د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پېښي په پايله کي درې تنه ژوبل سوي . پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو ٣٠٣ ډوله موټر د سړک څخه واوښت او چپه سو .
په دې وروستيو کي ترافيکي پېښي په کندهار او نورو ولايتو کي ډېري سوي او د امنيتي چارواکو په وينا چي تر جګړې را وروسته ډېره مرګ ژوبله په ترافيکي پېښو کي خلکو ته اوړي .