د جاپان په لوېدیځ کي د “تالاس” په نوم د رامنځته سوي توپان له امله ۱۹ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او تر ۵۰ زیات لادرکه دي . د توپان په ترڅ کي شدید باران سخت زیان اړولئ او باد یې ۱۰۸ کیلومتره په ساعت کي سرعت درلود .
د جاپان د هواپېژندني اجنسي نن ((یکشنبه)) خبر ورکړئ چي د تالاس توپان اوس په جاپان کي نسته بلکي د جاپان په سمندر (ختیځي سمندر) کي لا فعاله دئ .
ویل کیږي چي زیات شمېر کورونه وران سوي او یا تر اوبو لاندي دي او دغه راز شدیدو بارانو او سېلابونو ځیني پلونه له منځه وړي دي .