اولاد د ستر افغان او لوړ همت دی چه بلیږی زموږ وطن کی
د تاریخ په سلسلو کی چه ځلیږی را ځلیږی زموږ وطن کی
مغول که سکندر او یا انګریز بیا سور شاه مار و
دا وار دی د یانکانو چه فریاد یی خاموشیږی زموږ وطن کی
افغان ولس پښتون دی دا تاجک اوزبک ترکمن که هزاره دی
یووالی دی دا مینه په څپو کی راشوریږی زموږ وطن کی
خالق یو وطن یو مینه یوه ده ایمان یو دی د افغان په اندیښنو کی
وطن نه تل جاریږو دا احساس دی د میوند نه چه رپیږی زموږ وطن کی
زموږ په هدیرو کی چوپ چوپتیا نسته غزلی قصیدی دی
دا شور د وطن مینی د قبرونو نه راخیږی زموږ وطن کی
سر مست شهید یاغی شو د وطن په مینه ډوب او څپیڅیلی
دا شوق او محبت دی د وطن چه سر بایللی لا پا څیږی زموږ وطن کی
تقدیره یا سر مست شه یا یاغی شه د وطن په مینه مست شه
وطن نه ځان قربان کړه دشهید قبر ته ګوره چه لوګی ورنه جګیږی زموږ وطن کی
لوړ همت دی د افغان دا وطن دی د افغان ته نو چیری دوری ګوری
غربت نه لاس نور واخله همتونه ستا په کلی کی ږغیږی زموږ وطن کی
دزمری ۲۸ نیټه ۱۳۹۰ کال