موږ په رڼو سترګو ګورو، چې زموږ ګاونډي هېوادونه په لوى لاس د افغانستان پر حريم او ورته نورو حقونو باندې تېرى کوي، څو له دې لارې افغان دولت او افغان ولس تر خپل فشار لاندې راولي او په دوى باندې هغه څه ومني، چې د نوموړيو هېوادونو ګټه په کې نغښتي وي.يادو هېوادونو د افغانستان له دېرش کلنې جګړې نه په ګټه اخيستنې د ننه په هېواد کې داسې ډلې وروزلې، چې د دوى لپاره جاسوسي او نور کارونه پر مخ يوسي. همدارنګه دغه ډلې د خپل هېواد د زېرمو او ملي ګټو په اړه نوموړيو هېوادونو ته مالومات راټولوي او وروسته يې بيا په لوى لاس دوى ته سپاري.
کله، چې روزل شوې ډلې نوموړيو هېوادونو ته دا مالومات وسپاري، نو دوى يې په بدل کې ډېرې کمې پيسې او زياتې وسلې ورکوي، څو د وسلو په ورکولو سره دوى قوي او غښتلي وساتي او افغان دولت يې پر وړاندې يو کمزورى دولت ښکاره کړي، خو دا هېوادونه، چې هر څه کوي زيات يې د پردې تر شا وي او چاته دا مالومات ډېر نه کيږي، چې په سيمه کې څه روان دي او څوک څه کوي. دغو روزل شويو ډلو سره، چې هر کله زموږ ګاونډي هېوادونه مرسته کوي، نو يا يې د جهاد نوم ورته مخکې کړى وي او يا هم يوه بله داسې لار ورته ونيسي، چې دوى هغې ته ډېر درناوى لري.
اکثره وخت زموږ ګاونډي هېوادونه، چې زموږ په هېواد کې خپل شوم هدفونه سر ته رسوي، نو په پايله کې يې زياتو افغانانو مرګ ژوبله ليدلې او تل په کې بې ستره او بې ابرو شوې دي.اوس هم موږ ګورو، چې زيات شمېر افغانان د دوى دغه غير اسلامي، غير افغاني، غير اخلاقي، ناروا او د بشري حقوقو سره په ټکر کې عملونه د خپلو ځانو په ګټه تر سره کوي، خو دوى بيا هم د څو پيسو په مقابل کې د دوى پر لاره ځي او د خپلو هېوادوالو وينو تويولو ته په لوى لاس لار هواروي.خو په هر حال راځو دې ته، چې زموږ ګاونډي هېوادونه کله، کله داسې شي، چې په خپلو هغو ناروا کړنو، چې زموږ د هېواد او زموږ د خلکو پر وړاندې يې تر سره کوي، زړه د صبر اوبه ونه څښي، نو په مستقيم ډول زموږ پر پاک حريم باندې تېرى کوي او زموږ خاورې ته رادېننه کيږي،خو ډېر زر د افغانانو وروڼو د کلک غبرګون سره مخامخ شي، چې ښه بېلګه يې څو مياشتې وړاندې په ګونړ باندې د پاکستانيو ځواکونو توغنديز بريدونه وو، چې هغه د ټولو افغانانو د کلک غبرګونه سره مخامخ شول او يوازې جنرال امين الله امرخېل ته د بلابېلو قومونو پنځه سوه قومي مشران راغلل او ورته يې وويل، چې ته دولتي دنده پرېږده، موږ ته مخکې شه او موږ قومي لښکر په تا پسې يو، څو چې د خپلې هرې لوېشتې خاورې پوښتنه ونه کړو، تر هغو موږ بېرته نه راګرځو.
له دې خبرې کولو نه مې موخه دا وه، چې تر اوسه پورې په افغانانو کې هغه د هېواد مينه ځاى لري او دوى به تر هغه وخت پورې چاته دا اجازه ورنه کړي، څو چې ددوى په وجود کې يو څاڅکى وينه هم موجوده وي.په دې اړه مې يوه ورځ د يوه ځوان سره په دې باندې بحث وو، چې افغانان د خپلې خاورې سره مينه لري، خو نوموړي برعکس خبره کوله او ويل يې، چې د افغانانو اقتصاد اوس ښه دى او جګړې ته زيات زړه نه ښه کوي او فکر نه کوم، چې له دې وروسته دې د کوم هېواد پر وړاندې وجنګيږي.ما ورته وويل، چې د افغانانو اقتصاد هر څومره ښه شي، خو د هېواد مينه يې په وينه ګډه ده او په هر حال له خپلې خاوره دفاع کوي او بايد يادونه وکړم، چې زما دا ملګرى په اقتصادي لحاظ ډېر ښه دى، خو ما چې هر څه وکړل نوموړي راسره ونه منله، نو د خداى ج کارونو ته ګوره، چې څو ورځې وروسته پاکستانې ځواکونو په پکتيا ولايت کې د اريوب پر ولسوالۍ بريد وکړ.په دې سبا ته خبر شوم، چې په خوست کې يوه ډله ځوانان د ملي اردو قرارګاه ته په داسې حال کې ورغلي وو، چې سړې ډوډۍ يې هم په شاه پورې تړلي وې او د ملي اردو له افسرانو يې غوښتي وو، چې موږ ته يوازې وسله راکړئ او د جنګ سيمې ته مو په چورلکه کې يوسئ،نور نه موږ درنه ډوډۍ غواړو او نه هم درنه کوم بل امتياز.په دې ځوانانو کې همدا ځوان هم موجود و، چې ويل يې د افغانانو اقتصاد اوس ښه دى او اوس جنګ ته زړه نه ښه کوي او زه هم نه وم توانېدلى، چې تر اخره پورې يې قانع کړم. هلته، چې کله دوى د ملي اردو قرارګاه ته ورغلي نو هلته قومندان ورته ويلي، چې تر اوسه پورې موږ درته ژوندي يو او که کله موږ نه وو،نو له هغې وروسته به بيا تاسو توره کوئ.خو په هر حال دغه ځوان مې له هغې وروسته بيا وليد او ورته مې وويل، څنګه ستا اقتصاد هم ډېر ښه دى، د هېواد له مينې يې راوګرځولې؟ نوموړي يوازې راته وخندل او نور يې راته هېڅ ونه ويل.نو موږ ټول تر اوسه پورې د افغانانو په زړونو کې بې کچې مينه وينو او يو شمېر، چې خرڅ شوې دي له هغو نه ګيله ګټه نه لري.د ګاونډيو هېوادونو تېري اوس هم دوام لري او څو ورځې وړاندې د نيمروز په سيمه کې ايراني ځواکونو غوښتل، چې خپل خط يا پوله د افغانستان خاورې ته رادې ننه کړي او په کې خپلې پوستې جوړې کړي، خو نه يوازې د افغانستان د دولت غبرګون سره مخامخ شول، بلکې د هر افغان قهر يې راوپاروه.زموږ ولسي جرګې يې پر وړاندې سخت دريځ څرګند کړ او دوى پرېکړه وکړه، چې يو شمېر دولتي چارواکي به راغواړي او په دې اړه به ورڅخه پوښتنې او ګروېګنې کوي.موږ ټول افغانان لومړئ له نړيوالې ټولنې غواړو، څو د ګاونډيو هېوادونو د تيري مخه ونيسي او دوى دې ته د مجبور کړي، چې نور د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونه کړي، ځکه هغه بس دي، چې د څو لسيزو راپه دې خوايي زموږ په هېواد کې تر سره کوي.همدا ډول له افغان دولت نه هم غوښتنه کوو، چې د ګاونډيو هېوادونو سره دې ډېر نرم دريځ نه غوره کوي، ځکه دا څووم ځل دى، چې دوى زموږ پر حريم او خاوره تجاوز کوي.په اخر کې په ټولو افغانانو باندې غږ کوو، چې نور دې له پرديو له منګولو ځان وژغوري او په خپله کې دې سره يو موټى شي، څو نور له دې غلامۍ نه خلاص شي او پر ځاى يې يو ښه ژوند پيل کړي.ټول افغانان دې د هغه چا مخه ونيسي، چې د بل په لمسون خپل هېواد، خپلې خاورې او ددې خاورې بچيانو ته زيان اړوي.