تېره شپه جمهوري رياست ته نيژدې په آريانا هوټل کي دننه پرله پسې ټکان اورېدل سوي چي تر اوسه يې هم جزيات پټ ساتل سوي دي.
د رويټرز آژانس وايي ډزي د هوټل په هغه برخه کي سوي چي د امريکايي استخباراتو (سي، آى، اې) د خپل يوه مرکز کار ځني اخلي.
د کورنيو چارو وزارت وياند برايي تر پېښي وروسته وويل چي دوى ځکه په دې هکله معلومات نه لري چي افغان پوليس هلته نه پرېښودل کېږي او دغه سيمه د امريکايي پوځيانو تر نظارت لاندي ده.
د امريکا سفارت تر ډزو وروسته ويلي وو چي د پېښي جزيات به سهار خپاره کړي.
دا په دوو اونيو کي دوهمه حمله ده چي په کابل کي د امريکا پر سفارت او اوس د سي، آى اې پر مرکز باندي ترسره کېږي.
امريکا د سفارت په حمله کي د حقاني شبکه او د پاکستان استخبارات دواړه پړه وبلل.
د سي، آى، اې په مرکز کي د تيري شپې د ډزو په باب طالبانو هم هيڅ نه دي ويلي.