کور / تازه خبرونه / لیبيا : د قذافي پټه خزانه وموندل سوه

لیبيا : د قذافي پټه خزانه وموندل سوه

د “Financial Times” راپور لیکي چي د لیبیا انتقالي دولت په مرکزي بانک کي ۲۳ میلیارډه امریکايي ډالره (= ۱۶،۹ میلیارډه یورو) موندلي دي .


د انتقالي دولت د اقتصادي چارو د آمر “Wafik Schater” په وینا د لیبيا د مالي چارو لپاره ذکر سوې خزانه د شپږو میاشتو لپاره کافي ده  .
نوموړی زیاتوي چي ذکر سوي پیسې کېدائ سي د هیواد د بیارغوني لپاره مصرف کړي .