کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي ١١ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ترافيکي پېښي ١١ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بغلان ولايت د مرکزي روغتون يو تن ډاکټر وايي چي تېره شپه د کندز او بغلان تر منځ يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د نوموړي په وينا چي پېښه د يوه رېنجر او يوه شخصي موټر تر منځ رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته سوې .
د ترافيکو د مديريت مسئولين وايي چي يادي پېښي د موټر چلوونکو د نه مسلکيتوب له کبله رامنځ ته کېږي .