا له خوا اداره کېږي. چين د ناپلیس لپاره یوه اړینه مستعمره ګرځیدلي او په ورته وخت  کې ناپلیس هم د چین لپاره د ورته مستعمرې ارزښت لري.  ساویانو مونږ ته دا راښیي چې څنګه ټوله نړی په یو سیستم کې سره اوبدل شوي، څنګه کولای شو چې د نوي پېر اقتصاد د جرمي نړی  په هنداره کې وګورو او هم دا چې څنګه د نړیواله کېدو پروسه، جرم نړیواله همغږی ته اړباسي یا په بله عباره دا چې  جرمي  کړی په څومره ساده ګۍ سره یو د بل پل د نړی په ګوټ ګوټ کې موندي او څومره ښه همغږي سره لري. د   زهري فاضله موادو بېساري اندازه د بډي خوره رژیمونو په بکګرونډ کې خښیږي خو څوک نه پرې خبرېږي او نه یې مخ رالوڅوي. هر څه خرڅېږي خو چي پیسه ولرې.  
سره له دې چې دا کتاب د مافیا د تاریخچې او ودې په هکله بشپړترین کتاب نه دی خو دومره سړی په زغرده ویلای شي چې دا کتاب د سازمان شویو جرمي کړیو په هکله یو له مهمترینو هغو نه دی. د دې کتاب په لوستلو سره د ډېر څه په هکله زمونږ په لرلید کې  بدلون راځي، مونږ له دې سره آشنا کېږو چې له داسي کړیو سره په مبارزه کې حقوقي مرجعې له څه ډول ننګونو سره مخامخ کېږي او دا چې دوی څنګه او تر کوم بریده په راتلونکي کې د جرم د بېا پېښېدو مخنیوی کولای شي. د سیاست، تجارت او جرم ترمنځ شته رابطه او متقابله دوه اړخیزه ګټه پورته کونه یو بل څه دي چې لوستونکی ورسره آشنا کېږي. د ساویانو دا کتاب د کومو ناندریزو افشاګریو ټولګه نه بلکه د جرمي نړی د پېچلو لوبو د قطو رابرنډول او عام وګړی له دې لوبو سره آشنا کول دي. د ده د عام ولس د شعور د راويښولو همدا هڅي دي چې دی نن ورځ دې ته اړ دی چې څلورویشت ګنټې دي تر څار لاندي ژوند تېر کړي. پر ده د هغه څه په تړاو چې ده د مافیا په هکله لیکلي دي د مافیا لخوا د مرګ حکم صادر شوی دی، ځکه خو نو دا کتاب د بیان د ازادي او د ژورنالیستانو د ژوند او حقوقو مسله هم راپورته کوي.  
د ساویانود لیکنو بله غوره بېلګه د (ښکلا او دوزخ) د مقالو ټولګه د مقالو په پنځو څپرکو وېشل شوی کتاب دی. لومړی او دریم څپرکی  (سویل او هلته روان کاروبار) د ایټالیې په سوېل کې مخامخ د مافیا له کړنو سره سروکار لري او د ده د لیکنې همدا څپرکي دي چې د ده د توپاني مزاج ښه ویندویي کوي. ساویانو په بېړه، غصه خو په ورته وخت کې په شاعرانه ژبه د خپلې منطقې په تنګ چاپېریال کې د کامورا د مافیایي سازمان لخوا د اوسپنیز مټ په زور د ده د ماحول د اداره کولو رازونه هغوی ته په ورته بېرحمۍ سره راسپړي. خو د ساویانو دا غصه یوازي جرمي کړیو ته نه ده راجع، بلکه د عام ولس بې پروایي ته هم ګوتڅنډنه کوي. د ده په آند د مافیا د کړنو په مقابل کې د عام ولس غبرګون نه ښودنه او پټه خوله پاته کېدنه د ایټالیې د ننیو شتو ستونزو یو له اساسي اعواملو نه دی. 
د دې کتاب دوهم څپرکی(نارینه) د ځینو څېرو انځورکښنه ده، په ځينو حالاتو کې لکه د یو شمېر نارینه وو د فوتي اعلاناتو ټولګه چې وې په کومه کې چې یوازي یو ځای د یوې ښځې یادونه شوي له کومې نه چې دی متاثره شوی دی او په ډېره درنه سترګه ورته ګوري. په دې څپرکي کې به د داسي نارینه وو د کیسو له لړی سره مخامخ شی لکه د فوټبال نامتو لوبغاړی (لیونېل مېس سي)، روسي ژورنالیسته (انا پولیتکوفسکایه) او پیانو غږونکی (میشېل پېتروس سېاني) چې تل د ژوند د ستونزو په مقابل کې استواره او مقاوم پاته شوي دي.
د ساویانو د کتاب څلورم څپرکی په ادبیاتو او په سینمایی پرده د جګړې د انځورولو یوه کره کتنه ده. وروستی څپرکی (شمال) ښایي د دې ټولګې کمزوریترینه برخه واوسي. دا څپرکی په سویډن کې د نوبل د جائېزې کمېټې ته په یو لیک پیل کېږي او د روسي ژورنالیستي (انا پولیتکوفسکایه) په هکله ، هغه ښځه چې د روسې د چیچېنیا د ستونزو په هکله د خپلو لیکنو په مقابل کې ووژل شوه، په یوه مقاله ختمېږي. دا څپرکی په ټوله کې د لیکنې او د ادبیاتو د زور په هکله دی.
د روبرتو ساویانو د لیکنې د سبک مشخصه په ځانګړي ډول هغه وخت ښه بربنډه راووزي، کله چې دی د مافیا په هکله لیکنې کوې. راځی چې هېره نه کړو چې دا داسي یو کس دی چې په خپل وطن کې د روانو چارو په هکله د خپل ولس د خبرولو لپاره یې د نورمال ژوند په لور د شاته تګ ټول پلونه نړولي دي او څلورویشت ګنټې یې ساتنه کېږي.  د ده په لیکنو کې غصه یوه له عامو احساساتو نه ده چې ګام په ګام لیدل او محسوس کېږي خو دا ډول وینا له پوچوینې نه ډېر لري څه دي. د ساویانو ډېری لیکنې احساسات راپارونکو فلمي لیکنو ته ورته دې، کوم چې له لوستونکي نه ساه اخلې او د لازیات څه لوستلو ته یې تنده لازیاتوي.  د ساویانو لیکني د ده له عمر نه ډېري پخې او زړې برېښي، اصلا څوک د دې تصور نه شي کولای چې د دې لیکنو لیکوال به یوازې څه د پاسه دېرش کاله عمر ولري. د ی په خپلو لیکنو کې په ځانګړي ډول د ایټالیې ولس ته او په لویه کې غیر مستقیم ګڼو نورو ولسونو ته یو ژور او مهم پیغام لري. ساویانو لوړه قرباني ورکړي ده تر څو د ایټالیې د ناولیو کړیو ناوړه کړنې او دهغو پایلي خپل ولس ته راوسپړي.  
د ده په مقالو کې د (کریس روس) له لیکنو سره ورته والی لیدل کېږي په کومو کې چې هغه په ۲۰۰۵ کې د امریکې په(نیو آرلینس) کې د راغلې (کاترینه نومي)توپان په پایله کې د رامنځ ته شویو ورانیو په هکله مسلسل پېښلیک وړاندي کړی دی. (کریس روس) ساویانو ته په ورته پاریدلې لههجه دخپل ښار په دې ناورین کې د خپل بډيخوره منطقوي حکومت غبرګون او د امریکې د (نیو ارلینس) د ولس بېپروایي ته ګوته نیسي. دواړه په خپلو لیکنو کې لوستونکو ته ورته پیغام لري، هغه دا چې « مه پرېږده زما غږ په تشه دښته کې ورک آواز پاتي شي. مونږ د دې هر څه په بدلولو قادر یو خو په دې شرط چې هر یو مو سر ګریوان ته ټیټ کړو او د خپل مسولیت بار په خپله یوسو».
د ساویانو د لیکنو په پایله کې اوس په عام ولس کې هم دا شعور راژوندی شوی دی چې تر څو به مو خوله پټه نیولي وي او د مافیا هري سمي او ناسمي کړنې به زغمو.  اته پنځوس کلنه (سیلوانو فوچیتو) له همدې ډلې کسانو څخه ده،  چې د په زور پیسې غوښتونکي بدمعاش د غوښتنو په مقابل کې ودریده خو هغه یې بیا دوکان ته د تېلي بمب په مټ اور ورته کړ. خو د دې دوکان سوځونې او د مافیا د وژلو د ګواښونو سره سره،  مېرمن فوچیتو په هغوی عرض وکړ او د دې سازمان ۱۵ مخکښه څېرې یې د زندان د پنجرو شاته وغورځول. مافیا هلته په هرو دریو ورځو کې یو کس وژني خو سربېره پر دې هم په ناپلیس کې د مافیا پر ضد د شاهدي ورکونکو شمېر، که څه هم ورو ورو خو مخ پر زیاتېدو دی. په ناپلیس کې د مافیایي جرمنو د ادارې د مشر (فرانکو روبرتې) له وینا سره سم دا هر څه د روبرتو ساویانو د کتاب خپرېدو پایلي دي. له ساویانو نه مخکې هیڅچا نه شوای کولای ووایې چې دا څه ډول  یو سازمان دی. دا یو ډېر اړین بدلون دی ځکه د مافیا له مخ نه نقاب لېري او رېښتوني څېره یې عام وګړي ته ورپېژني. دی وړاندي وایي سکوت کامورا لاشتمنه کوي.
ساویانو د خپل کتاب له لیکنو وروسته د ډېرو خلکو له سپکو سپورو او ناسمو نیوکو  او مرګوني ګواښونو سره مخامخ شوی دی چې د ده کلام  تریخوالي ته یې لا تندي ورکړي ده. خو دی تل خپل خدای، ځان او خپل ولس ته ژمن پاته شوی دی:
 که کوم څوک دې ته هېله مند وي چې ګواکي زه به د خپل ژوند د ترخو شرایطو تر اغېز لاندي ځپل کلام پټ کړم، نو دا کس به دوکه شوی وي. زه یې باید ولیکم، زه غواړم او په کار هم ده چې لیکلو ته ادامه ورکړم.