د پښتونخوا په خيبرايجنسي کي پرون د جمعې د لمانځه پر مهال يو ځانمرګى بريد سوى چي له امله يې درنه مرګ ژوبله رامنځته سوې ده.
پېښه د جمعې تر لمانځه وروسته د جمرود سيمي په مډوخېل مسجد کي رامنځته سوې ده.
راپورونه وايي په پېښه کي تر ٤٠ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړى او تر ١٠٠ ډېر ټپيان د پېښور ښار روغتونونو ته انتقال سوي دي.
د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو پوليټيکل چارواکو يې پړه پر ځايي وسله والو طالبانو اچولې ده چي وايي د دې سيمي اوسېدونکي د هغوى له فعاليتونو سره مخالف وو او طالبانو ته يې په خپله منطقه کي د وسله وال فعاليت اجازه نه ورکوله.