بن همام زیاتوي ”ایا له ځانه دې پوښتلي چې ولې د ریاست لپاره غوره شوې، حال دا چې دغې جرګه ګۍ وړ سویسي رییس درلود؟”
د اسیا د فوټبال د اتحادیې مخکني رییس محمد بن همام وايي توکمیز توپیر دې ته اړ کړ چې د فوټبال له هر راز اړوند فعالیته په کور کښېني.
بن همام په دې ګمان دی که چېرې اروپايی وای، نو د بډو تور به نه ورباندې لګېده.
نوموړي دا خبرې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقو جرګه ګۍ مرستیال مشر قاضي پټروس داماسیب ته په یوه لیکلي پیغام کې کړې دي.
بن همام دا هم ویلي چې د فساد او بډو په اړه له بلاټر او عمومي منشي جیروم فالکه سره سپیناوي ته چمتو دی.
دی زیاتوي ”که چېرې زه اروپايی وای، نو بلاټر او فالکه به مې تر خوله ګوتې نه وای تېرې کړې، که چېرې موږ اروپایان وای، نو د جرګه ګۍ د ریاست زمینه به مې درنه اخیستې وای.”
بن همام د تېرې مۍ پر ۱۰مه او ۱۱مه د فوټبال د اتحادیې د کونکاکاف د غونډې پرمهال د رایو په خرڅولو تورن شو.
پر ده تور دی چې هرې خرڅې شوې رایې ۴۰ زره ډالره قیمت درلود.
خو بن همام پخپل پیغام کې دا خبره رد کړې او وايي چې ”هېڅ وخت مې د بډو هڅه نه ده کړې، کاریبي ته ټول راغلي کسان په دې ښه پوهېږي.”
دی وايي”په دې نړۍ کې ترهغه چې فالکه او بلاټر مشران وي، له فساد سره مبارزه ناممکنه ده، که چېرې دوی د فساد پلټنې ته ژمن وي، باید له دوو کلونو راهیسې یې تر ننه دا موضوع څېړلې وه.”
د ویلو ده چې د کونکاکاف د اتحادیې پر مشر جاک وارنر او بن همام له تور لګېدا وروسته، فیفا د اتحادیې د اخلاقو د جرګه ګۍ مشر داماسیب د کلاودییو سولسیر پرځای وټاکه.
نوموړی هم د بلاټر په څېر د سویس تابعیت لري.
بن همام زیاتوي ”ایا له ځانه دې پوښتلي چې ولې د ریاست لپاره غوره شوې، حال دا چې دغې جرګه ګۍ وړ سویسي رییس درلود؟”