مینه ورکه احساس مړ وینی وحشت نور رانه زړه خو ړ لی
دی ذلیل ژوند فقر او ذلت نور رانه زړه خوړ لی
نه موګناه نه موصواب نه خوشحالی نه موعذاب معلوم د ی
بس کړه ناصحه ستا نصیحت نور رانه زړه خو ړ لی
نه شفقت نه عدالت نه محبت نه ورور ولی شته د لته
څومره محنت ځومره خواری دغه محنت نور رانه زړه خوړ لی
لکه ماشوم سلګی وهم چه سروجنډو دی هدیروته ګو ر م
دی جنایت روان وحشت دغه د هشت نور رانه زړه خوړ لی
وزرونه مات جونګړه ورانه بچی مړه دغم باران ور یږی
پرون مهاجروم نن به څه کړم دی هجرت نور رانه زړه خوړ لی
څومره رنځ ځومره غمونه ځومره درد څومره فکر ونه
څومره زیاتی څومره ظلمونه مظلومیت نور رانه زړه خوړ لی
په لار روان یم لاروی کله خندا کله ژړا کو مه
په خپل کور کی یم بی کوره مجبوریت نور رانه زړه خوړ لی