ناټو ځواکونو د یوې پاڼې په خپرولو سره منلې چې د ځواکونو د ډزو له امله پرون یو تن ولسی وګړی وژل شوی دی . په پاڼه کې ویل شوی ، چې پېښه هغه وخت رامینځ ته شوه چې یو موټر په ډیر ګړندیتوب سره د ځواکونو اشارې ته د نه پاملرنې له امله په ډزو سره وول شو . په خبر پاڼه کې نه ده په ګوته شوې چې دغه پېښه د هېواد په کوم ځای کې رامینح ته شوې ده .