د هلمند ولايت د مرکزي زندان څخه ٢٩ تنه بنديان خوشي سول او د ٩١ تنو د بند په موده کي کموالى راغلى . د زندان څخه د بنديانو د خوشي کېدو پر مهال د دې ولايت د عدليې رئېس وويل چي ياد بنديان او د هغوى د بند په موده کي يې کموالى د ولسمشر د هغه فرمان پر بنسټ چي د هېواد د خپلواکۍ او د کوچني اختر په وياړ يې صادر کړى ، کړى .