کور / تازه خبرونه / د کرمی اجنسۍ ٥ او سیدونکي د غلو لخوا وژل شوی

د کرمی اجنسۍ ٥ او سیدونکي د غلو لخوا وژل شوی

دغه پنځه تنه تیره اوونۍ د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کی د غلو له لوری تښتول شوی وو او د خلاصون هڅي يې د قومی مشرانو په ملاتړ تر دی دمه رواني وې .
خو تیره شپه دهمدی پنځو تنو لوا د غلو یو تن چی پر دوی یی څارنه کوله وژل شوی چی دوی په تیښته بریالی شوی وو ، خو مخکی له دی چی دوی ډاډمنی سیمی ته ورسیږی د غلو لخوا بیرته نیول شوی او پنځه سره وژل شوی دی
تر دی دمه لمړنۍ پلټنی ښیی چی دا کسان نه د کومی سیاسی ډلی لخوا نیول شوی او نه هم قضیه سیاسی اړخ لری
په دوی کی یوه یی میرمن وه او څلور نارینه چی د پاکستان د کرمی اجنسي اوسیدونکی وو
د پکتیا ولایت مقام دغه پیښه غندی ، او د عاملینو د نیونی هڅه یی له هماغه پیله پیل کړی ده ، همدا رنګه د ولایت مقام د وژل سوو کورنیو سره خپله همدردی اعلانوی او د نوموړو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتونکی دی .