کور / تازه خبرونه / د کندهار ١٧ ساختماني شرکتونو ته متباقي پيسې ورکړل سوې

د کندهار ١٧ ساختماني شرکتونو ته متباقي پيسې ورکړل سوې

په کندهار ولايت کي هغو د بيارغوني شرکتو ته چي ٧ کاله وړاندي يې په دې ولايت کي د شاه آغا ، شېرسرخ ، شين غزي بابا ملالۍ ميوندۍ زيارت او د پوهنتون رياست ، د ملي امنيت رياست او ځني نور پرمختيايي کارونه ترسره کړي ول او پېسې يې تر اوسه پر دولت پاته وې د افغان ولسمشر په امر او د کندهار والي په هلو ځلو ورته خپلي پاته پېسې ورکړل سوې.
د دې ساختماني شرکتو پاته پېسې چي ټولي ٢٠٨ مليونه افغانۍ کېدې اوس ورته ١٠٥ مليونه افغانۍ ورکړل سوې او نوري به په دويمه مرحله کي ورکړل سي .
د يادو شرکتو مسئولين په دې کار خوښ ښکارېدل او ويل يې چي په راتلونکي کي به نور د بيارغوني کارونه هم وکړي .