Rroshan000@gmail.com
دهېواد پلازمېنه کابل يوځل بيا د خپلو وګړيوپه وينو ولمبېده ،ډېرې ميندې بورې ،ډېرې ښځې کونډې ،اوډېر بچيان يتيمان شول.
دانه هېرېدونکې اونه زغمونکې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې لا مود ټپي ټپي کابل له تېرو زخمونوپټۍ نه دې را تاوې شوي.
د ١٣٩٠هـ ل کال د وږي په ٢٢مه نېټه چې د٢٠١١مى دسپټمبرله ١٤مې سره برابره وه دماسپښين په يوه نيمه بجه موپه دفتر کې يوشان ګونګوسې پيل شوې،يوه ملګري ويل بېرون ته ونه وځئ چې بېرته مو نه راپرېږدي،ماوپوښتل اخربياڅه چل شوى دى؟ځواب يې راکړ په کابل کې جنګ روان دى،ژر بېرته خپلې شعبې ته ننوتم ،غوښتل مې انټر نېټ وګورم کېداى شي چې په کومه وېب پاڼه کې يې جزئيات خپاره شوي وي،خوډېرژربېرته ودرېدم ،داځکه چې نن زموږ په دفتر کې دسهار له لس بجونه برق نه وو،خو دادومره خونړۍ پېښه وه چې دانسانانوترڅنګ زموږ برق هم وير او ماتم اعلان کړى وو،نوځکه خفه وو او نه يې غوښتل چې موږهم دهغه روښنايۍ ته يودبل په سترګوکې اوښکې وګورو او واقعاً هم همداسې شوي وو،کله چې سباسهار نهه بجې نخښته پاى ته ورسېده نو زموږ برقونه هم راغلل.
داچې دشعبې په مخ کې حيران ودرېدم ،فکر راغى چې ولې يوه ملګري ته مې چې په طلوع ټلوېزيون کې دنده لري فون نه کوم چې څه حال لري،بل به دپېښې په اړه حال ترې واخلم ،نو مې ژر ورته فون وکړخوبدبختانه دهغه ګرځنده موبايل ځواب رانکړ،نور يې هم وارخطاکړم،بل ملګري ته مې زنګ وواهه ،هغه روخ شو،اول مې دده دصحت اوسلامتئ پوښتنه وکړه اوبيامې دجنګ په اړه ترې وپوښتل،هغه راته وويل چې د عبدلحق په څلور لارې کې يوه ناتکميل شوې څو پوړيزه ودانۍ ده اوهغې ته ددين او وطن دښمنان پورته شوي،چې له هغې ځاى څخه يې دامريکا سفارت،دايساف قومانداني،اوداستخباراتو لوى رياست هدف ګرځولى دى اود سپکو او درنو وسلوپرمټ يې جنګ پيل کړى دى،خودشخړې له پاى ته رسېدو وروسته معلومه شوه چې په طلوع ټلوېزيون، په وزيراکبرخان کې د ايران د پرېس ټي وي پر دفترونواو همدا راز د ښوونځي د زده کوونکيو پر موټرهم توغندي لګېدلي دي.
په سر کې خو راته يوه معمولي اودتشويش وړ خبره ښکاره نشوه،ولې چې اوس خوموږ له داسې پېښو سره عادت شوي يو،او هره ورځ دداسې پېښوشاهدان ياستو، خودجګړې له مقاومت او اوږدېدوسره ماته هم فکر راولوېد ،چې څنګه امکان لري،چې دښآرله له څلورو دروازو څخه هره ورځ د امنيت د نيولو ډاډ هم ورکول کېږي ،اودهرې پېښې پروړاندې د چمتو والي خبرې کېږي له دې سره سره بياهم داسې يوځاى ته چې په پنځوس ،سل او دوه سوه مترۍ کې يې امنيتى پوستې قرار لري، دومره منفجره او تخريبوونکي مواد پورته کېږي چې د جګړې دوام آن تر شل ساعتو پورې اوږدوي؟
که فکر وکړو دومره مهمات خوپه يوځل د څوکسانو لخوا هېڅ امکان نلري چې په يوه پټ ځاى کې ځاى پرځاى شي،هرو مرو له ډېرو ورځو راپدېښوا ددې عمل هڅې روانې وې،نوکله چې څو ورځې پکې تېرېږي ،ايا داددې ښکارندوى نده چې پخپله امنيتي منسوبين پکې ښکېل دي او لاس ورسره لري؟
دا لومړى ځل ندى چې په کابل کې داسې پېښه رامنځته کېږي او هېواد وال مو پکې شهيدان ا وټپيان کېږي،بلکې داپه بار بآر تکرارېږي دوه کاله وړاندې په عدليې وزارت بريد چې څلور طرفه يې عسکر ولاړ وي،دهمدې وزارت ترڅنګ افغان لوى تجارتي مرکز يافروشگاه برزګ افغان چې دامنيت له پلوه يوه ډاډمنه سيمه ده اودښارمنځ دى بريد وشو،په همدې ډول دکابل په زړه شهرنو،انصاري څلورلارې کې په کابل سيټي سنټر دوه ځله پرلپسې بريدونه،په همدې واټ کې دهندوستان پر مهمان خانه ،پرانټرکانټينټال هوټل ،دانګلستان پرقنسلګرۍ او بالاخره اوس دامريکاپرسفارت،دايساف پرمرکزاوترټولوبل مهم ارګان داستخباراتوپه لوى رياست بريدونه چې په دې ټولوکې ترهرځاى ډېر پوليس او امنيتى مؤظفين شته ترسره کېږي،داهغه ځايونه دي چې هېڅ پکې دداسې پېښو درامنځته کېدو تصور هم نه شي کېداى،ځکه چې څلور طرفه ترې کمربندونه را تاو دې ډېرې سختې تلاشۍ پکې دي ،خوبياهم هرځل بريدګرپه دې توانېږي چې خپل هدف په ډېره اسانه توګه تر بريدونو لاندې ونيسي،هغه ځايونه چې امنيتي کړۍ پکې نشته هغه خوهسې هم دبريدګرودي،دهغوى خودې الله مل شي،خوکله چې دپېښې په اړه مسؤولوچارواکيوسره خبرې کېږي،اوپه دې اړه ترې پوښتنه وشي نو، په ډېرغرور سره وايي چې جګړه يې په پوره برياسره پاى ته ورسوله او ټول بريدکوونکي يې له پښو وغورځول ايا په برياسره پاى ته رسول همدې ته وايي چې داخلي اوبهرنيوځواکونواو هرارز امکاناتوپه شتون سره سره ، شپږکسه بريدکوونکي وروسته له شل ساعته جګړې ووژل شي؟
اوبله دخنداوړ خبره لا داچې وايي په پېښه کې ټول يوولس تنه وژل شوي دي،څه فکر کوئ چې داښاغلي رښتياوايي؟ په داسې يوځاى کې چې د کابل جلال اباد لويه لاره هم د ه،اوګڼه ګوڼه هم دومره زياته ده چې هروخت پکې دسورلۍ موټر آن تر شل دقيقوپورې ولاړ وي،ترڅنګ يې بله څلور لارې چې يوسړک يې دهمدې (امريکا سفارت )لخوا بندکړى شوى دى اوترڅنګ يې د دريم مکروريانو دهستوګنې بلاکونه چې سلګونه کورونۍ پکې ژوندکوي اوله بلې خوا ددې دواړو خواووله لوري دسپکو او درنو وسلو فيرونه هم کېږي ،بيادې هم په شل ساعته جګړه کې يوولس تنه مړه وي؟
بلکل دمنلو وړ نده،دوى هېڅکله هم دجګړې په ميدان کې د مړيو،زخميانو او تلفاتو دقيقه شمېره نه وايي،تېره ورځ په ميدان وردګو ولايت دسيداباد په ولسوالۍ کې د افغان اوبهرنيو ځواکونو ګډنظامي مرکز ته نږدې موټر بم په چاودنه کې دملکي وګړيوترڅنګ له سلو زيات بهرنيان او افغان ځواکونه مړه اوټپيا شوي دي، ديوه عيني شاهد له خولې چې په يوه لوى هينو ډوله موټرکې چې تر لس ټنو پورې منفجره مواد به پکې باروو دې نظامي مرکز ته څېرمه يې ورته انفجار ورکړ او هوايې داسې ګردجنه کړه چې يو قيامت يې جوړ کړى وو، خوکله چې دولت اعلان وکړ نوشل کسه يې مړه اوټپيا وښودل،دوى غواړي په دې سره خپل ځانونه زروړ او ځواکمن ښکاره کړي خو په دې نه پوهېږي چې نور يې خپل اعتماد له لاسه ورکړى دى.
زه خو دکورنيوچارو وزارت محترم وزير ښاغلي بسم الله خان محمدي ،اودملي امنيت رئيس ښاغلي رحمت الله نبيل ته ديوه افغان او خواخوږي ورور، په صفت مشوره ورکوم چې دوى دواړه دې هم لکه د محمدحنيف اتمر چې دکورنيوچارووزارت پخوانى وزيراوامرالله صالح چې دملي امنيت پخوانى رئيس وو دهغوى پشان په خوښۍ اوخپل زړه خپلې استعفاګانې جمهور رئيس ته وړاندې کړي او جمهور رئيس ښاغلي حامدکرزي ته ددې هېواد ديوه طبع او اوسېدونکي په صفت دامشوره ورکوم چې په خلاصه ټنډه دې ددوى استعفاګانې منظورې اوپرځاى يې دې دخداى په خاطر داسې اشخاص وګوماري چې ددې پوسټونو وړتيا ولري او وکړاى شي چې په اينده کې نور دا غم څپلي اوبېچاره افغانان له داسې خونړيو او کوچنيوقيامتونوڅخه په امان کې شي.
ومن الله توفيق