په کندهارکي د سویلي زون په کچه د سولي کنفرانس په داسي حال کي پرانستل سوچي د سولي د عالي شورا رئېس استاد رباني ، د ولسمشرسلاکاراو د سولي د مرکزي دارالانشاء رئیس محمد معصوم ستانکزی، د سیمیزوارګانونودخپلواکي اداري مشرعبدالخالق فراهي ، د قومونواوسرحداتو چارووزیراو دسویلي حوزي له پاره دامنیت د تنظیم مسئول اسدالله خالد، په افغانستان کي د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الن ، د جنوب لوېديځي حوزي والیان، امنیه قومندانان، د ولایتي شوراګانورئېسان او دسولي د ولایتي کمېټي د غړو ترڅنګ په سلګونوقومي مخورحاضر ول.
غونډي ته اسدالله خالدپه خپله پرانیستونکي وینا کي وویل چي په پام کي لري په دې حوزه کي د سولي د چارو د لاګړندیتوب په موخه د حوزې په کچه دسولي دفتر پرانیزي .
اسدالله خالد وویل چي دی په بشپړډول د سولي د پروسې ملګری دئ او خپل ټول توان به په دې سیمه کي د سولي اوثبات پر رامنځ ته کېدو وکاروي.
د سولي د عالي شورا رئېس استاد رباني په خپله ویناکي وویل چي دسولي راوستل زموږ افغانانومسئولیت دئ ځکه سوله یوه دولتی پروسه نه بلکي یوه عوامي اوملي پروسه ده .
په افغانستان کي د آیساپ په چوکاټ کي د نړیوالو ځواکونوامریکايي قومندان جنرال الن ډاډ څرګند کړچي تر بل هر وخت اوس د سولي او بیایوځای کېدني لپاره زمینه مساعده ده .
الن وویل د لوی کندهارخلکوډېري ستونزي زغملي دي خو اوس وخت رارسېدلى دئ چي دلته اوپه ټول هېواد کي تغیر راسي.
د سمیزوارګانونود خپلواکي ادارې مشرعبدالخالق فراهي په خپلوخبروکي د سولي پروسه خورا ا رزښتمنه وبلله او ژمنه يي وکړه چي په مرکزي کچه به د سولي د چارو له پاره یوه نوې څانګه جوړوي او له والیانوغواړي چي هره میاشت د سولي په برخه کي خپل راپورونه مرکز ته ولېږي.
د يادوني وړ ده چي ياده شورا به سبا په خپل کار پيل وکړي .