لوبه سپورټي روزنيزه مؤسسه ایل ایس ټي اوو چې د لوبو د پرمختګ لپاره کار کوي، د کرکټ د روزنیزو کمپونو په لړ کې دا ځل په کابل د کرکټ د لوبې دوه سوه لوبغاړو ته د اتو ورځو په موده کې روزنه ورکړه او ددې لوبې د فیلډینګ، بېټینګ، بولینګ او قوانینو په برخو کې وروزل .
دا روزنیز کمپ چې د سپټمبر په دوولسمه پیل شوی وو، د همدې میاشتې په نوولسمه نېټه پای ته ورسېده.
پدې روزنیز کمپ کې د کابل د کرکټ د مختلفو لوبډلو، له ولسوالیو او متعلمینو لوبغاړو برخه اخېستې وه د ایل ایس ټي اوو د درېیو روزونکو له خوا ورته روزنه ورکول کیږي.
د ایل ایس ټي اوو چارواکي وايي لوبغاړو تر دې وړاندې داسې روزنه نه ولېدلې او تر ډېره د لوبې په تکتیکونو نه پوهېدل.ایل ایس ټي اوو د افغانستان له کرکټ بورډ مننه کوي چې د روزنیز کمپ د اسانتیاوو په برابرولو کې یې ورسره مرسته کړې.
ایل ایس ټي اوو تر دې وړاندې په خوست، کندهار، کندز او ننګرهار کې هم ورته روزنیز کمپونه لرل او اته سوه لوبغاړي یې روزلي، دا مؤسسه په نورو ولایتونو کې هم د کرکټ روزنيز پروګرامونه لري.
پدې روزنیز کمپ کې دوه سوه لوبغاړو ته د لوبو جامې، بوټان او د کرکټ نور وسایل هم ورکړل شول.