د هرات او اسلام کلا پر لويه لاره باندي نن سهار شاوخوا ٩ بجې يو ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي يې درې تنه ژوبل سوي .
په سيمه کي امنيتي ځواکونه وايي چي په ژوبل سوو کسانو کي دوه تنه ولسي وګړي دي او بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د چارواکو په وينا چي ژوبل سوي کسان سيميز روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي او اوس مهال تر درملني لاندي دي .
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي .