په افغانستان کښي راون کړیکچونه او په امریکایانو باندی دحقانی ډلی مسلسل بریدونه ددی لامل شو چي بالاخره امریکا دی ته مجبوره شي چي پاکستان باندی سترګی وربرګي کړي دا خبری دډیره پخوا افغانانو کولی چي تروریزم په افغانستان که نه بلکی په پاکستان کښي ریښي لری خو ددی خبری ثبوت امریکا په خپله پیدا کړي دی امریکانو په پاکستان خپل فشارونه زیات کړي تیره ورځ دپاکستان فوځ په یوه غونډه کښي چی دجنرال کیانی په مشری جوړه شوی وه دامریکایانو ټول تورنه رد کړل ه دغه غو نډه کې د سیاسی مشرانو په باور کې اخیستلو فیصله هم شوی ده او جنرال کیانی به ډیر ډ پاکستان له ولسمشر او لومړی وزیر سره کتنه وکړی او هغو به له حا لاتو خبر کړ ی .
همداراز له بلې خوا راپورونه وای چې د امریکا او پا کستان په اړیکو کې له کړکیچ زیاتیدا وروسته د پاکستان لو مړی وزیر د سیاسی مشرانو د کانفر نس د جوړولو فیصله کړی ده .
راپور زیاتوی چې دپاکستان لو مړی وزیر یوسف رضا ګیلانی د هیواد له سیاسی مشرانو سره په دې ارتباط ټیلفونی خبرې پیل کړی دی .
د پاکستان لو مړی وزیر سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان له جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره کتنه هم کړی ده .
ګیلانی همداراز د پیپلز پارټۍ له مرستیال مشر او ولسمشر اصف علی زرداری ، د مسلم لیګ د ن څانګې مشر نواز شریف ، د عوامی نیشنل پارټۍ مشر اسفند یار ولی خان ، د مسلم لیګ د ق څانګې مشر چودری شجاعت حسین ، د تحریک انصاف مشر عمران خا ن ، د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین ، د جماعت اسلامی امیر منور حسن ، د عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید ،او داسې نورو سیاسی مشرانو سره ټیلفونی خبرې کړی دی .
حکومتی ویندوی ویلی دی چې سیاسی مشرانو سید یوسف رضا ګیلانی ته مثبت ځواب ویلې دې .
همداراز وروستی رارسیدلی راپورنه وای چې لو مړی وزیر له امریکا د پاکستان خارجه وزیر میر من حنا ربانی سملاسی بللی ده چې ورسره په سیاسی مسلو سلاومشوره وشی دپاکستان شدید عکس العمل امریکانو په مقابل کښی داخبره جوته وی چي دوی به دخپلی موخی لپاره هره قربانی ورکړی دپاکستان سیاسی شنووکی بیا دپاکستان دفوځ او دحکومت د دریځ هر کلی کوی او وایی چي دحقانی ډلی سره رابطه ساتل دخپلو مفاداتو لپاره دا پاکستان دحکومت حق دی ددی لانجی دحواری او دحل لاری دپاکستان او امریکا تر مینځ مجهوله پاتی دی او وخت سره به دا جوته شي چي امریکا او پاکستان څه غواړی ؟ .