دبغلان په پرونۍ چاودنه کې وژل شوي وکيلان به دولسي جرګې له پرېکړې سره سم د ملي شورا دراتلونکې ودانۍ په خوا کې خاورو ته وسپارل شي .
د مصطفى کاظمي په ګډون دولسي جرګې شپږ غړي تېره ورځ په هغه چاودنه کې ، چې دبغلان ولايت دقند فابرېکې ته نږدې وشوه، ووژل شول .
دولسي جرګې رييس محمد يونس قانوني نن په عمومي غونډه کې وويل : ((څنګه چې وژل شوي کسان دخلکو استازي وو او دافغانستان په ټول ملت پورې اړوند وو له همدې امله يې مړي دملي شورا د راتلونکې ودانۍ په خوا کې خاورو ته سپارو . ))
يونس قانوني وويل چې ددغو استازيو کورنيو هم دملي شورا د راتلونکې ودانۍ په خوا کې دهغوى له خښولو سره توافق کړى دى ، بله خوا د هلمند ولايت د خلکو استازي ارواښاد انجنير عبدالمتين ورور انجنير اغا ګل باور چي سبا سهار په سيمه ايز وخت لس بجې له لندن څخه کندهار ته رسيږي لراوبر ويبپاڼي ته د ټيلفون پر کرښه وويل چي ددوی کورنۍ غواړي چي د ارواښاد انجنير عبدالمتين مړی په هلمند ولايت کي د هغوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپاري .
همدارنګه قانوني زياته کړه چې نن خاورو ته ددغو وکيلانود سپارلو امکان نشته ، ځکه چې ټاکل شوې ده دملي شورا داستازيو دجنازې په مراسمو کې دکابينې غړي ګډون وکړي او دا کار سختو امنيتي تدابيرو ته اړتيا لري .
ولسي جرګې د داخلي امنيت کميسيون ته دنده وسپارله، چې په ياد شوي ځاى کې د وژل شويو کسانو د خښولو لپاره مناسب ځاى وټاکي .
ددې خونړۍ چاودنې د رامنځته کېدو په مناسبت دولسمشر حامد کرزي لخوا درې ورځنى ملي ماتم اعلان شوى دى اوپه دې ورځو کې به ملي بيرغ نيم ښکته وي .