د کندها رد پوهني رياست ټول اړوندي شعبې په عصري او پرمختللو سامان الاتو او کمپيوټري سسټم سره سنبال سو او ټول لوازم پکښي د کار کولو لپاره ځاى پر ځاى سول.
د کندهار د پوهني رئېس پوهنيار نجيب الله مجددي وويل چي معارف رياست په خپله بودجه ددې رياست ټولي اداري او نوري اړوندو شعباتو ته کمپيوټرونه او اړوند سامان الات ورکړي او له دې وروسته به ټول کارونه په لنډه موده کي په ښه ډول سره مخ ته ولاړ سي.
نوموړي وويل چي وړاندي يې د يو شمېر اداري کارونو او نورو رسمي مکتوبونو په برخه کي ستونزي درلودې چي د نوي سستم په انسټال او سامانونو په ترلاسه کولو سره ټول حل سوي او کارونه به زيات چټک سي.
مجددي زياته کړه چي په نژدې راتلونکي کي به په کندهار ښار کي ټولو ښوونځيو ته هم کمپيوټرونه او نو رعصري سامانونه ورکړي څو ورسره سم تدريسي اړخ نور هم پياوړى سي.
هغه په کندهار کي د ١٢ ټولګيو فارغينو ته زيرى ورکړى چي په دې ولايت کي يې د کانکور امادګۍ لپاره هم بيلا بيلو کورسونه په پام کي نيولي چي ډېر ژر به پيل سي او د مجربو او تکړه استادانو لخوا به يې د تدريس چاري پر مخ يووړل سي.
په کندهار کي ټولټال ٤٠٠ ښوونځي شتون لري چي د ٣٦٢٠ تنه استادانو لخوا پکښي زدکوونکو ته زدکړي ورکول کيږي.
په کندهار کي دا لومړى ځل دئ چي يو رياست په خپله بوديجه سره د پرمختګ خبر ورکوي . تر دې وړاندي د هر رياست د پرمختګ خبر د يوې بهرنۍ موسيسې لخوا چي د نورو رياستو يا اړونده ادارو سره به يې مرسته کوله ورکول کېدئ .