لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي يې يولړ چاڼيز عمليات کړي چي په پايله کي يې ٧١ کړۍ ماينونه نيولي .
خبرپاڼه ليکي چي ياد کړۍ ماينونه د وسله والو له لوري په يوه کور کي په دې نيت خوندي سوي ول چي په راتلونکي کي ورڅخه په چاودنو کي کار واخلي .
په خبرپاڼه کي دا يوه لويه لاسته راوړنه بلل سوې .