لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د ماين چاودني يو بهرنى فوځي وواژه .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت پټ ساتلى خو په سهېل کي ډېر بهرنيان امريکايان او برتانويان دي .