د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په برمل ولسوالي کي د ماين چاودني ١٥ ولسي وګړو ته چي مېرمني هم پکښي شاملي دي ، مرګ ژوبله اړولې .
د دې ولايت د والي وياند مخلص افغان هم رسنيو ته پېښه تاييد کړې او وايي چي مرګ ژوبله د دوو کورنيو غړو ته اوښتې .
د نوموړي په وينا چي د پېښي قربانيان د الوتکو په مټ د آيساف روغتون ته وړل سوي چي اوس مهال تر درملني لاندي دي .