د کندهار چارواکي وايي نن سهار د ٣٠٣ بس د چپه کېدو له امله ٣٤ تنه مړه سوي او ٢٤ نور ټپيان دي.
د ولايت د مقام خبر پاڼه وايي موټر د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د سرعت د زياتوالي له امله چپه سوى چي له کندهاره کابل ته روان وو.
د راپورونو له مخي د پېښي ټپيان د کندهار ميرويس روغتون ته انتقال سوي او په دې هکله ترافيکو تحقيقات پيل کړي دي.
د کندهار او کابل پر لويه لاره هر وخت دغسي پېښي رامنځته کېږي چي اکثره وخت يې علت د موټروانانو بې احتياطي بلل کېږي.