کور / تازه خبرونه / رباني : په افغانستان کي سوله د سيمي هېوادو ته امن راوړي

رباني : په افغانستان کي سوله د سيمي هېوادو ته امن راوړي

د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني په دوهمه امنيتي غونډه کي چي د کندهار د ولايتي شورا په ودانۍ کي جوړه سوې وه او د کابل څخه د راغلي پلاوي ترڅنګ پکښي د سرحداتو وزير ، د سهېل لوېديځي حوزې اليانو ، ولسوالانو او د نورو اړنده ادارو رئېسانو ګډون کړى و ، وويل چي په افغانستان کي سوله او امنيت د سيمي د هيوادونو ته امن راوړي او ضروري ده چي ټول هيوادونه يې ملاتړ وکړي.

نوموړي وويل لکه څنګه چي د مصر د ولسي پاڅونونو لړۍ د عربي نړۍ او په ځانکړې توګه د منځني ختيځ تر هيوادونو پوري وغځېدله او په لسيزو اوږده حکومتونه يې راوپرزول همدا راز افغانستان هم د سيمي د هيوادونو لپاره عين اهميت او سوله د سيمي پر هيوادونو مثبت تاثير کوي او د هغوى د کورني امنيت تضمين دئ.
نوموړي وويل چي ولس هم بايد د سولي د عالي شورا او سيميزو ادارو سره په دې اړخ کي مرسته وکړي او دا يې د کس دنده وبلله .
په ننۍ غونډه کي د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې لوى رئېس عبدالخالق فراهي هم خبري وکړې او وويل چي د سولي غوښتنه او بلنه د افغان دولت کمزوري نه بلکه د ملي يووالي او پخلايني لپاره يوه بلنه ده او ټول مرور افغانان وروڼه چي دا مهال په مخالفت کي ولاړ دي ملکف دي چي دې بلني ته لبيک ووايي او د افغانستان په رغونه او بيا جوړونه کي رغنده ونډه واخلي.
ښاغلي فراهي همداراز وويل چي په دې پروسه کي واليان هم شامل دي او ټول واليان ملکف سوي چي په ولايتونو کي د سولي د پروسې په اړه هر اړخيز او معلومات د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته ولېږي او د سولي پروسه نوره هم قوي کړي.
په غونډه کي د کندهار د حج او اوقافو رئېس چي څه موده وړاندي د وسله والو د ليکو څخه بېل او د حکومت سره يوځاى سو خبري وکړې او زياته يې کړه چي په دې پروسه کي به تر خپله وسه کار کوي .
په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال جان آلن هم په خپلو خبرو کي د سولي د پروسې سره ملاتړ وښود