د هلمند ولايت د بست روغتون سره درې امبولانسونه مرسته وسوه . د دې روغتون د مشر ښاغلي ډاکټر نثار احمد په وينا چي روغتون يې مخکي د امبولانسو د کمښت سره مخ ؤ او دوى نه سواى کولاى چي پر وخت د پېښي ځاى ته او هلته د ژوبلو او وژلو سوو کسانو لېږد رالېږد په ښه توګه ترسره کړي چي اوس به يې تر يوې کچي دا ستونزه هواره سي .
نوموړي وويل چي ياد مرسته د استونيا هېواد له لوري ورسره سوې چي دى ورڅخه مننه کوي .
همدا ډول دياد روغتون مسئولين وايي چي د دې تر څنګ يې ځني نوري ستونزي هم هواري سوي خو يوه لويه ستونزه چي د دوى پر وړاندي ده هغه د ناروغانو له پاره د ځاى کمښت دئ ، چي بايد هواره سي .