کور / سياسي / په ليبيا کي د استعماري ناورين پيل

په ليبيا کي د استعماري ناورين پيل

د طرابلس د پرون او وړمي ورځي امنیتي حالاتو، په خپل وران او غملړلي هيواد – افغانستان کي د شمالي اتحاد د مزدورو سياسي مشرانو او جنګي قومندانانو هغه دردونکي او شرمناکي خاطرې را په ياد کړې، چي د د امريکايي يرغل په لومړيیو ورځو کي يې د طالبانو د پياوړي مقاومت د ختمولو په مقصد له امريکايي پوځيانو څخه د لاسختو او درنو بمبارييوغوښتنې کولې؛ او پلويانويې د لېونو په شان د هر بم په لوېدو سره په واټو اوکوڅو کي اتڼونه کول . دا دئ تر لسو کالو وروسته يو پلا بيا هم د سيمي او ټولني په بېلوالي سره د همغه راز سياسي او امنيتي حالاتو د تکرار شاهدان يو؛ د ليبيا مزدورو ډلو ټپلو هم له خپلو پردو بادارانو څخه غوښتنه کوله، چي د قذافي د پلويانو پر مرکزو لا زوروري اومزبوتي بمبارۍ وکړي؛ او د لنډغرو ډلو غړي  هم د طرابلس په کوڅو او بازارو کي د ناټو بمبارييو ته مستۍ او نڅاوي کيي .


په ليبيا کي هم د افغانستان په څېر، د معمر قذافي د واکمن رژيم ټول دوښمنان، مخالفين او مَرَوَر کسان د د لوېديځو هيوادو د استخباراتي مؤسسو له خوا په يوه متحده جبهه کي را غونډ کړل سوه؛ پيسې، وسلې، مهمات او د اړتيا وړ هر راز وسايل او تجهيزات ور ته چمتو سوه؛ او پر شا و ټکول سوه، چي ټول د قذافي د رژيم د نسکورولو دپاره په ګډه وجنګيږي .


 لکه څنګه چي د طالبانو د رژيم بېلابېلومخالفو ډلو ټپلو په خپل موټ هيڅ توره ونه کړه، د قذافي د رژيم       غير متجانسو دوښمنانو او مخالفينو هم د لوېديځو او ځينو عربي هيوادو له پرېمانه پوځي او اکمالاتي مرستو سره سره د قذافي د حکومت په نسکورولوکي څه لوی بری تر لاسه نه کړ. له همدې امله، د ځينو لوېديځو هيوادو جګړه مارو پوځي او سياسي کړييو د خپلو استعماري ګټو د تحقق په مقصد« د ليبيا د ملکي وګړو د ژغورني » په درواغجنه او غولوونکې پلمه، پر ليبيا هوايي بريدونه پيل کړه؛ او په دې توګه يې د خپلو پرمختللو جنګي وسلو په مرسته، د قذافي د رژيم په نړولو کي مستقيمه برخه واخيسته؛ د مزدورانو په اصطلاح « عبوري ملي شورا» يې د ليبيا د قانوني دولت په توګه په رسميت و پېژنده؛ په بهرنييو بانکو کي يې د قذافي د دولت ټوله پانګه او شتمنۍ کنګل کړه؛ او د راډيو، تلويزون او بېلابيلو ملکي نخښو په بمبارولو سره يې له هيڅ راز ظالمانه جنايت څخه لاس وانخيست . د نړۍ خلګو د تلوېزوني خپرونو له لاري وليده، چي د قذافي د رژيم د پوځيانو او نورو وسله والو پلويانو په پرتله، د ناټو په ړندو بمبارييو او بريدو کي د ليبيا ملکي خلګو او عامه شتمنييوته، ستر تلفات او تاوانونه ورسېده .


که څه هم يرغلګر هيوادواو د هغو مزدورو ډلو ټپلو په خپلو هوايي او مځکنييو بريدو سره د قذافي پاشلئ، يوازي پاته او کلابند دولت را وپرازوه؛ او نور د تاريخ يوه برخه وګرځيدئ؛ خو مهمه او اساسي پوښتنه داده، چي د کروز توغندييو، بي ۵۲، ايف ۱۸، مېراژ  او داسي نورو انساني ضد وسلو په زور د ليبيا د سياسي رژيم اړول، د دغه هيواد وېشلي او پاشلي اولس ته، څه ګټه رسولای سي که څنګه؟


د نړۍ ويښ او دراک انسانان ټول په دې حقيقت ښه پوهېږي، چي په ليبيا کي د بشري حقوقو، اولسواکۍ، قانونيت، عدالت او ترقۍ تر پردې لاندي دا خونړۍ او ظالمانه لوبه يوازي پلمه او بهانه ده،که نه نو په يمن، بحرين، مصر، تونس، اوردن، مراکش، سعودي عربستان او داسي نورو هيوادوکي ولي د ميليونو انسانانو د روا او سوله ييزو غوښتنو پر خلاف تر اوسه د مزدورو، مستبدو او فاسدو رژيمو ملاتړ کيږي؟  مګر ټول جهان نه ګوري، چي همدا اوس په يمن او بحرين کي د واکمنو رژيمو د پوليسواو نورو امنيتي ځواکو له خوا د خلګو پر سوله ييزو مظاهرو او لاريونو سرې ګولۍ اوري؛ اعتراض کوونکي په محبسو او توقيف ځايوکي اچول کيږی؛ او د واکمنانو ډول ډول ظلمونه او تعذيبونه ګوري؛ خو په ليبيا، سوريه او دې ته ورته هيوادو مثلاً ايران کي د استعماري نخشو د تحقق په مقصد، عام خلګ او ټروريسټي ډلي ټپلي د واکمنو رژيمو پر ضد وسله وال پاڅون ته هڅول کيږي؛ وسلې، مهمات، تخنيکي او مخابراتي وسايل، پيسې او رنګارنګ مرستي ور سره کيږي . ډبل سټنډرډ، دوه مخي او منافقت خو څه ښکرونه او لکۍ نه لري .


د مستبدو او فاسدو رژيمو پر خلاف سوله ييز يا وسله وال پاڅون، يوازي د يوه  هيواد د وګړو حق دئ . بهرني دولتونه او جاسوسي سازمانونه په هيڅ نامه او هيڅ بڼه حق نه لري، چي د خپلو سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو د تر لاسه کولو په خاطر په خلګو کي د دوښمنۍ او کرکي توخمونه وکري . استعماري دولتو په ليبيا کي د اوسنيیو خونړييو حالاتو اجندا کلونه  مخکي جوړه کړې وه، چي نن دادئ نن يې د مزدورو ډلو ټپلو په کومک عملي کړه .


بايد په روښانو ټکو يادونه وکو، هغه بدلون، چي د پردو پوځيانو په مستقيم ګډون، لارښوونه او مرسته را منځ ته کيږي، هيڅکله اولسي پاڅون نه، بلکي د پردو هيوادو برمنډ او بې شرمانه يرغل دئ . په دغه راز  تپل سوو بدلونوکي د ټولني عامو خلګو ته نه يوازي هيڅ راز ګټه نه رسيږي، بلکي د بېوزلۍ او بې وسۍ پخوانی حالت يي هم د پردو او خپلو زورواکانو د بې رحمانه را ج او تاراج له امله، په دوږخ بدليږي .


شک نسته، چي د امريکا، انګلستان، فرانسې، ايټاليا او ځينو نورو ايتلافي هيوادو دا ظالمانه يرغل به د افغانستان او عراق په شان ځينو وطن پلورونکو سياسي ډلو ټپلواو لويو انحصاري شرکتوته د ګټو وټو ښه شرايط او امکانات برابر کړي؛ خو د افغانستان او عراق د عامو خلګو په څېر به د ليبيا عام اولس هم نور د کورنييو جګړو، ناامنيیو، دوښمنيو او مخالفتو له امله د خوښۍ او نېکمرغۍ مخ و نه ګوري .


البته، دا خبره د قذافي يا د هغه د نسکور سوي سياسي نظام د ملاتړ په مانا نه ده، بلکي مقصد دا دئ، چي اولسواکي، قانونيت، پرمختګ او انساني ژوند هيڅکله د پردي توپ و ټانک او جنايتکارو ډلو ټپلو په مرسته نسي راتلای . د پردي توپ و ټانک او جنايکارو ډلوټپلو په مرسته د سياسي رژيمواړول، نه يوازي په بين المللي اړېکوکي د ځنګله قانون ته د« رسميت » او « مشروعيت » ورکولو په مانا دئ، بلکي د يوې ټولني د مهمو او حياتي مسألو له حل سره هم هيڅ رار مرسته نه کولای . بالعکس ټولنه د تنظيمي، قومي، قبيله يي، مذهبي او ژبنيو اړېکو پر بنسټ پر بېلابېلو ډلو وېشي؛ او په دې توګه خونړييو جګړو، ورانييو او ناخوالو ته لار هواروي . افغانستان او عراق يې ژوندي مثالونه دي . نړۍ وال ټول ګوري، چي افغانستان او عراق له  کلو راهيسي د اور په لمبوکي سوځي؛ لکونه بې ګونا وګړي يې په بې رحمۍ سره د پردو او خپلو په خونړييو بريدوکي تر خاورو لاندي سوه؛ ميليونونه يې تر اوسه له لوږي، وزګارتيا، بې عدالتييو، فساد او ډول ډول ستونزو څخه سر ټکوي؛ او ميليونونه نور يې د سوله ييز ژوندانه، کار او قانوني حکومت د نسته والي په سَوَب په پردو هيوادوکي د پردېسۍ شپې او ورځي سبا کيي .


موږ او تاسي به ټول شاهدان يوو، هغه هيواد چي تر پرونه يې د نورو هيوادو لکونو بېوزلو کارګرانو ته د کار  او روزګار شرايط برابرکړي وه؛ او خپلو وګړو يې د شاو خوا ګاونډيیو هيوادو په پرتله  سوکاله ژوند لاره، تر دې وروسته به د استعمارګرو هيوادو او مزدورو زورواکو د چپه او راسته غوبلو له شامته، د افغانستان او عراق په څېر په يوې ګولې ارامي ډوډۍ پوري اريان يي؛ خلګ به يې د ژوندي پاتېدو، ناموس ساتلو او نس مړولو په خاطر پر شلو لارو مخه نيسي . دا ځکه چي د استعمارګرانو صادر سوی پاڅون هيڅکله د خلګو غوښتنه نه ده؛ او په هيڅ ډول هغوی ته سوکالي او نېکمرغي نه راوړي  .