کور / تازه خبرونه / تاجکستان: له افغانستان سره د برېښنا پر تړون هوکړه وسوه

تاجکستان: له افغانستان سره د برېښنا پر تړون هوکړه وسوه

د تاجکستان د انرژۍ او صناعت وزير نورمحمدقل نظروف ويلي چي له افغان حکومت سره يې دې هيواد ته د برېښنا د ليږد پر تړون هوکړه کړې ده.
نظروف ويلي چي که په افغانستان کي دننه د برېښنا لينونه اماده وي، دوى تيار دي چي افغانستان ته برېښنا ور ايله کړي.
تيره مياشت د افغانستان حکومت وويل چي له تاجکستان سره د برېښنا تړون ځکه له خنډ سره مخ سوى چي دغه خپله هيواد په مني او ژمي کي د برېښنا له کمښت سره مخ وي او نسي کولاى چي افغانستان ته د اړتيا وړ برېښنا ورکړي.
د تاجکستان د انرژۍ او صناعت د وزير په وينا دوى له افغان چارواکو سره هوکړه کړې چي ٢٢٠ ميګاواټه برېښنا دغه هيواد ته ورکړي.
د افغانستان د برېښنا وزارت لا تر اوسه د دې تړون په هکله نه دي ويلي.
پر افغان حکومت باندي نيوکه کېږي چي له تيرو لسو کلونو راهيسي له ګاونډيو هيوادونو څخه د سوونو ميليونو ډالرو په ارزښت برېښنا رانيسي، خو په خپل هيواد کي د برېښنا د توليد پر پروژو کار نکوي.