د انتخاباتو د خپلواک کمېسون رياست اعلان کړى چي شاوخوا لس تنه وکيلان به له اوسنۍ ولسي جرګې وباسي او پر ځاى به يې نور کسان ورته معرفي کړي.
د دې کمېسون يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ راډيو ته ويلي چي دغه پرېکړه به سبا د يکشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي اعلان سي.
بلي خوا ته معترضو کانديدانو ويلي چي د ځانګړې محکمې پرېکړه دي عملي سي چي د ٦٢ درغلو وکيلانو ايستل يې غوښتي او که داسي ونسي دوى به خپل احتجاج ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.
د ولسي جرګې غړيو بيا ويلي چي که له جرګې يو تن وايستل سي هم به هيواد د بحران پر خوا بوزي.
د انتخاباتو کمېسون پر داسي مهال د لسو وکيلانو ايستلو ته غاړه ايږدي چي تر دې دمخه يې له ولسي جرګې څخه د يوه وکيل ايستل هم نه منل او دا يې د ستري محکمې په ګډون د خپل ځان تر صلاحيت هم لوړ کار باله او د دې کمېسون مشر خو په يوه خبري کنفرانس کي دغسي بدلون خيال، مهال او جنون بللى وو.