لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو په کندهار ښار او ولسواليو کي يو لړ چاڼيز عمليات کړي چي په پايله کي يې د يوه قوماندان په ګډون ١٤ وسله وال نيولي .
د دې ولايت د امنيت آمر شېرشاه يوسفزى دا يوه لويه لاسته راوړنه بولي او وايي چي ياد کسان د دوى د پوليسو له لوري په پنجوايي او ډنډ ولسواليو او همداشان دکندهارښار په ميروېس مېنه او نورو برخو کي نيولي .
نوموړى وايي چي په نيول سوو کسانو کي يې ٧ تنه د وسلو او مهماتو سره يوځاى نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .