په کابل د افغانستان د پخواني ولسمشر او د سولي د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني د جنازې مراسم پيل سوي دي.
په کابل ښار کي د په زرونو پوليس او پوځيان سړوکونو ته راوتلي چي د دې مراسمو امنيت ډاډمن کړي.
د افغانستان ملي تلويزون ښيي چي په د جنازې په مراسمو کي ولسمشر کرزى وينا کوي.
ټاکل سوې ده چي خاورو ته د استاد رباني تر سپارلو دمخه د عسکري مراسمو په دود د توپ ٢١ ډزي هم وسي.
د رباني په جنازه کي د پاکستان پر صدراعظم سربېره د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ځينو لويديځو هيوادونو استازو او په کابل کي د هغوى سفيرانو هم ګډون کړى دئ.
استاد رباني درې ورځي دمخه په کابل کي ظاهراً د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي ووژل سو، چي لومړى يې مسئوليت طالبانو پر غاړه واخيست، خو وروسته پښېمان سول.
د طالبانو وياندويان اوس په دې باب له څه ويلو څخه ډډه کوي.
برهان الدين رباني په ١٩٤٠ کال په بدخشان ولايت کي زېږېدلى وو، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يې لوستې وه، د مصر له ازهر پوهنتون څخه يې په اسلامي فلسفه کي ماسټري اخيستې وه، او د کمونستانو تر حکومت دمخه په کابل پوهنتون کي د شرعياتو پوهنځي استاد وو.
رباني د داودخان د حکومت د تخريب په خاطر پاکستان ته وتښتېدى، د روسانو سره د جهاد پر مهال يې د اسلامي جمعيت ګوند جوړ کړ او د مجاهدينو د حکومت دوهم ولسمشر وو.
نوموړى يو له هغو جهادي مشرانو څخه وو چي د افغانستان په ورانۍ او د زرګونو کسانو په وژنو کي د لاس لرلو ګوته ورته نيول کېده.
استاد رباني پروسږکال د ولسمشر کرزي له خوا د سولي د شورا مشر وټاکل سو، چي د روان ٢٠١١ کال د سپټمبر پر شلمه په يوه ځانمرګې حمله کي ووژل سو.