کور / تازه خبرونه / د معمرالقذافي پر سر نقدي جايزه وټاکل سوه

د معمرالقذافي پر سر نقدي جايزه وټاکل سوه

په لېبيا کي د تېرو څو مياشتو راهيسي د حکومت او په دې هېواد کي د ياغيانو تر منځ جګړه روانه ده او دواړي خواوي يو بل ته د درنې مرګ ژوبلي د اوښتو او په ځانګړې توګه د زياتي سيمي د نيولو ادعاوي کوي .
دوې ورځي وړاندي نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چي د لېبيا ٨٠ سلنه خاوره د ياغيانو لاس ته لوېدلې خو د لېبيا حکومت بيا وايي چي شل فيصيده خاوره يې د لاسه وتلې او بېرته نيول کېداى سي او دا کار يې هم د يوه جنګي تاکتيک له مخي کړى .
خو تېره ورځ ياغيانو خلکو ته خبر ورکړ چي که معمرالقذافي چا ژوندى ونيوى او يا يې وواژه ۱۷۰۰ زره ډالر انعام به ورکړل سي .