کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خوږیاني ولي نا امنه دي؟

خوږیاني ولي نا امنه دي؟

د سی شنبی په ورځ د اروپا په وخت د لسو  بجو پر مهال په ټولګی کې  ښوونکې د چای وقفه اعلان اکړه نو زیاتره ملګري د هغه ماشین خواته لاړه چې چای او کاپی ورڅخه خلک څښی خو ما ترچاوو وړاندی د هغو کمپیوټرونو خوني ته ننوتم چې دنیټ سهولت پکې وو، دپژواک اژانس دخلاصیدو سره مې سترګی په بیړنی خبر ونښتی پکې لیکل شوې ول  د شېرزادو ولسوال په یو بمی برید کې له خپلو دریو ساتوونکو سره ووژل شو.


 نو ددغه خبر په لیدو سره اړ شوم  دغه څوکرښی توری کړم ځکه زما اړیکه هم د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ پورې تړلی ده او د سرلیک په اړه د خپل زړه یو څو ګډوډی ولیکم نو خدای دې وکړی چې د وخت واکمن ورته پاملرنه وکړي.


 خوږياڼی  په ننګرهار کې له مومندو او شېنوارو قومونو وروسته دریم لوی قوم دی او د ننګرهار په دریو ولسوالیو شېرزادو ، پچیراګام او خپله خوږياڼيو کې میشت دې دغه قومونه د ولایت سرنوشت ټاکوونکې قومونه بلل کېږی .


د ولسمشر حامد کرزی په دغه لس کلنه دوره کې د خوږيانيو له دري ګونو ولسوالیو څخه سرې کرښي راتاوې دی او هره ورځ د پېښو او د ناامنیو شاهده وې حال دا چې په یادو ولسوالیو کې خپله د امنیي قوماندانیو تر څنګ د افغان ملی اوردو، سرحدی پولیسو او د نړیوالو ځواکونو لوی کنډکونه پراته دي چې د یاد ولایت په یوه ولسوالۍ کې هم دومره فوځیان نشته دي.


خو ددغو فوځیانوسره سره بیا هم په خوږیاڼیو کې امنیت نشته دی او تل په سره کرښه  او هره ورځ پکې د ترور او وژنو پېښی کېږی او داسی ورځ نه وې چې یو قومی مشر او  یا بل داسی مخور کس په یو او بل نوم نه وې وژل شوې دولت او ایتلاف یې د مخالف سره د تړاو په تور او مخالفین یې بیا له دولت او ایتلاف سره دتړاوو په تور تهدیدوی او وژني.


خو افغان  دولت اونړیوالو ځواکونو ددغو ولسوالیو اصلی ستونزه نده موندلي یا خو د افغان دولت ترڅنګ نړیوال ځواکونه هم غواړي دغه ولسوالۍ همداسی ناامنه پاتې شی چې ترډیره بریده پورې دغه تحلیل ښه او خلک یې هم منی.


له تیرو لسو  کلونو راهیسی خوږياڼی له سرې کرښی ونه وتل او په همدی بهانه پکې  کورنیو او نړیوالو مرستندویو ټولنو  د بیارغونی د پام وړ کارونه ترسره  نه کړل چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن کم شی.


ولایتی اداری  هم له دغو ولسوالیو سره د نورو ولسوالیو په پرتله داسی چلند کوې چې د خلکو واټن یې په لوی لاس ډیر او اوس په یادو ولسوالیو کې دمخالفینو دومره نفوذ دی چې د افغان دولت دکارکوونکو هغه که په خپل مرګ او یا د چا لخوا وژل شوې وې ملایان یې جنازه نکوي.


ولسمشرحامد  کرزی که څه هم دقومونو په چارو کې زیات مشاورین لری خو یا کیدای شی دغه  مشاورین د افغانستان له قومونو څخه معلومات نلری چې ولسمشر ته مشوره  نه ورکوی او یا که مشوره ورکوي نو ولسمشر يې نه منی او خپله غواړي زیاتره سېمی ناامنه او خلک پکې ووژل شي.


په ولسی او مشرانو جرګه کې دخوږیاڼو له دریوولسوالیو څخه یواستازی هم نشته نو ولسمشرکولای شول دخپلو مشاورینو په مرسته یې له دغوولسوالیوڅخه یو کس په مشرانو جرګه کې انتصابی اویا په حکومت کې داسی یوکس ځای په ځای کړې وې چې په هغه باندی قوم راټولیده خو افغان دولت نه یوازی په دغو ولسوالیو کې ټاکنی سمی ونکړی بلکی له خلکو سره هم ښه چلند نکوي.


نود خوږیاڼو ولسوالیو له قومی مشرانو اومخورو او ځوانانو څخه غوښتنه کوو چې د خپل هغه دوښمن په وړاندی راپورته شی چې یاده سېمه  تل خلکو ته ناامنه ښيی، وژنی کوي ، ترور رامنځ ته کوې او ستاسو مخور مشران او ځوانان درته وژني.


له افغان  دولت څخه غواړو چې ولسونه تل امن او امنیت غواړی که لږ تاسو خپل لاسونه ورنږدی کړی او له هغوی سره په یو ټغر کینی نو خپله به ستونزی راکمی شي.دسولی لاس وروړاندی کړی اودرغونی رښتینی کارونه ورته وکړی تر څو خلک په حکومت ډاډمن شی نو خپله به د نا امنیو ټغر له سېمی څخه ټول شی ګنی ټول ولایت به ورسره ناامنه شي.


خوږیاڼی د سپین غره په لمنه کې پرته هغه سېمه ده چې شنه باغونه، ابشارونه،ښایسته هوا او روانی رڼی اوبه لری چې په اوړی کې جنت دی که چیرته له امن نه برخورداره شی نو د ننګرهار د اوړی په موسم کې چې د ګرمی درجه تر پنځوسو رسیږی ښه د میلو او چکرونه سېمه ده خو ددولت دننه او بهرمخالفین نه غواړی دغه سېمه اباده اوسمسموره اوسي نوپه پای کې یو ځل بیا له قومی مشرانو اوپه ځانګړی توګه له هغو ځوانانو څخه غوښتنه کووم چې د سېمی په امنیت او رغونه کې خپله مرسته وکړی تر څو وژل او د ترور مخه ونیول شي.