ولسمشر حامد کرزى تېره ورځ د دوه ورځني سفر په موخه عربستان ته ولاړ چي هلته به د سعودي د باچا ملک عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وويني .
د ولسمشر د دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼي د نوموړي د سفر بنسټير لاملونه نه دي په ډاګه کړى خو تر دې مخکي د افغان چارواکو او ولسمشر سفرونه په افغانستان کي د وسله والو سره د پخلايني په موخه ترسره سوي دي .
د ولسمشر وياند وايي چي حامد کرزی به په خپل دې سفر کي د عمرې مناسک هم ادا کړي او د حرمینو شرفینو لیدنه به هم وکړي.
داچي نوموړى به په دې سفر کي د سعودي چارواکو سره کوم څه مطرح کړي دا به وروسته په ډاګه سي.