کور / سياسي / د قذافي دولت يې ولي نسکورکړ؟

د قذافي دولت يې ولي نسکورکړ؟


څه موده مخکي په ګلوبل ريسرچ ويبپاڼه کي د امريکا د اَيوا ايالت د ډريک پوهنتون د اقتصاد د استاد، پروفيسر اسماعيل حسين زاده، يوه خورا دقيقه علمي- تحقيقي مقاله خپره سوه، چي د پياوړي استدلال او په زړه پورو مالوماتو له امله مي، ډېره خوښه سوه . زړه مي ؤ، چي د درنو هيوادوالو د استفادې دپاره يې په پښتو يا پاړسي و ژباړم؛ خو په خواشنۍ سره چي ناروغۍ او بيا نورو بوختياوو اجازه را نه کړه . په ليبيا کي د ناټود ناروا او ظالمانه يرغل په وجه را منځ ته سوي خونړي حالت يو ځل بيا دې ژوري اوهر اړخيزي ليکني ته متوجه کړم . دادئ نن يې ځيني مهمي برخي او خپله وروستۍ تبصره له ګرانو لوستونکو سره شريکوم .  



پروفيسر حسين زاده، په خپله مقاله کي د معقولو دلايلو او مستندو ماخذو په وړاندي کولو سره، دې ارزښتناکي پوښتني ته قانع کوونکي جوابونه ويلي دي، چي امريکا او د اوروپا استعمارګرو دولتو، ولي په ليبيا کي د رژيم و اړولو ته ملا تړلې ده؟ ډېری خلګ، په بې خبرۍ سره تصور کيي، چي د استعمارګرو دولتو د اوسني ناتار تر شا يوازي يوه انګېزه پرته ده، چي هغه د ليبيا د وړيا تېلو تر لاسه کول دي او بس . په داسي حال کي، چي د مقالې هوښيار او سترګه ور ليکوال د ناټو د روان وحشيانه تيري د بېلابېلو هدفو په لړ کي پر تېلوسربېره، د ډېرو نورو باريکو او حساسو مسألو يادونه هم کيي( کوي)، چي پوهېدل يې هر حقيقت پلټونکي لوستونکي ته، ډېر ګټور او په زړه پوري دي .  


پروفيسر حسين زاده، کاږي : دا خبره سمه ده، چي د تېلوتر لاسه کول، د امپرياليستي هيوادو يوه لېوالتيا او دلچسپي ده؛ خو د ليبيا د رژيم اړولو ټوله اجندا، يوازي د تېلو په ترلاسه کولو کي نه خلاصه کيږي ؛ ځکه د لوېديځو هيوادو د تېلو لويو شرکتو پخوا لا د ليبيا د تېلو په صنايعو کي پراخ لاس لاره.کله چي قذافي، په (۱۹۹۳ع)کال، د امريکا او بريتانيا فشارو ته، پرګونډو سو، تر هغه وروسته يې له دغو او نورو لوېديځو هيوادو سره عادي اقتصادي او ډيپلماټيک اړېکي پيل کړه . لويو امریکايي او اوروپايي شرکتو، د ليبيا د تېلو له شرکت سره، ډېره غوښيني تجارتي معاملې لاسليک کړې؛ اوپه دې توګه، د لوېديځو هيوادو لويو پانګه والو شرکتو، د ليبيا و اقتصاد ته لار و مونده .


پروفيسر حسين زاده استدلال کيي، لکه څنګه چي استعماري قدرتونه د وينزويلا هوګو چاوېز، د کيوبا فيدل کاسترو يا د هغه ځای ناستی، د ايکوادور رافايل ديلګادو، د شمالي کوریا کیم جونګ ايل، د سوريې بشار الاسد، د ايران محمود احمدي نژاد او د بوليويا ايوو موراليس نسي زغملای؛ ياپه هغه ډول چي يې د ايران ډاکټر مصدق، د ګواتيمالا جېکبو اربينز، د اندونيزيا کوسنو سوکارنو، د چيلي سلوادور آلنډې، د هايتي ژان برتراند اريستيد او د هندوراس مانويل زيلايا له واکه را وپرزول، په همدې ډول د معمر قذافي له واکمنۍ سره هم دوښمني او مخالفت لري . د پروفيسر حسین زاده په باور، قذافي هم د دغو مشرانوپه څېر، د نړې مانوي ( معنوي) پلار ( امريکايي امپرياليزم او د هغه ومتحدينو) ته په اطاعت نه کولوتورن دئ . ددغو مشرانو په څېر، دی هم د دې لوی جنايت په کولو ْګرَم دئ، چي ولي يې له يوې خوا د نړۍ د مالي ادارو لکه د پيسو د بين المللي صندوق ( آی . ايم . ايف. ۱)، نړۍ وال بانک او د سوداګرۍ د نړۍ وال سازمان ولارښوونو ته غاړه نه ده ايښې؛اوله بلي خوايې په سيمه کي د امريکا له پوځي انډيوالۍ څخه سرکښي کړې ده؛ او د نړۍ د نورو ملي – اولسي مشرانو په شان، نه د امپرياليستي هيوادو په دود د لويو کورپراسيونو د ګټو د تحقق په خاطر، بلکي د خپلو بېوزلو خلګو د مرستي په مقصد، د ټولنيزو تأميناتو يا سوکاله دولت دکړنلارو ملاتړ کيي .


زموږ پوه او باخبره لوستونکي پوهېږي، چي په لوېديځو پانګه والو هيوادوکي لوی انحصاري شرکتونه او نړۍ والي مالي مؤسسې تر ګرده پر سياسي مشرانو فشارونه اچيي، چي د دوی د لا زياتو استثماري ګټو او محصولو د تأمين دپاره د ټولنیزو تأميناتودروازي وتړي . د همدې دليل له مخي، پانګه وال نظام هيڅکله، په ليبيا، وينزويلا او کيوبا غوندي کوچنيو او پرمختيايي هيوادوکي، ډيموکراټيک ټولنيز بدلونونه او د سوکاله او خيرغوښتونکي دولت پروګرامونه لکه وړيا ښوونه او روزنه، عامه روغتيا او داسي نور، په سترګو نسي ليدای . علت دا دئ، چي د نړۍ وال بازار د مېکانيزم پلويان او مدافعان، د بېلابېلو هيوادو په اقتصادي چارو کي، د واکمنو دولتو په اصطلاح « زياتي او غير مؤجه » لاسوهني، نسي زغملای؛ او په کلکه يې مخنيوی غواړي .


د ملګرو ملتو د پرمختيايي پروګرام ( يو. اين . ډي . پي . ۲) د تأييد سوي رپوټ له مخي، ليبيا د پوهني او روغتيا په برخو، په ځانګړي ډول د نارينه وو او ښځينه وو تر منځ برابرۍ کي د کتني وړ پرمختګ کړئ دئ؛ په داسي حال، چي په سياست او اقتصاد کي لا د خلګو د استازيتوب دپاره و ډېرو نوروپرمختګو ته اړتيا ليدل کيږي .  يو. اين . ډي . پي . د جنسي برابرۍ  په اړه د خپل بشري پرمختګ د ۲۰۱۰ع کال په رپوټ کي، ليبيا ته دوپينځوسم ( ۵۲) مقام ورکړئ دئ، حال دا چي مصر په دغه رپوټ کي يو سل و اتم ( ۱۰۸)، الجزاير اويايم (۷۰)، تونس شپږ پينځوسم ( ۵۶)، سعودي عربستان يو سلو اته ويشتم ( ۱۲۸) او قطر څلور نيويم ( ۹۴) مقام لري .


که څه هم قذافي تر( ۱۹۹۳ع)کال وروسته د خپل اقتصادي نظام دروازې د لوېديځو هيوادو د لويو شرکتو پر مخ پرانيستې؛ او د سترو تجارتي قراردادو په ورکولو سره يې، هغوی ته  د درنو ګټو وټو لار هواره کړه؛ خو سره له دې هم د نړې مانوي پلار( امريکایي او اوروپايي امپرياليزم) په دې سخاوتو او پېرزوينو قانع نه ؤ؛ ځکه هغوی په هر ځای کي، بشپړ او غير مشروط اطاعت غواړي؛ د امپرياليزم له نړۍ والي اجندا سره سړَه او د زړه له پاسه همکاري، کافي نه ده . د دې دپاره، چي يو هيواد د ريښتني متحد يا ريښتيني ملګري په توګه وپېژندل سي، بايد و متحدو ايالاتو ته حق ورکړي،چي په اقتصادي، جيوپوليټیک او بهرنييو سياستوکي يې هر اړخيزه لارښوونه وکړي . د همدې دليل له مخي، قذافي په سيمه کي امپرياليستي پلانو ته د بشپړ اطاعت نه کولو په وجه، په دې سخته او جدي ازموينه کي پاته راغئ .


پروفيسر حسين زاده، دغه راز استدلال کيي، چي قذافي، په سيمه کي د امريکا/ ناټو له عسکري اتحاد سره هم لاس يو نه کړ. ليبيا او سوريه د مديترانې پر شاوخوا هغه يوازني دوه هيوادونه دي، چي نه يې د مديترانې د سمندرګي او منځني ختيځ د کنټرول په مقصد د امريکا او ناټو و استعماري نخشو ته غاړه کښېښووه؛ او نه يې په مدتيرانه کي، د امريکا/ ناټو په عسکري تمرينو کي، برخه واخيسته . همدغه راز يې د ناټو د مديترانې د هغه پوځي ملګرتيا د ډيالوګ غړيتوب هم تر لاسه نه کړ، چي د سيمي زياتره هيوادونه لکه : اسراييل، اوردن، مصر،تونس، الجزاير، مراکش او موريتانيا په کښي شامل دي . قذافي د امريکايي امپرياليزم د خښمولو او نافرمانۍ په خاطر د متحدو ايالاتو د افريقايي قوماندې د مرکز ( افريکم۳) له غړيتوب څخه هم ډډه وکړه، چي په افريقا کي د ارزښتناکو زېرمو او په سیمه کي د سوداګرۍ او پانګي اچووني د بازارو د کنټرول؛ او د افريقا له شمال څخه د چين د شړلو په مقصد، جوړ سوئ دئ .


سربېره پردې، قذافي د سوداګرۍ، پرمختګ او صنعتي کولو د ځايي، ملي، سيمه ييزو او افريقايي پروژو په ملاتړ کولو سره، د لوېديځو دولتو د هغو سياستو او پلانو په وړاندي لوی خنډ ؤ، چي په نړۍ واله ګچه، د بې خنډه سوداګرۍ او پرمختګ د پروژو غوښتنه کيي . د قذافي ليبيا د تليفون، تلويزون ، راديو او ځينو نورو ټيکنالوژيکو پروژو( لکه له ليري طبابت او له ليري لوست ورکول) له لاري د افريقا د ګرده وچي په سره موښلولوکي، ستره او ارزښتناکه برخه واخيسته؛ د ډبليو. ايم . اې . ايکس .۴ راډيويي پؤل (پل) له برکته د کليوالو سيمو په ګډون، د افريقا په درسته وچه کي، د تليفون ارزان بيه ارتباطات ټينګ سوه . د پان افريقاد ډېري پرمختللي مخابراتي شبکې د جوړولو طرحه د ( ۱۹۹۰ع )کال په لومړييوکي- هغه مهال پيل سوه، چي پينځه څلوېښتو ( ۴۵) افريقايي هيوادو، د افريقا د سيمه ييز سټلايټ مخابراتي سازمان ( رسکم۵) جوړ کړ. د دې سازمان د جوړېدو هدف دا ؤ، چي افريقا خپله سپوږمکۍ يا سټلايټ ولري . د دې سپوږمکۍ له برکته په ګرده افريقا کي، د مخابراتو بيې را کښته سوې . دا هغه وخت ؤ، چي افريقا ته او له افريقا څخه تليفوني مخابرې تر ګرده نړۍ ګراني وې؛ ځکه اوروپا د خپل سټلايت (اينټل سټ۶) د استعمال له کبله، په کال کي پينځه سوه ( ۵۰۰) ميليونه ډالره کلنۍ محصول اخيستئ . په داسي حال کي، چي افريقايي سټلایټ يوازي څلور سوه ( ۴۰۰) ميليونه ډالره مجموعي خرڅ لاره؛ او افريقا بيا اړه نه وه، چي اورپا ته د کاله پينځه سوه ميليونه ډالره، محصول ورکړي . د دې پروژې د تمويل دپاره، افريقايي ملتو څو واره، له آی . ايم . ايف او نړۍ وال بانک څخه، د مرستو غوښتنه وکړه؛ مګر دې نړۍ والو مالي مؤسسو، څورلس کاله افريقايي هيوادونه، په تشو ژمنو وغولول . په پای کي قذافي، غربي مرستندويانو ته د لاس غزولو دابي ځايه تمه تل ترتله ختمه کړه. قذافي، د دې پروژې د تمويل دپاره درې سوه ( ۳۰۰) ميليونه ډالره، پر مېز کښېښودې . د افريقا پرمختيايي بانک نوري پينځوس (۵۰) ميليونه ډالره پر زيات کړه؛ د لوېديځي افريقا پرمختيايي بانک، نور اووه ويشت ميليونه ( ۲۷) ډالر پر واچول؛ او په دې ډول افريقا د ( ۲۰۰۷ع)کال د ډيسمبر پر شپږ ويشتمه نېټه خپله لومړنۍ مخابراتي سپوږمکۍ تر لاسه کړه.


په دې توګه، قذافي د دروسوو ميليونو( ۳۰۰) ډالرو مرستي په ورکولو سره د افريقا د ټولي وچي ژوند پر بل مخ واړاوه؛ خو د قذافي ليبيا په خپل دې کار سره، و لوېديځو دولتوته، لوی تاوان ورساوه؛ ځکه چي اوروپايي هيوادونه يې نه يوازي له پينځو سوو ميليونو ډالرو کلني محصول، بلکي په راتلونکو کلوکي هم د هغو له ميليارډو ډالرو سود يا ګټي څخه، بې برخي کړه . د قذافي ليبيا په خپلو دروسوو ميليونو ډالروسره د افريقا د لويي وچي د لوټېدو مخه ونيوله . له دې سَوَبه، ناڅاپي نه وه، چي د لوېديځ امپرياليستي دولتود نړۍ وال مالي سيسټم د بنسټ ايښوونکو او مدافعانو په استازيتوب، قذافي د پيسو او بانکي صنعت په بين المللي او نړۍ وال ډګر کي، د يوه ورانکار سیاسي مشر په توګه ګاڼه . قذافي نه يوازي خپل مرکزي بانک د عامه شتمنۍ په بڼه وساته؛ او د خپلو ملي پيسو د خپرولو واک يې له لاسه ور نکړ، بلکي په نه ستړي کېدونکي توګه يې کوښښ وکړ، چي د افريقا د پيسو صندوق، د افريقا مرکزي بانک او د افريقا د پانګي اچوني بانک، هم جوړ کړي .


هغه دېرش ( ۳۰) ميليارډ ډالره، چي اوس د اوباما د ادارې له خوا کنګل سوي، په حقيقت کي د ليبيا د مرکزي بانک پيسې دي، چي دافريقايي فدراسيون  د جوړېدوپه مقصد له يادو سوو درو لويو او اساسي مالي پروژوسره د مرستي دپاره، بېلي سوي وې . د دغه فدراسيون له مخي د ليبيا په سِيرْت ښارکي د افريقا د پانګي اچوني بانک او په ( ۲۰۱۱ع)کال کي د کامرون په ياوونډي ښار کي د افريقا د پيسو صندوق او د نايجيريا په ابوجا کي د افريقا مرکزي بانک، پرانيستل کېده . ښکاره خبره ده، چي د افريقايي پيسو په چاپېدوسره د هغو فرانسوي پيسود ناچلۍ اوکوټه کېدو زنګ هم وهل کېده، چي پاريس يې په مرسته، له تېرو پينځوسو کالو راهيسي، په ځينو افريقايي هيوادوکي، خپل واک ساتلئ ؤ. د دې ټکو په يادولو سره نو، و قذافي ته د فرانسويانو قهر او غضب هم په اسانۍ سره د پوهېدو وړ دئ .


د ګرسره پينځه ويشتو( ۲۵) ميليارډ ډالرو په پانګه د افريقايي وجهي صندوق په جوړېدو سره، د افريقا ټوله وچه د لوېديځ د مالي مؤسسو د خصوصي کولو يا پرايويټايزېشن له اجباري کړنلاروڅخه ژغورل کېده . له همدې امله ناڅاپي نه وه، چي د ( ۲۰۱۰ ع) کال د ډيسمبر پر شپاړسمه او اوولسمه، د افريقايي هيوادو مشرانو له افريقايي وجهي صندوق سره د خپلو هيوادو د نه يو ځای کېدو په اړه، د لوېديځو دولتو منفي او تخريبي هلي ځلي، په يوه سلا رد کړې .


لوېديځو قدرتو د يوه بل دليل له مخي هم، قذافي د خپلو استعماري ستراتيژيیو د تحقق په وړاندي، لوی خنډ ګاڼه، چي هغه د دوی د پخواني استعماري سیاست ( وېشلو او اېل کولو يا ډيوايډ انډ رُول۷) په لار کي د ده درېدل وه . اوروپايي اتحاديې د افريقايي متحدو دولتو د اتحاديې د را منځ ته کولو په خاطر د قذافي د نه ستړي کېدونکو کوښښو د مخنيوي يا شنډولو دپاره، د مديترانې د سيمي د اتحاديې۸ د جوړولوهڅه وکړه. شمالي افريقا بايد د اتلسمي او نونسمي پېړۍ د هغو زړو نژادي کليشو پر بنسټ، د افريقا له نورو هيوادوڅخه جلا سوې وای،  چي ادعا يې کوله، عرب ټبره افريقايان د افريقا د لويي وچي د نورو اولسو په پرتله، پرمختللي او متمدن دي؛ خو د استعمارګرانو د وېشلو او اېل کولو دا سياست بريالی نه سو؛ ځکه چي قذافي يې سيله او ملاتړ و نه کړ. قذافي همدغه راز، په افريقا کي له امپرياليستي هيوادو څخه الهام اخيستونکو يا د هغو له خوا اداره کېدونکو اقتصادي ټولنو لکه د لوېدځو افريقايي دولتو اقتصادي ټولنه۹، د ختيځي او جنوبي افريقا ګډ بازار۱۰، د مرکزي افريقا د دولتو اقتصادي ټولنه۱۱، د جنوبي افريقا د پرمختيا ټولنه۱۲ او لوی مغرب۱۳ ته په لوړه سترګه و نه کتل؛ او له ملګرتيا څخه يې ډډه وکړه .


قذافي، له بريک۱۴هيوادو( برازيل، روسيې، هند او چين)، په تېره بيا چين سره د پراخو تجارتي او پانګه اچوونکو تړونو د لاسليک کولوپه وجه، د لوېديځو ځواکو لا نور درد او خښم هم را وپاروه . د چين د سوداګرۍ د وزارت د رپوټ له مخي، دغه هيواد ( د امپرياليستي هيوادوله خوا د ليبيا تر ورانۍ مخکي) د ليبياپه شاوخوا پينځوسو( ۵۰) لويو پروژوکي، څه دپاسه اتلس ( ۱۸) ميليارډ ډالره، پانګه اچولې وه . حتا د امريکا د افريقايي کمانډد ستراتيژيکو غونډو له لومړنيیو څېړنوڅخه هم په ډاګه ښکاري، چي د دغه پوځي مرکز د مأموريت لويه او مهمه برخه، په افريقا کي د چين کنټرولول يا تر لاس لاندي کول دي . لکه څنګه چي پاټريک هنينګسټن يادونه کيي، هغه څه چي اوس په ليبيا کي ګورو، په واقعيت کي د امريکا/ اوروپا او چین تر منځ د يوه بل ساړه جنګ پيلامه ده . دا سوړ جنګ به د شلمي پېړۍ په دوهمه نيمايي کي د امريکا- شوروي د اوږده ساړه جنګ ډېر عناصر او ځانګړيتاوي په ځان کي را ونغاړي . د امريکا/ اوروپا او چین تر منځ دا سړه جګړه به له دې هيوادو څخه ليري، په افريقا، جنوبي امريکا، مرکزي آسیا او پخوانييو کړکېچنو سيمو لکه کوريا او منځني ختيځ کي، روانه يي .


له دې لنډ بحث څخه څرګنديږي، چي د قذافي د وژلوګونا، په سيمه کي د پانګوالي نظام د ظالمانه غوبلو و مخ ته درېدل؛ او د لوېديځو قدرتو په يوه مزدور دولت باندي د اوښتو له لاري د ليبيا له ملي واکمنۍ څخه د هغه نه تېرېدل دي . د همدې دلايلو پر بنسټ، له واک څخه د هغه دګوښه کولو استعماري نخشه طرحه سوې ده، چي په ليبیا کي د يوه پاسته او لاس پر نامه رژيم په کښېنولوسره، په سيمه کي د امريکا/ اوروپا د پانګي د ازاد خوځښت په لار کي، هر ډول پراته خنډونه او محدوديتونه ايسته کړي .


له واک څخه د قذافي ګوښه کول به د امریکا او اوروپايي ځواکو يوه بل هدف ته هم خدمت وکي، چي هغه د سوله ييزو مظاهرو په بې لاري کولو سره، د عربي پاڅون محدودول يا ګډوډول، د هغو د سوله ييزو انقلابو مخنيوی اود خپلواکۍ دپاره د هغو د لويو ارمانو خاوري کول دي . په فلسطين کي دکوچني صهيونيست امپرياليزم په ګډون، ټولو امپرياليستي قوتوپه مصر او تونس کي د پرتمينو اولسي پاڅونو په ناڅاپي ليدو سره، سمدستي« د تاوان قابوکولو» کړنلاره پيل کړه . دې هدف ته د رسېدو دپاره يې په يوه وخت کي درې بېلي ستراتيژۍ طرحه کړې . اوله ستراتېژي دا وه، چي د کنټرولولو دپاره په مصر او تونس کي د اولسي پاڅونو ظاهري او سرسري ملاتړ وکي ( البته، هغه هم هغه مهال چي نور يې چا مخه نسوای نيولای). په دې سَوَب، له قاهرې څخه د مُبارک اوله تونس څخه د بن علي تر وتلووروسته، په دواړو هيوادوکي، پوځ واک تر لاسه کړ. د کنټرولولو دوهمه ستراتيژي دا وه، چي د وفادارو او مزدورو رژيمو تر واک لاندي هيوادو( بحرين او سعودي عربستان) کي د خلګو د سوله ييز پاڅونو د بې رحمانه ځپلو ملاتړ وکي . د عرب پاڅون د دړي وړي کولو دريمه ستراتيژي دا وه، چي په ځينو هيوادو لکه ليبيا، سوريې او ايران کي وکورني جنګ او سياسي اړودوړ ته لمن ووهي . . .


پروفيسر اسماعيل حسين زاده د خپلي اوږدې او هر اړخيزي مقالې په وروستييو برخو کي د پانګوالي نظام د ځينو نورو ځانګړتياوو او مقاصدو په اړه هم مستدلي خبري کړي دي، چي ګران لوستونکي يې بشپړ تفصيل، د ګلوبل ريسرچ، په لاندني لينک کي کتلای سي :


 http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=25317


د پروفيسر حسين زاده پر مقالې د څو ټکو زياتَوَنه


شک نسته، چي د ليبيا، سوريې، ايران، سعودي عربستان، بحرين، مصر، تونس، يمن، مراکش، اوردن او ډېرو نورو هيوادو واکمنو رژيمو د نړۍ منلو بشري حقوقو او ډيموکراټيکو ارزښتو ته غاړه نه ايښووه؛ او ځيني ځيني يې تر اوسه لا هم نه ايږدي؛ خو سره له دې هم د دونيا هيڅ زورور او غښتلی دولت دا حق نه لري، چي په دې يا هغه پلمه پر خپلواکو هيوادو ناروا او ظالمانه يرغل وکړي؛ بې ګونا انسانان په وينو ولړي؛ د خلګو د تندي په خولو برابر سوي عامه او شخصي شتمنۍ ( مکتبونه، پوهنتونونه، روغتونونه، فابريکې، برېښناکوټونه، لاري، پلونه، راديويي او تلوېزيوني مرکزونه، کورونه، دوکانونه او داسي نور) په خاور کي لاهو کړي؛ او تر شرمناکو جنايتو وروسته، د مزدورانو او جاسوسانو بېلابېلي ډلي ټپلي د واک پر ګدۍ کښېنيي .


هو! د هر هيواد ربړېدلي او رټل سوي خلګ په بشپړه توګه حق لري، چي د خپلو مستبدو، خاينو، فاسدو او بې کفايته واکمنانو په وړاندي  سوله ييزه او وسله واله مبارزه وکړي؛ خو داسوله يیزه يا وسله واله مبارزه بايد د اړونده هيواد د خلګوپه کلکه اراده او غوښتنه پيل سوې يي؛ او هدف يې د زورواکۍ، بې عدالتۍ، چور، فساد او بې کفايتيیو په له منځه وړولو سره د خلګو په سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي ژوندکي د مثبتو او ګټورو بدلونو راوستل يي . بهرني هيوادونه، نه يوازي حق، بلکي وظيفه او مسووليت لري چي د خپلواکۍ، عدالت، انساني حقوقو اوسوکالۍ په لار کي د خلګو له دغه راز روا او انساني مبارزو ملاتړ وکړي؛ مګر دا سيله او ملاتړ بايد هيڅکله د استعماري موخو د تحقق په مقصد، د جنګي جنايتو، رژيم اړولو، کرغېړنو لاسوهنو، شيطنت او منافقت په بڼو نه يي . انصاف او عدالت دا دئ، چي په هر هيواد او هر ځای کي د ظالمو، زورواکو، خاينو، لوټمارواو فاسدو واکدارانو پر ضد د مظلومو، ترټل سوو او بې وزلو خلګو ملاتړ وسي . دا ملاتړ بايد د سولي، امنيت، بشردوستۍ، سوکالۍ او پرمختګ پر بنسټو ولاړ يي .  


ايا دا خبره منطق لرلای سي، چي په يمن، بحرين، مصر او تونس کي د خلګود سوله ييزو مظاهروپه وړاندي د مستبدواو فاسدو رژيمو ملګرتيا او پلوي کيږي؛ خوپه ليبيا، سوريه، ايران او ځينو نورو چا خبره « نافرمانه » هيوادوکي، تروريستانواو مزدورو ډلو ټپلوته پيسې، وسلې، مهمات، جنګي روزنه او راز راز مرستي ورکول کيږي،چي د هر وحشيانه جنايت په کولو سره د واکمنو رژيمو کمبله ټوله کړي؟ حتا په دغه راز پوځي او لوژستيکي مرستو هم بسنه نه کيږي؛ د توغندييو او الوتکو په زور د هغو ملاتړ ته ور دانګل کيږي ! 


کوچنی او لوی ګرده په دې روښانه واقعيت ښه پوهيږي، چي استعماري دولتونه د بېوزلي افغان، عراقي، ليبيايي،سوري،ايراني او نورو له غمه مړه نه دي . لکه څنګه چي پروفيسر اسماعيل حسين زاده هم په خپله علمي-  تحقيقي مقاله کي څو ځايه يادونه کړې ده، د استعماري دولتو ټول يرغلونه، بريدونه، لاسوهني، لمسووني، منافقتونه او خباثتونه يوازي د خپلو لويو پانګه والو شرکتو د سراښو او انساني ضد ګټو د تأمين په خاطر کيږي او بس . 


دا خبره له هيچا پټه نه ده، چي د استعماري هيوادو زياتره جمهور رييسان، صدراعظمان او نور سياستوال د همدې سترو پانګه والو کمپنيیو معاش خوره او کمېشن خوره دي . دا بې وجدانه او شرف بايللي سياسي مشران د خپلو ولي نعمتانو( لويو شرکتو) د ناروا ګټو د تحقق دپاره له هيڅ ډول جنايت او خيانت څخه مخ نه اړوي . لس کاله مخکي يې زموږ په تاريکه او نړېدلې کوډغاله کي د جنګ او تباهۍ اور بل کړ؛ زرونه بې ګونا افغانان يې په وينو او خاورو ولړل؛ دوه کاله لا نه وه تېر سوي، چي ودان او سمسور عراق يې د بمو او توغندييو په زور په کنډوالو او خرابو وړاوه؛ او دادئ نن يې د اور او وينو په اورولو سره، په ليبيا کي هم د مزدورانواو جنايتکارانو بېلابېلي ډلي ټپلي، د بې وسه او بې کسه خلګو پر ژوند واکمني کړې . سبا د سوريې، بل سبا د ايران، بله ورځ د وينزويلا، بيا د شمالي کوريا او تر هغه وروسته په وار سره د نورو هيوادو رَوَڼ دئ . د رژيم اړولو دا وحشتناکه لړۍ به همداسي روانه يي . دا خبره  هم تر لمر روښانه ده، پر هر هيواد او هره سيمه،چي د استعمارګرانو منحوس سيوری ولوېږي، له هغه سره جوخت به ويني، اوښکي، لوږه، بې کوري، اجباري مهاجرتونه، زورواکي،  چور، فساد او شل نوري بلاوي هم د طاعون او وبا په څېر هري خوا ته وزرونه غوروي . د ځنګله دا وحشیانه قانون به، په بشپړ باور سره، تر هغه مهال جاري يي، چي د نړۍ ټول سوله دوسته او عدالت غوښتونکي دولتونه د خپلو پراخو اولسو په بالفعل ملاتړ سره، د دې ظالمو او بدمغزو فرعونانو مخه ونيسي .  
 
 


لمنليکونه


1 IMF (International Monetary Fund)


2 UNDP (United Nations Development Programme)


3 AFRICOM (AFRICAN COMMAND)


4 WMAX (Worldwide Interoperability for Microwave Access)


5 RASCOM (Regional African Satellite Communication Organization)


6 INTELSAT


7 Divide and Rule


8 UPM


9 ECOWAS


10 COMESA


11 UDEAC


12 SADC


13 The Great Maghreb


14 BRIC (Brazil, Russia, India and China)