لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه خبرپاڼه لېږل سوې چي پکښي د يوه بهرني د وژل کېدو پخلى سوى . خبرپاڼه ليکي چي ياد بهرنى تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کي د وسله والو په ډزو کي ووژل سو .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى .
همدا ډول ناټو تېره ورځ د يوې بلي خبرپاڼي په وسيله د افغانستان په ختيځ کي د خپلو درو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړى ؤ .
په دې سره د روان سپټمبر مياشتي په تېرو سوو يوولسو ورځو کي د وژل سوو بهرنيانو شمېر ١٤ تنو ته ورسېد.