سریزه
.الحمدالله رباالعلمین والصلوَِ والسلام علی محمد وعلی اله واصحابه اجمعین
څرګنده ده چه هره ټولنه او هر قوم په خپلی ژبی،کلتور او ننګیالیو پیغلو او ځوانانو ویاړی. اوکله چی دخپلی ژبی ……… سره مینه پیدا کړی دادهغی ټولنی دپرمختګ.سرلوړی.اونیکبختی لویه نښه ګڼل کیږی. که خپل ولس او خاوره په چا ګرانه وی نو ضرورد هغوی خدمت کولو ته ځان چمتو کوی. اود هغه تیر شوی بهادر ځلمیان او پیغلی په خپلو لیکنو ،مقالو او شعرونو کی ستایی. ځکه چه دبهادر اوتوریالی ځلمی او توریالی پیغلی نوم که دوی مړه هم شی نه مړه کیږی او نومونه یی همیشه دخپل ولس په زړونو کی ژوندی وی. زمونږ ګران هیواد افغانستان دتاریخ په هر پړاو کی دتوری،غیرت او میړانی په زوره دبهرنی ښکیلاکګرانو د ښکیلاک نه ژغورل شوی. اود توری او میړانی له افسانو نه ډک تاریخ لری. زمونږ پلرونو،نیکونو،میندو په دی خاوره سرونه قربان کړی او د ژوند تر وروستی سلګی پوری یی د غلیم دغلامی ږغ ته اوږی ندی ټیټی کړی .زمونږ ننی خاوره هغه خاوره ده کومه چی د ه کومه چی دمیرویس خان نیکه، آحمد شاه بابا، آکبر خان، خوشحال خان، پیر روښان، ایمل خان مهمند، دریا خان افریدی خان عبدالغفار خان، امان الله خان، میرمن ملالی ، ناهید، زرغونی، او نازو انا دمبارزی او سرښندنو حاصل ګڼل کیږی. ما سره له ډیری پخوا دا فکر و چی د افغانی خاوری داتلانو او ننګیالیو اولادو په یاد یو څه وکړم داځکه هغه څه چی ددی اتلالنو پر مونږ حق دی مونږ تر اوسه ندی پوره کړی او نه هم پخوانیو حکومتونو په دی اړوند کوم د توجو وړ فعالیت کړیده. پدی توګه دهغه پښتنی روح په واسطه چی زما په وجود کی په حرکت دی ماته دااحساس وشو ترڅو دخپلی خاوری دملی مبارزینو په اړوند څیړنه وکړم او پدی توګه دخپلی ټولنی د پرمختګ په چارو کی ونډه واخلم.په لومړی برخه کی می غوره وګڼله تر څو د آرواښاد شهید سراج الدین بایزید روښان او دنوموړی د ملی غورځنګ په اړوند څیړنه وکړم. البته زما دا څیړنه دهغو سیاسی،اقتصادی،امکاناتو په واسطه چی له ماسره وو مکمله شوه او د مهاجرت پدی چاپیریال کی می ځان په داسی حال کی جی دښوونځی د یوولسم ټولګی ازموینی می هم نږدی وی د روښانی غورځنګ کتاب لیکلو ته ملا وتړله. دیادونی وړ بولم چی د ارواښاد روښان په اړوند استاد حبیب الله رفیع یو اثر هم لری چی د روښان ياد نومیږی. او همدارنګه مرحوم غلام محمد غبار په افغانستان در مسیر تارخ کی او صدیق فرهنګ په افغانستان در پنج قرن اخر نومی کتاب کی د بایزید روښان او دروښانی غورځنګ په اړوند بیان راوړی دی. دی کی هیڅ شک نشته چی زما په دی لیکنه کی به ډیری نیمګړتیاووی وجود ولری. خو انسسان پخپل وس پړ دی. د زده کړی په دی چاپیریال کی چی زه اوس قرار لرم زما همدا له وس پوره وو او په راتلونکی می د ذوالجلال رب نه د نورو زیاتو لیکنو چی دهغی په واسطه زه دخپلی ټولنی لپاره د خدمت جوګه ګرزم توفیق غواړم. په اخر کی په پیښور کی د سویس دمرستو لخوا د احداد دتجربوی لیسی له ښاغلی مدیر پوهنوال نورالله ځل د همدی لیسی د پښتو ادبیاتو دڅانګی ښاغلی ښوونکی داودشاه اود اجتماعیاتو دڅانګی ښاغلی ښوونکی مصباح الدین صباح څخه چی ددی کتاب په تصحیح کی یی له ما سره مرسته کړی د زړه له کومی مننه کوم . اود ربالعزت نه ورته اجر او مغفرت غواړم