د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په لومړۍ ناحيه کي يې يو شمېر چاودېدونکي توکي موندلي او بيا يې د آيساف په مټ له منځه وړي دي .
د چارواکو په وينا چي ياد توکي د يادي ناحيې اړوند د ښاروالۍ مقام مخ ته ځاى پر ځاى سوي ول .
د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو او يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .