لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي افغان ملي امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کي د کندهار ښار په ٢ مه ، ١٠ مه ، ١٣مه ، ٨ مه او ١٤ مه امنيتي حوزو پنجوايي، ژړۍ او ارغنداؤ ولسواليو کي چاڼيز عمليات کړي چي پرمهال يې ٢ تنه وسله وال وژل سوي، دوه نور ژوبل سوي او ٩ تنه ژوندي نيول سوي دي.
خبرپاڼه ليکي چي يادو کسانو ته مرګ ژوبله د پوليسو او وسله والو تر منځ تر نښتي وروسته واوښته .
خبرپاڼه همدا ډول زياتوي چي ديادو کسانو سره يې يو شمېر وسلې او مهات هم نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .