د فولکس کرنت نومي ورځپاڼي د خبر له مخي د ویکي لیکس ويبپاڼي دغه اونۍ یو راپور خپور کړئ چي په کښي د امريکا ديپلوماتیکي پيغام د یوې کورنۍ د وژني په اړه بحث کوي .
د ذکر سوي راپور له مخي په عراق کي په ۲۰۰۶ز کي امريکايي عسکرو د ۲۵ دقیقو شخړي په ترڅ کي یوه کورنۍ وژلې ده .
د عسکرو پام دغه کورنۍ ته د بغداد په شمال کي پر یوه کور تر حملې وروسته اوښتئ او ټوله یې له منځه وړي دي . ورپسې عسکرو د هوايي ځواکونو څخه مرسته غوښتې، هغوی یې په دې راګډ کړي، بمباري یې کړې او په دې ډول سره یې ممکن ټوله پاته سندونه له منځه وړي دي.
همداډول د راپور جزیاتي برخه زیاتوي چي ۲۸ – کلن بزګر “فیض حرت خلاف” او کورنۍ یې د مارچ په ۱۵مه د حملې په ترڅ کي پر سر ویشتل سوي دي . د فیض سره د ده ۲۴ کلنه مېرمن، خپل درې ماشومان ((چي ۵ میاشتي، ۳ کاله او ۵ کاله عمر یې درلود))، ۷۴ کلنه مور، خور، مېلمه، او دوه نور ۵کلن او ۳کلن ماشومان وژل سوي دي .
د دې څخه په ډاګه کیږي چي چي وړوکی ترین قرباني یې د پنځو میاشتو عمر درلود .